1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوالو چارو ادارې کابل ته د مرستو رسولو هوايي دهلیز جوړ کړی

۱۴۰۰ آبان ۱۱, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له اګست مياشتې راهيسې په لومړي ځل پلازمينې کابل ته د بشري مرستو د رسولو په موخه هوايي دهلیز رامنځته کړی دی. په دې ترڅ کې په ټولیزه توګه ۳۳ ټنه توکي انتقال شوي دي.

Symbolbild I World Food Program (WFP) in Afghanistan
انځور: Mohammad Jan Aria/ Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې «يو ان ايچ سي آر» وياند بابر بلوچ تائیده کړې ده چې د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۲ نېټه) له دوبۍ څخه يوې چارتر الوتکې د کابل پر لور پرواز وکړ. د نوموړي په حواله په دې الوتکه کې پر نورو سربیره خیمې او د سرپناه د ژمي په شرائطو برابرولو له پاره اړين توکي بار دي.

د نوموړي په حواله په تولیزه توګه په دې الوتکه کې کابو ۳۳ ټنه مرستندويه توکي افغانستان ته وليږدول شول. دغه وياند چې دمګړۍ په کابل کې دی، وويل چې په راتلونکو ورځو کې به د «يو ان ايچ سي آر» دوې نورې په مرستندويه توکو بار الوتکې کابل ته ورسيږي.

بلوچ زياته کړه هيله ده چې تر دې وروسته به نور مرستندويه توکي هم افغانستان ته ورسیږي. د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د غير مطمين وضعيت له کبله له اوږدې مودې راهيسې پروازونه نه ترسره کيدل.

ملګري ملتونه: د نه اقدام په صورت کې به په افغانستان کې ډیر مرګونه ووینئ

د يو ان ايچ سي آر په حواله افغانستان چې ژمی یې په ځينو سيمو کې ډېر سوړ وي، د حرارت درجه آن تر منفي ۲۵ سانتي ګرادو پورې ښکته کيږي. زياته شوې چې ډېر بې ځایه شوې کورنۍ چې په موقتي سرپناو کې ژوند کوي، ژمي ته هیڅ چمتووالی نه لري.

په افغانستان کې د اوږدې مودې تاوتريخوالي له کبله په ټولیزه توګه ۳،۵ میليونه ماشومان، ښځې او نارينه په هيواد کې دننه بې ځايه شوي دي. پر دغه شمير سږ کال ۷۰۰ زره نور نوي بې ځایه شوي ور اضافه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د زراعت پروګرام «اف اې او» او د خوراک د نړيوال پروګرام «دبيلو اف پي» له خوا څه موده مخکې د خپرو شويو ارزونو په حواله د افغانستان کابو نيمايي نفوس په کافي اندازه خوراکي توکي نه لري چې دا څه نا څه ۱۹ میلیونه انسانان دي.

د دغو ارزونو په حواله کيدای شي په نومبر مياشت کې په افغانستان کې له لوږې څخه د اغيزمنو انسانانو شمير ۲۳ میلیونو ته ورسيږي.

په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو بشري مرستندويان په افغانستان کې پاته شول خو د دغه هيواد اقتصاد ډېر کمزوری شوی دی او بهرنۍ مرستې هم درېدلي دي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل