1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کورنيو چارو وزارت: د داعش ۴۱۳ غړي له کورنيو سره تسليم شوی

۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت، امنيتي ځواکونو ته د داعش ډلې د څه باندې ۱۴۰۰ غړو د تسليمدو خبر وړکړی دی. دغه داعشيان له خپلو کورنيو سره په وروستۍ يوه مياشت کې د افغانستان حکومت ته تسليم شوي دي.

Afghanistan |  Gefangene in Khost
انځور: DW/O. Deedar

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د دسامبر ۶مه) وویل، چې تيره مياشت د داعش ډلې ۱۴۵۰ غړي د افغانستان حکومت ته تسليم شوي دي.

د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلي دي چې په تسليم شوو کسانو کې «۴۱۳ تنه د داعش ډلې جنګيالي او ۸۸۸ تنه نور د داعشيانو ښځې او ماشومان دي». اعلاميه کې زياته شوې چې تسليم شوی داعشیان او د هغوی کورنۍ اوس په ننګرهار ولايت کې ساتل کیږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د اعلاميې په حواله، په تسليم شوو داعشيانو کې بهرني اتباع او د هغوی د کورنيو غړي هم شامل دي. خو په اعلاميه کې د هغوی د هویت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د کورنيو چارو وزارت زياتوی چې د داعش ډلې دغه غړي او د هغو کورنۍ يې د افغان او نړيوالو ځواکونو د يو ګډ عمليات په ترڅ کې د سميې د اوسيدونکو په مرسته، حکومت ته تسلیم شوي دي.

دغه وزارت ادعا کوی چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د فعالیت مرکزونه او پټنځايونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم څه موده وړاندې ننګرهار ولايت ته د خپل سفر پر ترڅ کې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د ماتې خبر ورکړی وو.

د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار له ورستيو څو کلونو راهيسې د داعش د فعاليتونو شاهد وو. داعش ډلې په دغه ولایت کې وخت ناوخت له طالبانو سره هم نښتې درلودلي دي چې په ټوله کې دغه وضعيت د سيمې د اوسيدونکو ورځنی ژوند له ډيرو ستونزو سره مخ کړی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب