د کومو هيوادونو وگړي تر ټولو لنډ عمر لري؟
۱۳۹۵ بهمن ۱۴, پنجشنبهتر ټولو لنډ ژوند لرونکي وګړي چيري ژوند کوي؟
په نړۍ کي يو شمېر هيوادونه داسي سته چي پکښي وګړي يې اوسطا ۸۱ کاله ژوند کوي. خو په دغه انځوريز راپور کي د نړۍ هغه ۱۱ هيوادونه پېژندلای سئ چي وګړي يې اوسطا تر نورو ټولو لنډ ژوند کوي. په دغو ۲۳ انځورونو کي يې وګورئ:
۱۱ مقام: ۶۰ کاله، افغانستان، اسيا
۱۰ مقام: ۵۹ کاله، ګينيا، افريقا
۱۰ مقام: ۵۹ کاله، د کانګو ديموکراتيک جمهوريت، افريقا
۱۰ مقام: ۵۹ کاله، بورکينا فاسو، افريقا
۹ مقام: ۵۸ کاله، يوګانډا، افريقا
۹ مقام: ۵۸ کاله، مالي، افريقا
۹ مقام: ۵۸ کاله، استوايي ګينيا، افريقا
۸ مقام: ۵۷ کاله، زمبابوې، افريقا
۸ مقام: ۵۷ کاله، سويلي افريقا جمهوريت، افريقا
۸ مقام: ۵۷ کاله، بروندي، افريقا
۷ مقام: ۵۶ کاله، سويلي سودان، افريقا
۶ مقام: ۵۵ کاله، کامرون، افريقا
۶ مقام: ۵۵ کاله، سوماليا، افريقا
۶ مقام: ۵۵ کاله، ګينيا بيساؤ، افريقا
۶ مقام: ۵۵ کاله، موزمبيق، افريقا
۵ مقام: ۵۳ کاله، نيجيريا، افريقا
۴ مقام: ۵۲ کاله، انګولا، افريقا
۴ مقام: ۵۲ کاله، د عاج ساحل، افريقا
۴ مقام: ۵۲ کاله، چاد، افريقا
۳ مقام: ۵۱ کاله، سېراليون، افريقا
۳ مقام: ۵۱ کاله، د مرکزي افريقا جمهوريت، افريقا
۲ مقام: ۵۰ کاله، لېسوتو، افريقا
۱ مقام: ۴۹ کاله، سوازيلاند، افريقا
يادونه: دغه معلومات د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په دويمه نېټه د نړيوال بانک له وېبپاڼي اخيستل سوي دي. دغه معلومات په ۲۰۱۴ کال په هيوادونو کي د انسانانو د اوسط ژوند توقع په کالونو کي ښيي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (02.11.2016):
په کومو هيوادونو کې د زيات ژوند تمه کيږي؟
نړيوال اقتصادي فورم په يوه رپوټ کې د وګړو د متوسط عمر په اړه د ترسره شوې څيړنې نتايج خپاره کړي او هغه ۱۵ هيوادونه يې درجه بندي کړي چې وګړي يې اوږد متوسط عمر لري.
ناروې (۱۵ درجه / متوسط عمر ۸۱کاله)
په يوه هيواد کې د متوسط عمر لوړوالې په ډيرو عواملو پورې تړلې وي چې په هغه کې د امنيتي د کچې څخه نیولې د ژوند د کيفيت، د پرمختګ تر ميزان پورې شامل وي. ناروې د نړيوال اقتصادي فورم په دې درجه بندۍ کې ۱۵ ځای خپل کړې. دلته متوسط عمرڅه باندې ۸۱ کاله دی.
سويدن (رتبه ۱۴ / متوسط عمر: ۸۲ کاله)
د نړيوال اقتصادي فورم په دې درجه بندۍ کې شاملو کارپوهانو د څيړنيو په چوکاټ کې بيلا بيلې نظر پوښتنې هم ترسره کړي او د نورو سربيره یې د خلکو د روغتيايي وضعيت هم پوښتلی. سويدن د ۸۲ کالو متوسط عمر په درلودو سره په دې جدول کې ۱۴ ځای خپل کړی.
کانادا (درجه ۱۳/ متوسط عمر: ۷۲کاله )
څومره چې په يوه هيواد کې د روغتيايي سستم، زده کړو او همدا راز د ټولنیزو خدماتو کچه لوړه وي، هومره د خلکو متوسط عمر هم ډير وي. د کانادا وګړي په اوسط ډول ۸۲ کاله عمر کوي. په دې جدول کې دا هيواد ۱۳ ځای لري.
ایسلند (درجه ۱۲/ متوسط عمر: ۱ / ۸۲ کاله)
د ایسلند وګړي د سويدن، ناورې او کانادا د وګړو په پرتله يو څه اوږد عمر لري. د ماشومانو د مړينې او همدا راز د چاپيريال د ککړتيا د کچې ټيټوالې هغه عوامل دي چې د وګړو پر متوسط عمر اغیز لري.
جنوبي کوريا (درجه ۱۱ / متوسط عمر: ۲ / ۸۲ کاله)
په جنوبي کوريا کې د اقتصادي پراختيا او همکارۍ د سازمان د نورو غړو هيوادونو په پرتله د کار کچه ډيره لوړه ده. د اوسط کلني کار حجم يا بار د ۲۱۱۱ ساعتو څخه زيات دی. خو سربیره پر دې هم متوسط عمر د ۸۲ کالو څخه يو څه لوړ دی. د امنيت او په مدني برخه کې د خلکو فعاليتونه د متوسط عمر پر اوږدوالي بې اغیزه نه دي پاتې.
لوګزامبورګ (درجه ۱۰ / متوسط عمر: ۲ / ۸۲ کاله )
د کوګزامبورګ وګړي هم د ۸۲ کالو زيات متوسط عمر لري. دا هيواد چې کم نفوس لري، وګړي یې په ټولیزه توګه د روغتيا او نظافت په برخه کې ښه خدماتو برخمن دي. لوګزامبورګ په دې جدول کې ۱۰ مقام لري.
اسرائیل (درجه ۹ / متوسط عمر: ۲ / ۸۲ کاله)
په اسرائيلو کې متوسط عمر ۸۲/۲ کاله دی او په دې جدول کې ۹ ځای لري. د يادونې وړ ده چې د اسرائيل نارينه د نړي د نورو هيوادونو د نارينو په پرتله اوږد عمر لري.
استرليا (درجه ۸ / متوسط عمر: ۳ / ۸۲ کاله)
په دې جدول کې ۸ ځای استرليا خپل کړی. غربي کلتور او جوړښتونه او په عینې حال کې هوسا ژوند له يوه پلوه او له بله پلوه ښکلی او وحشي طبيعت د استرليا ځانګړتياوې دي. داسې بریښي چې دا متنوع ترکيب د ژوند پر کيفيت او همدا راز د متوسط عمر پر لوړ والي بې اغیزې نه دی پاتې شوی.
فرانسه (درجه ۷ / متوسط عمر: ۴ / ۸۲ کاله)
فرانسويان هم په متوسط ډول ۸۲/۴ کاله عمر لري او په جدول کې ۷ ځای لري. د ژوند کيفيت او خوندونه يې د فرانسويانو له پاره دير اهميت لري. دوی په ځانګړي توګه خپل خوراک ته پام کوي او په ورځني ژوند کې په مقایسوي توګه پخلي ته ډير وخت ورکوي. ښه او باکيفيته خواړه فرانسويانو ته ډير مهم دي.
سنگاپور (درجه ۶ / متوسط عمر: ۶ / ۸۲ کاله)
په تيرو دريو لسيزو کې په سنګاپور کې د روغتيايي خدماتو په برخه کې د پام وړ ښه والې د دې باعث شوی چې دلته د وګړو اوسط عمر ۸۲/۶ کالو ته لوړ شي. سنګاپور په ځانګړي توګه د پاکوالي له کبله شهرت لري. همدا راز مساعده هوا هم د دې لامل شوې چې خلک ډير عمر وکړي.
اېتاليا (درجه ۵ / متوسط عمر: ۷ / ۸۲ کاله)
«خوږ ژوند» (La Dolce Vita) هغه مشهور عبارت چې د اېتاليا او کلتور سره يې تړاو لري. کورنيو اړيکو ته پاملرنه او ښه خواړه او هوا هغه څه دي چې د دې هيواد د وګړو په اوږد عمر کې مهم نقش لري.
سویس (درجه ۴ / متوسط عمر: ۸ / ۸۲ کاله)
د سویس هيواد د نړيوال اقثصادي فورم په درجه بندۍ کې ۴ ځای لري. په سوېس کې تر ټولو اوږد عمر لرونکي يوه ميرمن ده چې ۱۱۳ کاله عمر لري. دا هيواد د ډير ښه اقتصاد خاوند دی او حکومت يې د وګړو هوساينې او روغتيا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هسپانيا (درجه ۳ / متوسط عمر: ۱ / ۸۳ کاله)
د هسپانیې وګړي په اوسط ډول څه باندې ۸۳ کاله ژوند کوي. دا هيواد د کار او ژوند، استوګنې، روغتيايي خدماتو او همدا راز د ټولنیزو اړيکو او امنيت له پلوه يو پرمختللې هيواد بلل کيږي. د هسپانيا وګړي په خپل ورځني ژوند کې استراحت ته خاصه پاملرنه کوي.
جاپان (درجه ۲ / متوسط عمر: ۶ / ۸۳ کاله)
جاپانيان چې ډير کاري او خواري کښ خلک بلل کيږي، په اوسط ډول ۸۳/۶ کاله عمر لري. څيړنو ښوولې چې هغه کسان چې اوږد ژوند يې درلودلای وو، تر اخر عمره پورې ډير فعال او په کار بوخت ول. د څيړونکو په آند کار او فعاليت د دې باعث ګرځي چې سړی په جسمي توګه روغ پاتې شي او وروسته زوړ شي.
هانګ ګانګ(درجه ۱ / متوسط عمر: ۸۴ کاله)
سره له دې چې د هانګ ګانګ هوا ډيره پاکه نه ده، خلک یې په اوسط ډول ۸۴ کاله عمر لري. هانګ ګانګ د نړيوال اقتصادي فورم د «ژوند د تمې» په درجه بندۍ کې لومړۍ مقام خپل کړی. ويل کيږي چې د درملنې ښه سسټم او صحي خوراک د هانګ ګانګ د اکثريت وګړو د اوږد عمر له لاملونه څخه دي.