د ملگرو ملتونو په حواله په نړۍ کي د کوچنیانو واکسينولو کچه د کرونا وبا مخکي کچي ته نه ده رسېدلې. د شري پر وړاندی د نه واکسین سوو کوچنیانو څه د پاسه نیمايي برخه د افغانستان په گډون په لسو بحراني هیوادونو کی ژوند کوي.
اعلان
په ملگرو ملتونو کې د کوچنیانو د ملاتړ ادارې (یونسف) او د روغتیا نړیوال سازمان په گډه د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی، چي د کرونا مخکي وخت یعنی د ۲۰۱۹ کال د شمیرو په پرتله، لا نور ۲،۷ میلیونه کوچنیان یا هیڅ او یا هم په نیمگړي ډول واکسین سوي دي.
د دغو معلوماتو له مخي، په ۲۰۲۳م کال کي یوازي ۸۴ سلنه هغه کوچنیان چي د واکسین کیدو په عمر کي دي، د دیپتیري، تیتانوس او ټوخي پر وړاندي د واکسین درې دوزونه تر لاسه کړي دي. دا په دې معنی چي د ۲۰۲۲م کال په پرتله د کوچنیانو د واکسین کولو کچه ښه سوې نه ده.
یونسف او د ډبلیو اچ او، بیا انتقاد کوي چي له بلې خوا دا په دې معنی هم ده چي د کرونا وبا پر وخت، د واکسین کولو په کچه کي تر د پام وړ کمښت وروسته په ۲۰۲۲ کال کي پرته له یو څه ښه والي نور کوم پرمختگ نه دی سوی.
د روغتیا نړیوال سازمان استازې، کیټ او- براین دا خبره مني: «موږ شاته پاته یو.» په ۲۰۱۹م کال کي د واکسین کولو کچه ۸۶ سلنه وه.
د دوشنبې په ورځ د خپاره سوو شمېرو له مخي تیر کال په نړۍ کي ۱۴ اعشاریه ۵ میلیونه کوچنیانو حتی هیڅ ډول واکسین نه دی ترلاسه کړی. په ۲۰۲۲م کال کي يې شمیر ۱۳،۹ او ۲۰۱۹م کال کي یې شمېر ۱۲،۸ میلیونه وو. د نه واکسین سوو کوچنیانو نیمايي برخه په ۳۱ بحراني هیوادونو کي ژوند کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان، د شري پر وړاندي واکسین لگولو کي له خلا څخه اندېښنه ښيي. د نوموړي سازمان مشر، ادهانوم گیبریسوس، خبرداری ورکوي چي «د شري ناروغۍ پر وړاندي واکسین لگولو کي موجوده تشي هغه خنډ گرځیدلی دی چي په زیان منونکي ډول اغیز کوي.»
د نوموړي د معلوماتو له مخي د شري پر وړاندی د نه واکسین سوو کوچنیانو څه د پاسه نیمايي برخه د سوډان، یمن او افغانستان په گډون په لسو بحراني هیوادونو کي ژوند کوي.
د بدن دفاعي سیستم له پاره د ویټامن سي ارزښت
نړۍ د کرونا له وبا سره مخامخ ده، داسې یوه وبا چې پر وړاندې یې نه درمل او نه هم واکسین جوړ شوی او یوازې د بدن دفاعي سیستم یې پر وړاندې مبارزه کوي. د بدن د دفاعي سیستم د غښتلي کولو له پاره ویټامین سي څومره ارزښت لري؟
انځور: picture-alliance/Zoonar/D. Freigner
ما نوش جان کړه!
زیاتره تي لرونکي حیوانات کولی شي چې ویټامین سي سنتز کړي یعنې په خپله یې تولید کړي، خو انسانان بیا دغه کار نه شي کولی. موږ باید د بدن د اړتیا وړ ویټامینونو د خوړو له لارې ترلاسه کړو. ویټامین سي په کیوي، نارنج، مالټه او د غنچه یي کلم [کرم]، بروکلي او دلمه مرچو کې موندل کیږي. له بده مرغه سبزیجات د تودوخې پر وړانډې حساس دي نو له دې کبله د پخلي پر مهال باید له پامه کار واخیستل شي.
انځور: picture-alliance/Zoonar/S. Schnepf
د بدن له پاره د ویټامین سي ارزښت
ویټامین سي داسي شی نه دی چې ووایو «ښه ده چې لږ خو باید ولرو»، بلکې دغه ویټامین د ډیر عمر لرونکو کسانو، ناروغانو او هغو کسانو له پاره چې غوښه نه خوري، ډیر مهم دی. ویټامین سي د ټولو انسانانو په بدن کې په یوه ډول عمل کوي او ارزښت یې هم په ټولو کې یو شان دی. ویټامن سي بدن ته انرژي نه ورکوي، بلکې د دفاعي سیستم د غښتلي کولو او د سلولونو د سوځیدو او جوړیدو په پروسه کې ډیر مهم نقش لوبوي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gabbert
انټي اوکسیډونه او د آزادو راډیکالونو له منځه وړل
انټي اوکسیډونه په خوړو کې مغذي مواد دي. ویټامین سي د یوه انټي اوکسیډونه په توګه، د اکسیجن د آزادو راډیکالونو زیانونه را ټیټوي. دغه راډیکالونه په بدن کې د سلولونو د جوړیدو او سوځیدو د طبیعي پروسې په پایله کې رامنځ ته کیږي. په دې ترتیب سره، د تنباکو په څیر عناصر په بدن کې په چټکۍ سره د اوکسیډیشن سبب ګرځي او په پایله کې یې آزاد راډیکالونه هم جوړیږي. دغه مسئله، په بدن کې ویټامین سي ته اړتیا ډیروي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Rothermel
د انزایمونو د فعالیت له پاره ځمکني توت
په ځمکني توتو یا سټرابیري کې شته ویټامین سي نه یوازې بدن د اکسیجن د آزادو راډیکالونو پر وړاندې خوندي ساتي، بلکې په دغه میوه کې موجود ویټامین سي په بدن کې د مختلفو انزایمونو لکه د پروتینونو د ترکیب له پاره یو اساسي فکتور شمیرل کیږي. نو کله چې زخمونه ژر نه رغیږي، ښايي دلیل یې په بدن کې د ویټامین سي کمښت وي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst
د میوو له لارې له ناروغیو سره مبارزه
د دې له پاره چې د انسان بدن د عفونتونو یا ناروغیو پر وړاندې ښه مبارزه وکړي، بدن ویټامین سي ته ضرورت لري. ویټامین سي د انټي اوکسیډانټ په توګه نه یوازې د سلولونو د ساتنې دنده لري، بلکې د عفونتونو پرمهال هم د بدن ساتنه کوي. دغه کار د دې سبب ګرځي چې دفاعي مهاجرې حجرې یا په اصطلاح نوتروفیلونه په بدن کې د عفونت سیمې ورتګ ته متحرکې شي او د میکروب پر وړاندې مبارزه وکړي.
انځور: picture-alliance/Panther Media/R. Tsubin
وقایه او د ځان ساتنه
د ویټامین سي شدید کمښت کولی شي چې د السکوربوت وژونکې ناروغۍ سبب وګرځي چې له کبله یې زخمونه یا ټپونه ژر ونه رغیږي. دغه ناروغي د پوست د شینوالي، د ویښتو او غاښونو د زیانمنیدو او همدا راز د مفصلونو د درد سبب هم ګرځي. ورځ کې د ۱۰ ملي ګرامه ویټامین سي مصرف د دغه ناروغۍ پر وړاندې د بدن د غښتلی کولو له پاره کفایت کوي. ویټامین سي همدا راز د زړه د ناروغیو، د وینې د لوړ فشار او د مغزي سکتې خطر هم کموي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen
د بدن له پاره څومره ویټامین سي کفایت کوي؟
د مصرف کوونکو د محافظت د مرکز د معلوماتو پر اساس، د نارینه وو له پاره په ورځ کې ۱۱۰ملي ګرامه او د ښځو له پاره بیا ۹۵ ملي ګرامه ویټامین سي کفایت کوي. د اورګن د ایالتي پوهنتون څیړونکو د ډیر عمر کسانو ته په ورځ کې د ۴۰۰ ملي ګرامه ویټامین سي د مصرف سپارښتنه کړې ده. دغه اندازه ویټامین سي زیان نه لري او که چیرته په بدن کې یې کچه لوړه شي، د ادرار یا بولو له لارې بیرته دفع کیږي.