1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوکا کولا لخوا د اقلیمي کنفرانس پر سپانسر کیدو انتقاد

۱۴۰۱ آبان ۲۲, یکشنبه

صحي او اقلیم ساتونکي سازمانونه پردې باندي په قهر دي، چي په مصر کي د اقلیمي کنفرانس اصلي سپانسر ولي کوکا کولا وه.

Coca-Cola-Dose Meer Müll
انځور: Hinrich Bäsemann/picture alliance

ملگرو ملتونو ته د۶۰ صحي سازمانونو په یوه سرخلاصي لیک کي راغلي دي: «کوکا کولا په نړۍ کي د پلاسټیکي کثافاتو یو تر ټولو لوی ککړونکی شرکت دی، چي محصولاتو ته یې د چاغۍ، غاښو د خرابیدو او نه سرایت کیدونکو مريضیو، لکه سرطان یا شکري سره ارتباط ورکول کیږي.» په خط کي همدارنگه راغلي دي، چي به آینده کي باید د ملگرو ملتونو د اقلیم ساتني سکرتریت په اقلیمي کنفرانسونو کي د ټولو هغو شرکتونو تأثیر او اغیزه محدود کړي، کوم چي اقلیم او صحت ته تاوان رسوي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب