1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کیمیا په برخه کي د نوبل جایزې گټونکي اعلان سول

۱۴۰۳ مهر ۱۸, چهارشنبه

د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه دوو امریکايي او یوه بریتانوي ساینسپوهانو ته ورکول کیږي. د نوبل جايزې کمېټې په حواله، درې واړوه ساینسپوهان د پروټینو د جوړولو په برخه کي د خپلو پلټنو له امله د دغې جایزې مستحق بلل سوي دي.

Schweden Nobelpreis Chemie 2024
انځور: Christine Olsson/TT/picture alliance

په ستاکهولم کي د سويډن د علومو سلطنتي اکاډمۍ نن چهارشنبه د کیمیا په برخه کي د نوبل د سږنۍ جایزې د گټونکو نومونه اعلان کړل:  له امریکا متحده ایالاتو څخه دیوید بیکر او جان جمپر او له بریتانیا څخه دمیس هاسابیس. 

د سویډن په پایتخت ستاکهولم کي د نوبل جایزې کمېټې په حواله، بیکر د «کمپیوټر په مرسته د پروټینو د طراحۍ» او هاسابیس او جمپر بیا له مصنوعي ځیرکتیا څخه د پروټیني جوړښتونو د وړاندوینې له پاره د دغې جایزې وړ بلل سوي دي.

« کشفیات د ستر پتانسیل درلودونکي دي»

د سویډن  د سلطنتي اکاډمۍ په وینا، بیکر تقریباً یو ناممکن کار کړی دی، یعني د یوه بشپړ نوي پروټین ډول وده، او هاسابیس او جمپر بیا د پروټینونو د پیچلي جوړښت د اټکل له پاره د مصنوعي ځیرکتیا یوه موډل ته وده ورکړې ده چي په مرسته یې د څو لسیزو یوه ستونزه حل کیدای سي. د نوبل جايزې کمېټې مشر هاینر لینکه وویل چي دواړو کشفیاتو ډیر امکانات برابر کړي دي.

بیکر چي په ۱۹۶۲م کال کي د امریکا متحده ایالاتو  په سیاتل کي زېږېدلی دی، په اول وار يې په ۲۰۰۳م کال کي له آمینه اسیدونو څخه یو نوی پروټین جوړ کړ. د نوموړي کمېټې په حواله له هغه راهیسي یې کاري ډلې لا نور پروټینونه هم تولید کړي دي چي د نورو ترڅنگ د دارو درملو او واکسینونو د تولید له پاره ورڅخه استفاده کیږي.

په لندن کي په ۱۹۷۶م کال کي زېږېدلی، هاسابیس او په ۱۹۸۵ کال کي د امریکا متحده ایالاتو په لیتل راک کي زیږیدلي جمپر په ۲۰۲۰ م کال کي د  AlphaFold2 په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو موډل معرفي کړ چي د هغه په مرسته د ټولو ۲۰۰ میلیونه پیژندل سوو پروټینونو اټکل کیدای سي.

د نوبل کمیټې څرگنده کړې ده چي د مصنوعي ځیرکتیا دغه موډل د نړۍ په ۱۹۰ هیوادونو کي د خلکو د کاروني وړ گرځیدلی دی. د نوموړي کمېټې په حواله دا کار کیدای سي د بیلگې په ډول، د انتي بیوتیکو پر وړاندي د مقاومو عناصرو په لگولو او یا هم د پلاستیکو د تجزیې له پاره له انزایمونو څخه په استفادې کي مرسته وکړي.

د طب او فزیک په برخه کي د سږکال د نوبل جایزې گټونکي د دوشنبې او سه شنبه په ورځ معرفي سول. په پام کي ده چي د پنجشنبې په ورځ به اعلان سي چي کوم کس او یا کوم کسان به د ادبیاتو په برخه کي د سږکال د نوبل جایزې گټونکی سي او وروسته له هغه به د جمعې په ورځ د نوبل د سولې جایزې گټونکی معرفي سي.

د نوبل د سولې جایزه یوازینۍ جایزه ده چي په ستاکهولم کي نه، بلکي د ناروې په پایتخت اوسلو کي ورکول کیږي.

همدارنگه به د اقتصادي علومو په برخه کي د نوبل جایزې گټونکی راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان سي.

د نوبل جایزې چي څه ناڅه ۹۷۰ زره یورو ورسره ضمیمه دي، هر کال د دغو جایزو د بڼسټ ایښودونکي سویډني کیمیا پوه او د دینامت اختراع کوونکي الفرد نوبل، د وصیت له مخې ورکول کیږي.

سږکال د نوبل د جایزو رسمي مراسم د ډسمبر مياشتي پر لسمه دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل