د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو پروګرام پر ځنډېدو دی
۱۳۹۲ دی ۸, یکشنبه
ملګرو ملتونو په اول وار دا منلې ده چې سوریه به تر ټاکلي ضرب الاجل پوري له خپل ټول هیواد څخه د کیمیاوي وسلو د انتقال کار په بشپړولو کې پاته راشي.
د ملګرو ملتونو او کیمیاوي وسلو د مخنوي نړیوالي ادارې (OPCW) له خوا د شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر۲۸) په یوه ګډه بیانيه کي راغلي دي:
«د سوريې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو او له دغه هيواد څخه د ايستلو کار له پاره تيارۍ رواني دي. خو په دې برخه کې پرمختګ ته په کتلو سره د دسمبر میاشتي تر ۳۱ نیټې پوري د ټولو کیمیاوي وسلو انتقالول ممکن نه دي».
د دغو نړيوالو ادارو له خوال په يوه ګډه خپره شوې بیانیه کي دا هم ویل شوي دي چې درې میاشتي دمخه د دمشق حکومت له خوا د وړاندي شوي دغي پروژې په برخه کي ډیر پرمختګ شوی دی.
د دغي بیانیې پر بنسټ د سوريې حکومت تر ټاکلي نېټې دمخه د کیمیاوي وسلو او د هغو د تاسیساتو د لمنځه وړلو کار پيل کړی وو. دغه راز سوريي د هغو توغنديو د لمنځه وړلو کار هم بشپړ کړی دی، چې د کیمیاوي وسلو د انتقال په برخه کې کار ځني اخیستل کیږي.
ملګرو ملتونو او د کیمیاوي وسلو د لمنځه وړلو ادارې(OPCW) د کیمیاوي وسلو د لمنځه وړلو په برخه کې د بشار الاسد حکومت د کوښښونو ستاینه کړې ده.
د دغو ادارو په حواله د سوريې حکومت باید په دې برخه کې خپل کوښښونه لا ګړندي کړي، ترڅو ټاکلي اهداف ترلاسه کړای شي.
په دغه بيانيه کي د ملګرو ملتونو د يوه ویاند مارټین نیسرکي، له خوا ویل شوي دي: «په تیرو درو میاشتو کي د دې کار څو پړاونه بشپړ شوي دي او د کیمیاوي وسلو د لمنځه وړلو په برخه کې هم پرمختګ روان دی».
د یادوني وړ ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په خپله بیانیه کې د سوريې د کیمیاوي وسلو د لمنځه وړلو په بهیر کې ځنډ او په دې برخه کې نوري نیوکې او ملاحظات رد کړي ول.
ټاکل شوې ده چې د کیمیاوي وسلو د مخنوي ادارې(OPCW) راتلونکې غونډه به د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې پر اتمه نېټه ترسره شي. په دغه غونډه کې به د سوريي پر موضوع د بحث تر څنګ په دې برخه کي د څارونکو ادارو کارونه هم و ارزول شي.
اټکل کیږي چې په دغه غونډه کې به په سوریه کې په بشپړه توګه د کیمیاوي وسلو د لمنځه وړلو له پاره نوې نېټه هم وټاکل شي. په سوريه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د حکومت پر ضد د وسله وال پاڅون په پایله کې د اټکلونو له مخې تر اوسه پوري نږدې ۱۳۰۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.