آلمان: د کډوالو کمپ کې پولیسو عملیات کړي
۱۴۰۲ بهمن ۱, یکشنبهد آلمان پولیسو ویلي دي چې د هامبورګ ښار اړوند د کډوالو په یوه کمپ کې یې عملیات کړي دي. د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ جنورۍ ۲۰ نېټه) پولیسو وویل چې د کډوالو په دغه کمپ کې د یو ډول ګازو د استفادې له کبله یو شمیر کډوال ناروغ شوي دي او دا چې دوی ته روغتیايي خدمات رسول شوي دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، شپږ ماشومان او یو د ډیر عمر لرونکی کس د تنفسي او سترګو د ستونزو له کبله ناروغ شوي دي. پولیسو ویلي چې یادو کسانو ته یې په سیمه کې روغتیايي خدمات رسولي او دا چې د روغتیايي وضعیت تر ښه کیدو وروسته یې ترې غوښتنه کړې چې په خپلو استوګنځایونو کې پاتې شي.
آلمان: د مهاجرو د ډله ایز اخراج په اړه پر پټې غونډې نيوکې
تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې دغه ګاز چا او ولې د کډوالو په کمپ کې استفاده کړی دی. پولیسو زیاته کړې چې دوی د پیښې په هکله پلټنې پیل کړي. د یادې پیښې په هکله د ټاګ ۲۴ په نامه یوې آلمانۍ رسنۍ رپوټ خپور کړی وو.
د آلمان په هامبورګ کې دغه پیښه داسې مهال کیږي چې دغه ښار په دې وروستیو کې د ښي اړخو افراطیانو پرضد د یوه پراخ لاریون شاهد وو چې پکې زرګونو کسانو برخه اخیستې وه.
آ.ژ / خ. ح / ا.و.ا