یوې آلمانۍ ورځپاڼي لیکلي دي چې د مهاجرو له پاره د آلمان فدراله اداره د پناه غوښتني دوسیو د څیړلو له پاره د ژباړونکو له کمښت سره مخامخ ده. په تیره بیا د افغان، اریتریايي، سوريايي او عراقي ژباړونکو ته اړتیا شته.
انځور: Getty Images/S.Gallup
اعلان
دغه موضوع د آلمان د زرغون گوند پارلماني فراکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کي بیان کړې ده او آلمانۍ ورځپاڼي «راینیشن پوست» خبره کړې ده.
د خپور شوي خبر له مخې د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالې ادارې د اپریل میاشتي په پای کي ټول ټال ۳۱۰۱ ژباړونکي لرل. په دې توگه که د ۲۰۱۵ م کال په پای کي د ۳۶۴۰۰۰ مهاجرو د پناه غوښتني بهیر په نظر کي ونیول سي، نو د ۱۱۷ دوسیو پر سر یوازې یو ژباړونکی رسیږي. د هغو ژبو ترجمانانو ته چي ډیره اړتیا سته عربي، کوردي، فارسي، پښتو او تگرینیا (د اریتریا او ایتوپیا) ژبي دي.
د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالې ادارې د ژباړونکو د انتخاب له پاره ډیر عالي معیارونه نه دي ټاکلي بلکه د آلماني ژبي عادي تحصیل، یا د ژبي د کورسونو دولتي امتحان ورته کافي بلل سوی دی.
د زرغون گوند د اټکلونو پر اساس د ترجمانانو دغه قلت د دې سبب سوی دی چي د مهاجرو دوسیې همداسي د ډیر وخت له پاره پرتې وي او کار پرې و نه سي.
که غواړئ آلماني ژبه زده کړئ نو دا کارونه وکړئ
د یوې نوې ژبې زده کول اسانه کار نه دی. د دې له پاره چې تاسو ژر آلماني ژبه زده کړای شئ، دغه کارونه له تاسو سره مرسته کولی شي.
انځور: picture-alliance/dpa
هر څه چې مو زده وي، و یې کاروئ
په یوې نوې ژبې خبرې کول ستونزمن کار دی ځکه یو کس باید هغه څه چې تازه زده کړي وکاروي. له دې کبله که داسې څوک چې له تاسو سره په آلماني ژبه خبرې وکړي نه وي، نو تاسو باید به خپله ډیر تمرین وکړئ.
پر وړوکو کاغذونو باندې د هر هغه څه نومونه ولیکئ چې تاسو ترې هر ورځ کار اخلئ. دغه نومونه بیا پر دغو توکو باندې وچسپوئ. دا د ورځې په جریان کې د نویو کلمو د یادولو ښه لار ده. د دغو نومو جمع حالت په آلماني ژبه کې له هغوی سره کاریدونکي ارتیکل هم ولیکئ.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خلک ستاسو په خبرو پوه شي. دا په دې معنی نه ده چې ستاسو هره جمله دې په بشپړه توګه سمه وي. که تاسو په یوې جملې ګرامری غلطي وکړئ دا کومه لویه ستونزه نه ده.
انځور: Fotolia/lassedesignen
آلماني راډیو ته غږ شئ
کله چې تاسو تازه آلماني ژبه زده کوي ښايي دا ستونزمن کار وي چې تاسو په آلماني ژبه د راډیو په پروګرامونو پوه شئ. خو که تاسو ډیره راډیو واورئ، نو تاسو له آلماني ژبې سره لا ډیر اشنا کیدای شئ.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Schulze
داسې یو کس وموندئ چې تاسو ته آلمان ژبه زده کړي
تاسو کولای شئ داسي آلمانیان وموندي چې غواړي تاسو ته آلماني ژبه زده کړي او له تاسو خپله ژبه یاده کړي. له دې کار سره تاسو کولای شي له دغه کس سره مرسته وکړئ او په بدل کې مرسته ترلاسه کړئ.
انځور: Colourbox
د پخلي پر مهال له آلماني ژبې کار واخلئ
د دې له پاره چې تاسو د خوراکي توکو نومونه زده کړئ، د پخولو پر مهال د هغوی نومونه هم زده کړئ.
انځور: Deyan Georgiev/Colourbox
هغه کتابونه چې تاسو پیژنئ په آلماني ژبه ولولئ
هغه کتاب چې ستاسو خوښ وي په آلماني ژبه وموندئ او بیا یې ولولئ. دا چې دغه کتاب تاسو پخوا په یوې بلې ژبې لوستئ دی نو له تاسو سره مرسته کوي چې په آلماني ژبه هم له هغه څخه خوند واخلئ او نوي لغات زده کړئ.
انځور: Colourbox
آلماني سندرې واورئ او زده یې کړئ
مویزیک د یوې ژبې د زده کولو ډیره ښه لار ده. تاسو له دې سره هم سندرې اوریدای شئ او هم کولای شئ چې نوي لغات او جملې زده کړئ.
انځور: Getty Images/A. Rentz
فلمونه او یا تلویزیوني پروګرامونه په آلماني ژبه ووینئ
دا د آلماني ژبې د زده کړې او تفریح د سره یوځای کولو یوه ښه لار ده. په آلماني ژبه ډیر ښه فلمونه او تلویزیوني پروګرامونه شته چې تاسو آن کولای شئ هغه له انګلیسي لیکلي متن سره ووینئ.