1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د کيف پر روغتون بريد؛ امريکا د هوايي دفاع ژمنه کړې

۱۴۰۳ تیر ۱۹, سه‌شنبه

جو بایدن، تر هغه وروسته چې د اوکراين څو ښارونه د روسیې د هوایي بريدونو هدف وګرځېدل، د اوکراين د هوايي دفاع د پیاوړي کولو ژمنه کړې ده. په کیف کې د ماشومانو يو روغتون هم په نخښه شوی دی.

په کيف کې د ماشومانو يو روغنتون په نخښه شوی
په کيف کې د ماشومانو يو روغنتون په نخښه شویانځور: Evgeniy Maloletka/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن، ويلي دي چې د اوکراين پر څو ښارونو د روسیې توغندیز بريدونه «د روسیې د وحشت يوه بوږنونکې يادونه» وه.

د اوکرايني چارواکو په حواله د تيري ورځې (۲۰۲۴م کال د جولای ۸) په ترسره شويو دې تازه بريدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۵۴ نور ټپيان شوي دي. په کيف کې د «اوخماتداېت» د ماشومانو روغتون هم هدف ګرځيدلی چې په اوکراين کې د ماشومان تر ټولو ستر روغتون دی.

بایدن، په يوه اعلاميه کې ویلي دي چې امريکا او د ناټو متحدين به د اوکراين د هوايي دفاع د پياوړي کولو له پاره د نویو تدابیرو اعلان وکړي.

بایدن، وويل: «مهمه ده چې د نړۍ هېوادونه په دې مهمه شيبه کې د اوکراين ترڅنګ ودريږي او دا چې موږ د روسیې اشغال نه هيروو.»

خو بايدن په دقیقه توګه ونه ويل چې کوم دافع هوا سیسټمونه به اوکراين ته ورکړل شي.

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، تر دې دمخه ويلي ول چې اوکراين د پاتريوت میزايل لږ تر لږه اوه بيتريو ته اړتیا لري څو د روسیې بريدونه خنثی کړای شي.

په جون میاشت کې په ايتاليا کې د جي – ۷ غونډې په څنډه کې، بايدن ويلي ول چې پنځو هېوادونو ژمنه کړې ده چې اوکراين ته به «ډېر ژر» اضافي دافع هوا سیسټمونه ورکړل شي.

بريتانيا او پولند هم د اوکراين ملاتړ پراخوي

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، او د پولند لومړي وزير دونالد توسک، د دوشنبې په ورځ په وارسا کې يو دوه اړخیز امنيتي تړون لاسلیک کړ.

دا تړون به پولند ته اجازه ورکړي چې د دغه هېواد پر لور د روسیې له خوا فېر شوی بالقوه توغندي د اوکراين له هوايي قلمرو څخه د تېريدو پر مهال را واچوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو نوي وزير دېود لامي، هم د اوکراين د کلک ملاتړ هوډ څرګند کړی دی.

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟

03:15

This browser does not support the video element.

د آلمان د روغتيا وزير کارل لاوترباخ، هم په کيف کې د روسیې په بريد د اغیزمن شوي ماشومانو له روغتون سره د مرستې وړاندیز کړی دی.

د دوشنبې په ورځ څه پېښ شوي ول؟

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جولای ۸) روسیې د اوکراين پر څو ښارونو چې پلازمېنه کيف هم پکې شامل وو، د توغنديو بريدونه وکړل.

د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، وويل چې روسیې د اوکراين په جنوب او ختیځ کې د پنځو ښارګوټو او ښارونو پر لور يو شمير توغندي وتوغول.  

نوموړي وویل چې په دې بريدونو کې د دريو ماشومانو په ګډون ۳۷ کسان وژل شوي او تر ۱۷۰ ډېر نور ټپیان دي.

امنيت شورا د سه شنبې په ورځ د بريتانيا، فرانسې، ايکوادور، سلوانيا او امريکا په غوښتنه يوه غونډه رابللې ده، چې څو د ماشومانو پر روغتون د بريد په تړاو بحث وشي.انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

دا بريد د اوکراين د متحدينو له خوا سخت وغندل شو. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ماتيو مېلر، پر روسیې «د ملکي زیربناو په قصدي توګه د په نښه کولو» تور ولګاوه او د اروپايي اتحادیې لوړپوړي ديپلومات جوزيپ بورېل، روسیه د «ملکي اوکراينيانو په بې رحمۍ سره د هدف ګرځولو» له کبله وغندله.

د اوکراين له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې دېنس براون، ټينګار وکړ چې د نړيوالو بشري قوانينو پر اساس روغتونونه ځانګړی محافظت لري.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سه شنبې په ورځ د بريتانيا، فرانسې، ايکوادور، سلوانيا او امريکا په غوښتنه يوه غونډه رابللې ده، چې څو د ماشومانو پر روغتون د بريد په تړاو بحث وشي.

روسیې د ملکي زيربناو د په نخښه کولو تورونه رد کړي دي او ټينګار یې کړی دی چې يوازې پوځي هدفونه یې هدف ګرځولي دي. د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې ده چې په کيف کې زيان د «اوکراين دافع هوا میزايل» اړولی دی.

ب. ص/ ن. ز ((AP, AFP, Reuters, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب