1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کښتۍ ډوبیده پېښه کې د ۸۰ افغانانو د مړینې خبر

۱۴۰۱ اسفند ۱۰, چهارشنبه

د ایټالیا په سویلي سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې طالبان د مړو شوو افغانانو شمیر ۸۰ تنه ښيې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي. خو په روم کې د سفارت اعلامیه بیا څه وايي؟

Italien Kalabrien Cutro | Bootsunglück mit vielen Toten
انځور: Alessandro Serranó/AGF/Avalon/Photoshot/picture alliance

ژغورونکو ډلو تر اوسه په دغه پېښه کې د ۶۴ کسانو مړینه تائید کړې ده. ۸۰ کسان ژوندي ژغورل شوي او داسې ګومان کیږي چې نور کسان ورک دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په «خواشینۍ سره یې خبر ترلاسه کړ چې د ایټالیا په سویلي سمندرګي کې تر شا او خوا ۸۰ کسانو پورې افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې دي او له ترکیې څخه ایټالیا ته د سمندر له لارې په لرګینه کښتۍ کې روان وو د کښتۍ د ډوبیدو له امله په شهادت رسیدلي.»

ذ پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل ديانځور: Alessandro Serranó/AGF/Avalon/Photoshot/picture alliance

خو طالبانو دا نه ده روښانه کړې چې د کومو سرچینو له قوله دغه ارقام خپروي.

په روم کې د افغانستان سفارت پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې په دغه پېښه کې یو شمیر افغانان مړه شوي او ځینې یې په روغتونونو کې بستر دي. زیاته شوې ده چې د سفارت او قونسلګریو په سیمه کې د ایټالیا د حکومت د اړوندو څانګو سره تماسونه نیولي، خو تر اوسه د دغې پيښې د قربانیانو دقیق شمیر نه دی معلوم. 

اړوند موضوع: اوکراین: په باخموف کې جګړه ډېره شدیده ده

طالبانو په اعلامیه کې پر افغانانو غږ کړی دی چې بهرنیو هیوادونو ته «د قاچاقي، ناقانونه او ناسمو لارو د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.»

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې ډېر افغانان په قانوني او غیر قانوني ډول له هیواده د وتلو په لټه کې دي. زیاتره افغانان په ناقانونه ډول لومړی ایران او بیا له هغه ځایه ترکیې او بیا اروپايي هیوادونو ته د ځان رسولو هڅه کوي.

اړونده موضوع:بلغاریا کې د ۱۸ افغانانو د مړیني په تور د قاچاقچیانو یوه ډله نیول شوې

وخت ناوخته د ایران او ترکیې پر پوله له غیر قانوني افغان کډوالو سره د ناوړه چلن او د ترافیکي پېښو او همداشان تر اروپا پورې د لارې په اوږدو کې د دغه ډول پېښو رپوټونه هم ورکول کیږي.

د رپوټونو له مخې دغه کښتۍ د ترکیې له ایزمیر ښار څخه حرکت کړی وو. د ملګرو ملتونو په وینا تیر کال له ترکیې څخه د سمندر له لارې ایټالیا ته رسیدونکو کسانو نیمایي یې افغانان ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل