دغه خبره د اقتصادي همکارۍ او پراختیايي سازمان- OECD د هغه رپوټ څخه معلومیږي، چي د جرمني د کار او اجتماعي مسایلو په فرمایش یې تهیه سوی دی. د دغه رپوټ تهیه کونکو، کوم چي پرون جمعه په برلین کي وړاندي سو، په همدې خاطر د اګست میاشتي څخه د اکتوبر تر نیمايي پوري د تقریبأ ۳۰۰۰۰ کسانو څخه په ټوله دنیا کي پوښتني کړي دي. د هغوی اکثریت په انټرنیتي صفحه (Make It In Germany ) کي په جرمني کي د کار کولو او مهاجرت سره علاقه ښوولې ده.
د نشر سوو ارقامو په حواله ۷۴ فیصده پوښتل سوو کسانو عالي تحصیلات درلودل، ۱۵ فیصدو یې د معلوماتي تکنالوژۍ (IT) مسلکي زده کړي درلودې او ۹۰ فیصدو یې نه عالي تحصیلات او نه هم مسلکي زده کړي کړي وې. ۷۰ فیصده پوښتل سوي کسان نارینه او تقریبأ نیمايي یې مجرد وه.
رپوټ: جرمني ۱۳۷۰۰۰ مسلکي کمپيوټرپوهانو ته اړتيا لري
نور تقریبأ ۸۰ فیصده په دې نظر ول، چي خپل فامیلونه هم د ځانونو سره راولي.
پوښتل سوو کسانو په دې لار کي تر ټولو لوی خنډ په کار پسي ګرځیدل بللی دی. ډیری نه پوهیدل چي په جرمني کي د کار عرضې چیري او څنګه پیدا کیږي او یا څنګه د کارفرمایانو سره ارتباط قایم کړي. ځکه نو هغوی په دې لار کي د لا ډیر کومک او ملاتړ آرزو لري.
تیر کال د آلمان په مختلفو کمپونو کې ۹۳۰۰ مهاجرو په بیلابیلو څانګو کې د مسلکي زده کړو فرصتونه ترلاسه کړي دي. دا چې د کومو هیوادونو ډیرو مهاجرو دغه چانسونه ترلاسه کړي دي په دې انځوریز رپوټ کې یې لوستلای شئ.
انځور: D. Kaufmannپه ۲۰۱۷ م کال کې ۳۴۷۰ افغان پناغوښتونکو او مهاجرو د آلمان په مختلفو برخو کې د مسلکي زده کړو چانسونه ترلاسه کړي دي.
انځور: DW/A. Grunauسوریایې مهاجر د شمیر له پلوه په آلمان کې تر ټولو ډیر دي، خو په دوی کې یوازې ۲۷۰۰ یې مسلکي زده کړې ترلاسه کوي چې په دې برخه کې تر افغانانو شاته پاتې دي.
انځور: DW/Aasim Saleemد ټول آلمان په کچه د مهاجرو په کمپونو کې ۸۰۰ عراقي مهاجر د مسلکي زده کړو پر ترلاسه کولو بوخت دي.
انځور: picture alliance/dpa/W. Kastlآلماني ادارو او شرکتونو د افریقایې هیواد ایرتیریا ۷۱۰ تنه مهاجر د مسلکي زده کړو په برخه کې منلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorstکه څه هم په آلمان کې د ایران n پناغوښتونکو شمیر دومره لوړ نه دی، خو ایراني مهاجر د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو له پلوه په پنځم ځای کي دي. د دغه هیواد ۵۷۰ تنه مهاجر په آلمان کې پر مسلکي زده کړو بوخت دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadiپاکستاني مهاجر په دې برخه کې په شپږم مقام کې دي. تیر کال ۴۵۰ پاکستاني مهاجرو په آلمان کې د مسلکي زده کړو چانس ترلاسه کړی دی.
انځور: DW/R. Fuchsد سومالیا مهاجر په دې برخه کې اووم مقام ترلاسه کړی دی. ۳۲۰ سومالیایې مهاجرو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره شوې ده.
انځور: DW/A. Peltnerد افریقایې هیواد نایجیریا ۲۸۰ تنو مهاجرو تیر کال په آلمان کې د مسلکي زده کړو چانس ترلاسه کړی دی.
انځور: A.T. Schaefer