د کينيدي د قتل اړوند اسناد خپريږي، خو ټوله نه
۱۳۹۶ آبان ۵, جمعهد امريکا متحدو ايالاتو د بهرنۍ استخباراتي ادارې «سي آی اې» او کورنيو استخبارتو ادارې «اف بي آی» او نورو امنيتي ارگانونو ويلي دي چي د دغو مهمو اسنادو ځيني برخي بايد مخکي تر خپرېدو «وکتل» سي. ترمپ هم د پوليسو او استخباراتي سازمانونو د دې پريکړي هرکلی کړی دئ.
د امريکا د ملي آرشيف بنسټ د ترمپ په لارښووني ددغه هيواد د پخواني وژل سوي جمهوررئيس کينيدي په قتل پوري اړوند ۲۸۹۱ سندونه آزاد کړي دي، خو په دغه پراسراره قتل پوري مربوط ځينو اسنادو د آزادولو له پاره ئې۱۸۰ورځي وخت غوښتی دئ.
ترمپ په دې اړه ويلي دي چي تر دغه مهلت وروسته به ټول د «خپرېدو وړ» اسناد خپاره سي.
تيره اوونۍ ترمپ ژمنه وکړه چي د امريکا حکومت پتېيلې ده چي د دغه هيواد د پخواني جمهوررئيس جان اف کينيدي په قتل پوري اړوند ټول اسناد خپاره کړي. اوس دغه پريکړه تر يوه حده پوري سسته سوې ده.
د امريکا متحدو ايالاتو کانگرس په ۱۹۹۲م کال کي تصويب کړې وه چي د کينيدي په قتل پوري اړوند اسناد بايد علني سي او د هغوی د خپرولو نېټه ئې د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر مياشتي ۲۶ نېټه ټاکلې وه.
د امريکا پخوانی جمهوررئيس جان اف کينيدي د ۱۹۶۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۲۲ نېټه په دالاس کي ترور سو.
د دغه قتل د ارزوني له پاره ټاکلي سوي کمېټې، اعلان کړی وو چي قاتل هارلي اوسوالد يوازي عمل کړی وو او کوم شريک ئې نه لاره. اوسوالد دوې ورځي وروستي ناڅاپي ووژل سو.
د کينيدي له قتل راهيسي ددغي پيښي په اړه بېلابېل عوامل انگېرل سوي دي چي له هغې جملې څخه د سي آی اې په مرسته د کينيدي له ځای ناستي جانسون څخه نيولي بيا د کيوبا د کمونيستي رژيم تر دخالته او مافيايي عواملو پوري ياد سوي دي.
د کينيدي د قتل اړوند اسنادو په خپرېدو سره به دغه ماجرا او گومانونه روښانه سي.