1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهیونان

په پاکستان کې د انساناني قاچاق په تور لس کسان نیول شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۹, دوشنبه

د یونان ټاپوګانو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې د مهاجرو د کښتۍ له ډوبیدو وروسته پاکستاني چارواکو د انساني قاچاق په تور د لسو کسانو د نیولو اعلان کړی. ویل کیږي چې په دې کښتۍ کې احتمالا ۳۰۰ مسافر د پاکستان وو.

آرشیف: انځور په اوبو کي روانه کښتۍ او پکې سپاره انسانان
آرشیف: انځور په اوبو کي روانه کښتۍ او پکې سپاره انسانانانځور: HELLENIC COAST GUARD/REUTERS

وروسته له هغه چې د یونان ټاپوګانو ته نږدې د غیر قانوني مهاجرو یوه کښتۍ ډوبه شوه او احتمالا پکې سلګونو تنه مړه شول، پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ لس کسان د انساني قاچاق په تور ونیول. یوه چارواکي اعلان وکړ چې "په پیښه کې د نیول شوو کسانو د احتمالي ښکیلتیا په هکله بشپړه څیړنه کیږي."

د پاکستان د کورنیو رسنیو د راپور له مخې، په دې کښتۍ کې شاوخوا ۷۵۰ کسان سپاره ول چې اټکل کیږې چې شا او خوا ۳۰۰ د پاکستان وو.

لیبیا: طرابلس ته نژدې د کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې په لسونو مهاجر مړه سوي

د چارواکو په وینا، په نیول شوو کې نهه شکمن کسان د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې نیول شوي دي، هغه ځاې چې ویل کیږې د یادې پیښې ډیری قربانیان له همدې ځاې وو. یو بل کس په ګجرات کې نیول شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شکمنو انساني قاچاقبرانو پر ضد د سختو اقداماتو امر کړی دی. د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي دي چې هغه کسان چې د انساني قاچاق په دغه ناوړه جرم کې ښکېل دي، باید سخته سزا ورکړل شي. پر دې سربیره په دغه هیواد کې د دوشنبې په ورځ ملي ماتم اعلان شوی دی.

د مهاجرو د دوو کښتیو ډوبیدو په پایله کې ۴ تنه مړه او ۲۳ لادرکه دي

د کب نیولو یاده کښتۍ د چهارشنبې په سهار د مدیترانې سمندر په یوه ژوره برخه کې د یونان ټاپوګانو ته څیرمه په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوه.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په دې کښتۍ کې له ۴۰۰ تر ۷۵۰ پورې مسافر سپاره وو.

تر اوسه د ۷۸ کسانو جسدونه له اوبو را ایستل شوي او ۱۰۴ کسان ژغورل شوي دي.

له دې پېښې وروسته یوناني چارواکو د ۹ مصریانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د لیبیا په ساحل کې ۹۰ مهاجرین چې زیاتره یې پاکستانیان دي، ډوب شوي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل