«د کورنيو په راتګ کي ځنډ د مهاجرو په ادغام کي خنډ دی»
۱۳۹۶ آذر ۳, جمعه
د کارپوهانو يوې ډلې ويلي چي مهاجرو ته د هغوی د کورنۍ په رابللو کي ځنډ د دغو مهاجرو په ادغام کي خنډ دی. کارپوهان وايي چي مهاجر د خپلې کورنۍ په تړاو اندېښنو له کبله ژبه هم ژر زده کولای نه سي.
اعلان
په داسي حال کي چي په آلمان کي د مهاجرو د کورنيو د رابللو پر موضوع بحثونه تاوده دي، کارپوهانو يو راپور خپور کړی دی. هغوی ويلي دي چي په آلمان کي اوسېدونکو مهاجرو ته بايد د هغوی کورنۍ راوبلل سي.
د ادغام په برخه کي کارپوهانو دغه غوښتنه په داسي حال کي کيږي چي د آلمان حکومت په ۲۰۱۶م کال کي پريکړه وکړه چي د ۲۰۱۸م کال تر مارچ مياشتي پوري دي د دويمي درجې قبولي لرونکي پناه غوښتونکي کورنۍ نه سي راغوښتل کيدای. د آلمان ځيني محافظه پال سياستوال د دغې مودې د تمديد غوښتنه هم کوي.
د مهاجرو د ادغام په تړاو د څېړنې پايلي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د نوامبر ۲۳مه نېټه) په برلين کي خپرې سوې. دغه څېړنه د ادغام او مهاجرت له پاره د آلماني بنسټ د کارپوهانو شورا له خوا سوې ده. څېړونکو د خپلې څېړنې په راپور کي ليکلي دي چي له مهاجرو سره د هغوی د کورنيو د يوځای کېدو په ترڅ کي خنډونه د مهاجرو په ادغام کي هم خنډونه ګرځي.
د څېړنې په ترڅ کي ۶۲ پناه غوښتونکي پوښتل سوي چي د سوريې، افغانستان، سوماليا، پاکستان او لوېديځ بالکان هيوادونو دي. په راپور کي ويل سوي دي چي د خپلې کورنۍ د نژدې خپلوانو د راتګ په تړاو «د نا معلوم برخليک او په اړه يې اندېښنې» د مهاجرو پر ورځني ژوند اغېز لري، ځکه هغوی پر خپل ادغام تمرکز کولای نه سي.
په راپور کي راغلي دي چي ادغام بايد تل په کورني چوکاټ کي کتنه وسي. کارپوهانو د دې غوښتنه هم کړې ده چي د پناه غوښتنې د دوسيو د څېړلو پروسه بايد چټکه سي. د هغوی په آند د خپلې اقامې په تړاو ناډاډمنتيا هم د مهاجرو په ادغام کي خنډ ګرځي. د دغې څېړني په تر سره کولو کي د رابرټ بوش بنسټ هم برخه لرله.
A.A/N.Z(EPD,dpa)
زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: ماشوم مهاجر ۶۳ سلنه زیات شوي
د جگړه ځپلو او بې وزلو هیوادونو د مهاجرو لویه برخه یعنې یو پر دریمه یې ماشومان دي. هغه مهاجرت چې د دوی د راتلونکي له پاره هیڅ ډول ضمانت پکښې نه شته. اروپا ته د ماشوم مهاجرو په اړه انځوريز راپور.
انځور: Getty Images/K. Cucel
څوک له جگړې څخه تښتي او څوک له سیاسي تعقیب او فقره. بالاخره ويلای شو چې مشران د دې ټولو ستونزو بنسټ ایښودونکي او رامنځته کوونکي دي. په همدې منځ کې په میلیونونو ماشومان د خپل کور کلي پریښودو ته اړ او مهاجر شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski
په ټوله نړۍ کې د مهاجرو او بې ځایه شوو ماشومانو دقیقه شمیره معلومه نه ده. خو هغه څه چې روښانه ده دا دي چې جگړې، ناخوالو او فقر په میلیونو ماشومان په خپلو هیوادونو کې دننه او دباندي مهاجرت ته اړ ایستلي دي.
د ملگرو ملتونو سازمان د کډوالو ادارې د رپوټ پر بنسټ د هغو کډوالو ۳۶ سلنه ماشومان دي، چې د سوریې، عراق او افغانستان څخه د ترکیې او یونان ترمنځ د سمندر په خطرناکه لاره ځان اروپا ته د رسولو کوښښ کوي. له دغو لارو څخه د تیریدونکو کډوالو تر ۶۰ سلنه ډیر یې ښځې او ماشومان دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Tzortzinis
د هوا په يخېدو سره د مهاجر ماشومانو په رنځ او کړاو کې هم ډېرښت راغلی دی. د کډوالو بحران مهاجرو ته د رسیدگۍ په برخه کې اروپا هم بې وسه کړې ده. د مرستندویه سازمانونو بودیجه هم کفایت نه کوي. دغه سازمانونه د بالکان په مسیر کې د سرحدونو د بندیدو په صورت کې د یوه بشري ناورین خبره کوي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Barukcic
په هغو هیوادونو کې چې جگړه روانه ده د ماشومانو ژوند په خطر کې دی. شاید فقر هم د دوی ژوند ته گواښ پيښ کړي، خو د مهاجرت په مسیر کې هم د دوی ژوند له ستونزو سره مخامخ کیږي. په اوبو کې تر ډوبیدو او له یخنې څخه پر مړه کیدو سربیره، له کورنۍ څخه جلا کیدل او ورکیدل هم د ماشومانو ژوند تهدیدوي.
انځور: picture-alliance/dpa/Vassil Donev
په دې وروستیو کې د آلمان د جنایې چارو ادارې اعلان کړی دی چې شاوخوا ۵۰۰۰ زره کم سنه ماشوم مهاجر د روان میلادي کال په پیل کې د یوې لنډي مودې له پاره یا قسماً په موقتي ډول ورک شوي دي. د دغو ورک شوو مهاجرو ډېر ئې له ۱۴ تر ۱۸ کلونو پوري سن لري.
انځور: Getty Images/AFP/A. Nimani
مخکې تر دې «یورو پول» یا د اروپایې اتحادیې پولیسو اعلان کړی وو چې په تیرو دوو کلونو کې نژدې ۱۰ زره کم سنه ماشومان چې یوازي راغلي ول اروپا ته تر رسیدو وروسته لادرکه شوي دي. قانوني سن ته د نه رسیدلو ماشوم مهاجرو د هجوم له کبله اروپایې هیوادونه تر ۱۸ کلنۍ د کښته سن درلودونکي ماشومانو له پاره د استوگنځای له کمشت سره مخامخ دي.