1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو حضور د آلمان د بیکاري کچه ټیټولی شي

اژانسونه / ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۲, شنبه

یوې ورځپاڼې د شنبې په ورځ د آلمان د کار د وزیرې اندریا نیهلز، په حواله لیکلي دي چې دې هیواد ته سږ کال د سلونو زره پناه غوښتونکو د راتګ له کبله به د آلمان د بیکاري کچه ټیټه شي.

Deutschland Migranten Integration Deutsch-Kurse
انځور له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

دغې آلمانۍ چارواکې د «پاسور نویه پریسه ورځپاڼې» ته چې د آلمان د بایرن ښار او اتریش تر منځ دفتر لري، ویلي دي: «موږ به [د کډوالو کړکیچ] تنظیم کړو، خو دا د یوي شپې کار نه دی.»

هغې په دې اړه چې آلمان ته نوي رسیدلي کډوال په څومره موده کې کار په بازار او ټولنه کې ادغام شي، وویل: «د با ظرفیته کډوالو له پاره دا د یوې متوسطي فاصلې منډه ده، خو د نورو کډوالو له پاره دا د ماراتون [اوږدې منډې] په څیر ده

نیهلز زیاته کړه: «موږ باید دا فکر و نه کړو چې ټول کډوال له سختیو پرته ادغامولی شو. د دې له پاره موږ له هغه څه چې تمه لرو، لا هم اوږدي مودي ته اړتیا لرو.»

همداراز هغې دا هم زیاته کړه چې د کار بازار ته د ننوتو له پاره د آلماني ژبې زده کړه اړینه ده او د دې له پاره چې ټول کډوال په آلماني ژبه حاکم شي یوي اوږدي مودې ته اړتیا شته.

خو هغه وایي چې د نویو کډوالو له راتګ سره به هغو آلمانیانو ته د کار زمینه برابره شي چې د کار په لټه کې دي. هغې وویل: «په حقیقت کې له کډوالو سره د مرستې په برخه کې به په زرهاوو نوې دندې رامنځ ته شي: د بیلګې په توګه په کور جوړونې، امنیتي، تدارکاتي او داسې نورو برخو کي. په دې ډول به د آلمانیانو د بیکاری کچه راټیټه شي.»

د آلمان د اقتصادي څیړونو د انیستیتوت مشر مارسل فیتزر، د کډوالو په اړه د صنعتي سکتور او سیاستمدارانو د یوي مشترکې غونډې د جوړولو وړاندیز کړی دی. د نویه اوسنابریکر سایتونګ ورځپاڼي د فیتزر په حواله ویلي دي چې د صنعتي سکتور د ملاتړ پرته به د کډوالو د ادغام پروسه ناکامه شي. هغه زیاته کړي ده: «حکومت کولی شي په مادیاتي ډول د کډوالو ملاتړ وکړي، هغوی ته د ژبې کورسونه برابر کړي او په ادغام کې ورسره مرسته وکړي، خو په اخر کې صنعتي سکتور مرکزي رول لوبوي.»

انځور له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلمان د خوړو او تدارکاتي صنعتونو نماینده اتحاديي(NGG) د آلمان له خبري اژانس سره په خبرو کي ویلي دي چې د هغو ځوانو کډوالو له پاره چې په آلماني ژبه پوهیږي د کار فرصت شته. د آلمان په نارت راین ویستفیلیا ایالت کې دNGG ساحوي مسوول توماس ګاوګر، وایي: «د خوړو پخولو په برخه کې موږ نویو کارګرو ته اړتیا لرو.» همداراز هغه زیاتوي چې دا اداره د خوراکي توکو په پلورنځایونو کې، د خوږو په فابریکو کې او همدا راز په نانوایي ګانو کې کارګرو ته ضرورت لري.

د آلمان د روغتیا وزیر هیرمان ګروهي، له راینش پوست ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه چمتو دی چې هغو کډوالو ته وظیفه ورکړي چې د روغتیا په برخه کې تجربه لري او دا کسان به بیا له نورو پناه غوښتونکو سره کار کوي.

ګروهي راینش پوست ته وویل: «د ژبنیز وړتیاوو له کبله هغه کډوال چې د روغتیا په برخه کې تجربه لري کولی شي چې د کډوالو په لومړنیو کوربه مرکزونو کې له موږ سره لویه مرسته وکړي.»

هغه دا هم وویل چې دا کسان به په دې مرکزونو کې له آلماني ډاکترانو سره همکاري کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل