له اوکراين څخه رسېدلي تازه رپوټونه وايي چې د چهار شنبې په سهار د پلازمېنې کيف په شا او خوا سيمه کې د پرله پسې چاودنو غږونو اوريدل کیږي. د روسي پوځيانو کاروان کيف ته نزدې دی او د دې امکان شته چې روسي ځواکونه د دې ښار بشپړې کلابندۍ ته چمتووالی نيسي.
په دې ترڅ کې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي يو ځل بيا د مقاومت د دوام خبرې کړې ده. هغه وويل: «موږ به په ځنګلونو، کروندو، ساحلونو او کوڅو کې وجنګيږو.» نوموړي دا څرګندوني د بريتانيا د پارلمان د استازو مجلس ته د وينا پر وخت وکړې.
د امریکا متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې سي آې ای مشر ويليم برنز د سه شنبه په ورځ ويلي ول چې روسيه ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د کيف په کلابندۍ لاس پورې کړي. نوموړي د کانګرس غړيو ته وويل: «زما په آند پوتين دمګړۍ ناراضي او مايوس دی. هغه به ښايي د ملکيانو د وژل کيدو پرواه ونه کړي او کيدای شي هڅه وکړي چې د اوکراين پوځونه لا په کلکه وځپل شي.»
د امریکا د استخباراتي چارواکو د اټکلونو پر اساس پر اوکراين د روسیې د بريد له پېل راهيسې تر اوسه له دوو تر څلورو زرو په منځ کې روسي پوځيان وژل شوي دي خو د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت بيا ادعا کوي چې تر اوسه يې ۱۲ زره «روسي اشغالګر پوځيان» وژلي دي.
له سومي ښار څخه د زرونو کسانو وتل
د روسیې پوځ د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې د چهار شنبې په ورځ به د مسکو پر وخت د سهار له لسو بجو څخه د اوربند د عملي کولو وړانديز وکړي، څو ملکيانو ته د اوکراين له څلورو ښارونو څخه د وتلو اجازه ورکړای شي.
خو اوکراين پر روسیې تور لګولی دی چې له سويلي بندري ښار ماريوپل څخه یې د ښاريانو د وتلو له پاره د خوندي دهليز اعلان کړی وو، خو کله چې تخليه پېل شوه نو روسي ځواکونو پر خلکو بريد وکړ.
د اوکرايني خبري آژانس يو اين آې ای په حواله د هيواد مرستيالې وزیرې ارينا ويريشچک ويلي چې له شمال ختیځ ښار سومي څخه په زرونو وګړي وتلي دي. هغې ويلي دي چې په دې کې ۵۰۰۰ اوکرايني اتباع او ۱۷۰۰ خارجي محصلين شامل ول. د نوموړې په حواله د سره صليب په منځګړيتوب دا تخليه بريالۍ وه.
د سره صليب په حواله تقريباً ۲۰۰ زره کسان اوس له ماريوپل ښار څخه د وتلو ته په انتظار دي.
له روسیې څخه د تیلو او ګازو پر وارداتو بندیز
د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن د سه شنبې په ورځ له روسیې څخه د تيلو او ګازو پر واردولو بندیز اعلان کړ. هغه وويل: «دا د روسیې د اقتصاد د ملا تير دی چې موږ هدف ګرځولی دی. موږ نه شو کولای د پوتين د جګړې برخه وګرځو.»
بايدن وويل چې د دې تازه ګام موخه روسيې ته پر اوکراين د بريد له کبله جزا ورکول دي.
د جګړې او نورو بندیزونو له ويرې په نړيوال بازار کې د تیلو د بيو د لوړيدو اندېښنه موجوده ده. په دې ترڅ کې بايدن شرکتونو ته «د تيلو په بيو کې تر حد زيات لوړوالي» څخه هم خبرداری ورکړی دی.
بايدن وويل چې د تيلو پر وارداتو د بندیز دا پريکړه موږ له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له خپلو اروپايي شريکانو سره تر مشورې وروسته کړې ده.
پر روسیې د نړيوالو بندیزونو لړۍ دوام لري او د کوکا کولا او پيپسي په څېر شرکتونو هم په روسیه کې د خپل فعاليت د ځندولو اعلان کړی دی. تر دې دمخه مکدونالدز هم په روسیه کې خپل فعاليت درولی وو.
ب. ص/ ن. ز (dpa,afp,ap,Reuters)
زموږ له آرشيف څخه:
د اوکراینیانو پر ژوند د جګړې بد سیوری
پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید د یوې اونۍ په تیریدو د دغه هیواد ګڼ ښارونه اوس بله څیره لري. ویجاړي، وران شوي کورونه او په اورونو کې سوځیدلې او ویجاړې شوې ودانۍ اوس هر چیرته تر سترګو کیږي. نور انځورونه یې دلته:
انځور: Emilio Morenatti/dpa/AP/picture allianceپر اوکراین د روسیې د برید اوومه ورځ
د کیف ښار ته نیږدې د بورودیانګا کوچني ښارګوټي کې د مارچ میاشتې په دومه نیټه چاودنې شوي دي او د روسیې له لوري په دغه ښار کې ګڼ شمیر ودانۍ په نخښه شوي دي. بل لوري ته ګڼ شمیر روسي پوځي موټر او ټانکونه چې د کتار اوږدوالی یې نیږودې ۵۶ کیلومترو ته رسیږي، اوس د اوکراین پلازمینې کیف ته نیږدې شوي دي.
انځور: Alisa Yakubovych/EPA-EFEکیف ښار ته نیږې یوه ویجاړ شوي پله اوس د خلکو د تګ راتګ له پاره ستونزې راولاړې کړي دي. دغه پل د روسیې د توغندیو په برید کې ویجاړ شوی دی. سربیره پر دې، روسیې د اوکراین پر سترو ښارونو باندې هم خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی.
انځور: Emilio Morenatti/dpa/AP/picture alliance د ملکیانو کورونه هم په نخښه کیږي
د اوکراین په هورنکا ښار کې روسیې یو شمیر کورونه هم ویشتلي دي. ملګرو ملتونو بیا د اوکراین جګړه ځپلو ته د لږ تر لږه ۱،۵ میلیارده یورو مرستې غږ کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي سازمان په حواله له دې پیسو به ۹۸۰ میلیونه یې په اوکراین کې دننه د اړتیاوو د پوره کولو او ۴۹۲ میلیونه یورو یې بیا د اوکرایني جګړه ځپلو له پاره بیلې کړي دي.
انځور: Vadim Ghirda/AP/picture alliance د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو بریدونه
د روسیې د ځواکونو سربیره د روسي پلوه بیلتونپالو له لوري هم د اوکراین په ګڼ شمیر سیمو کې بریدونه شوي او دلته په هورلیفکا ښار کې خلک د دغو پیښو شاهدان دي. د هورلیفکا ښار د اوکراين دونيڅک سیمه کې پروت دی چې د بیلتونپالو په کنټرول کې دی.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERSد روسیې تر پوځي برید وروسته د لومړي ځل له پاره د دوشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په لومړۍ نیټه د اوکرایني مهاجرینو لومړۍ ډله د ریل ګاډي په واسطه برلین ته ورسیدله. د آلمان پلازمیې برلین او د دې هیواد ګڼ شمیر ایالاتونو د اوکراینې مهاجرینو د منلو له پاره ټټر وهلی دی. سربیره پر دې، د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو هم له اوکراین څخه د خپلو اتباعو په ایستلو پیل کړی دی.
انځور: Hannibal Hanschke/Getty Imagesد روسیې تر پوځي برید وروسته له ټولۍ نړۍ څخه ګڼ شمیر اوکرایني وګړو د روسیې پر خلاف د وسلې پورته کولو له پاره اوکراین ته سفر کړی دی. په انځور کې یوه ډله اوکراینان لیدل کیږي چې د جګړې له پاره بیرته اوکراین ته ورګرځي.
انځور: Max Zander/DWد کیف ښار ته نیږدې په بوچا ښار کې یو اوکرایني وګړۍ د روسیې د سوځل شویو ټانکونو او پوځي تجهیزاتو تر څنګ تیریږي. روسیې بیا په تیرو څو ساعتونو کې د اوکراین پر خارکیف ښار شدیده بمباري کړي او ګڼ شمیر پوځی او غیر پوځی اهداف یې ویشتلي دي.
انځور: Serhii Nuzhnenko/AP/picture allianceد پولیسو مرکز د اور په لمبو کې
د چهارشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په دومه نیټه روسي ځواکونو په خارکیف ښار کې هم شدیده بماري کړې ده چې له کبله یې د پولیسو یوه ودانۍ هم ویجاړه شوې ده. اوکراین ویلي چې د روسیې د پوځي برید له پیل راهیسې نیږدې ۲۰۰۰ اوکراینیان وژل شوي دي او سلګونه کورونه او ودانۍ هم ویجاړې شوي دي.
انځور: Ukraine State Emergency Service/AA/picture allianceد اوکراین د مختلفو ښارونو اوسیدونکي د روسیې د پوځي برید له پاره چمتووالی نیسي. روسیې بیا په دې ترڅ کې ویلي چې تر اوسه پورې یې ۴۹۸ تنه روسي سرتیري وژل شوي او ۱۵۹۷ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.
انځور: Vyacheslav Madiyevskyy/REUTERS روغتیايي مرکزونه او ستونزې یې
د روسیې د پوځي برید په نتیجه کې د اوکرایني چارواکو په خبره ګڼ شمیر روغتونونه هم په نخښه شوي دي. په انځور کې لیدل کیږي چې ناروغې میرمنې او نوي زیږیدلي ماشومان تر ځمکې لاندې یوه روغتون ته تللي. ګڼ شمیر اوکرایني وګړي د هوايي بریدونو له ویرې خوندي ځایونو او تر ځمکې لاندې سیمو ته پنا وړي.
انځور: Emilio Morenatti/AP/picture alliance