1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستکویټ

د کويټ په پارلماني ټاکنو کې دوې ښځې هم بريالۍ شوي

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

د کويټ ملي اسمبلې په ټاکنو کې دوې ښځې په داسې حال کې بریالی شوي، چې د پارلمان د ۵۰ څوکيو څخه ۲۸ ېې اپوزسیون ګټلی دی. د درې وزيرانو په ګډون د پارلمان ۲۰ پخواني وزيران بهر شوي دي.

د کويټ پارلمان
د کويټ پارلمانانځور: Getty Images/AFP/Y. Al-Zayyat Getty Images/AFP/Y. Al-Zayyat Getty Images/AFP/Y. Al-Zayyat Getty Images/AFP/Y. Al-Zayyat Getty Images/AFP/Y. Al-Zayyat

دوې بريالۍ شوې ښځې پخوانۍ وزیره، جنان بوشهري او علي الخالد دي چې په بریا سره ېې د کويټ په پارلمان کې د ښځو موجودیت تظمينوی.

د ۲۰۲۰م کال په انتخاباتو کې د کويټ پارلمان ته ټول غړي نارینه وتلي وو. د کويټ پارلمان تر اوسه پوري تر څلور ډېرې ښځينه غړې هيڅکله نه دي درلودلي.

د پنجشنبې انتخابات په کويت کې د ېوې لسیزې په جریان کې شپږمه دوره انتخابات دي چې ترسره کيږي.

له ۱۹۶۲ راهیسې چې په کويټ کې پارلماني نظام رامنځ ته شوی تر اوسه ۱۸ ځله انتخابات ترسره شوي دي. کويټ چې له سعودي عربستان، ایران او عراق سره سرحد لري، په نړۍ کې د نفتو یو شتمن هیواد دی. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب