1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د صدراعظم پر «نژادي» څرګندونو نيوکې

احمد ولي اڅکزی | آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲۶, شنبه

د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ له دغه هیواد څخه د کډوالو د اخراج د څرګندونو له امله له سختو نیوکو سره مخ شوی. د مخالفو ګوندونو او منتقدینو له لوري پر میرڅ د «عوامپاله» څرګندونو تور لګول شوی.

Deutschland Brandenburg 2025 | Bundeskanzler Friedrich Merz bei Antrittsbesuch in Brandenburg
انځور: Britta Pedersen/dpa/picture alliance

د آلمان محافظه‌ کار صدراعظم فریدریش مېرڅ د هغو څرګندونو له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی چې د مخالفو استازو له لوري «نژادپاله» بلل شوي دي.

د هغه د ائتلافي حکومت شریکان، د سوسيال دموکرات ګوند (SPD) غړي، هم د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۷مه) په دې هکله خپله ناخوښي څرګنده کړه. د ادغام کمېساري ناتالي پاولیک وویل چې د مېرڅ دا «پوپولیستي» يا په اصطلاح «عوام‌ فرېبه» څرګندونې د آلمان دننه «ټولنه لا زیاته وېشي او ناسمو کسانو ته ګټه رسوي، پر ځای د دې چې د حل لارې ومومي.»

دغه هم ولولئ: آیا آلمان کولی سي د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو افغان پناه غوښتونکي هم اخراج کړي؟

مېرڅ د سه شنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د آلمان د ښي اړخي د آلمان لپاره بديل ګوند (AfD) د زیاتېدونکي ملاتړ په اړه وه، د خپلې ادارې د کډوالۍ د پالیسۍ د اصلاح هڅو یادونه وکړه، چې له مې میاشتې راهیسې یې پیل کړي دي. مېرڅ وویل: «موږ په دې فدرالي حکومت کې د ۲۰۲۴ د اګست او ۲۰۲۵ د اګست تر منځ [د کډوالو] شمېرې په ۶۰ سلنه راکمې کړې دي. خو موږ لا هم په ښارونو کې ښکاره کېدونکې دا ستونزه لرو او له همدې امله د کورنیو چارو فدرالي وزیر اوس د پراخو اخراجونو د ترسره کولو او اسانتیا برابرولو لپاره کار کوي.»

د طالبانو او آلمان خبرې اترې؛ د افغانانو اخراج به چټک شي؟

24:00

This browser does not support the video element.

د «ښار بڼه» اصطلاح

مبصرينو او تنقيد کوونکو دا څرګندونه ځکه نژادپاله بللې ده چې د «په ښارونو کې دا ستونزه» جمله داسې انګېرل کېږي چې ګواکې ښاري سیمې چې پکښې د کډوالو او غیرسپین ‌پوستو وګړو ډېر استوګنځایونه دي، د «ستونزې» په توګه یادېږي. دا په غیرمستقیم ډول د خلکو د قوم، رنګ او اصل د «ستونزې» سره تړل ګڼل کېږي.

د «ښار بڼه» اصطلاح د نژادپالنې له امله پراخې نیوکې راوپارولې، ځکه دا داسې تاثر ورکوي چې ښاري نفوس چې په آلمان کې د کلیوالو سیمو په پرتله ډېر متنوع دي، د اخراج هدف ګرځول کېږي.

د مخالف ګوند لسګونو سیاستوالو د مېرڅ پر ضد یو لیک کې د هغه له‌خوا د «نژادي، توپیر لرونکو، زیان رسوونکو او غیر اخلاقي» څرګندونو له کبله له هغه غوښتي چې عامه بښنه وغواړي.

په لیک کې ویل شوي: «دوی دلته د لومړي، دوهم یا درېیم نسل په توګه ژوند کوي، خو تاسې له هغوی څخه د آلمان ‌توب او د دې هېواد د غړیتوب انکار کوئ، یوازې د هغوی د بڼې، اصل یا نوم له امله.»

د کډوالو د ملاتړ سازمان «پرو ازول» اجرایي رییس کارل کوپ هم په سختو ټکو دغه څه ته غبرګون وښود. هغه وویل چې مېرڅ د «کرکې‌ د شعارونو» له لارې ښي اړخي افراطیان پیاوړي کوي. هغه زیاته کړه: «د یو داسې هېواد د صدراعظم په توګه چې د کډوالو هېواد بلل کېږي، دا کار هېڅ توجیه نه لري.»

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل