1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګرین کارډ اخیستلو شرایط نور هم سخت شول؟

۱۳۹۸ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

د امریکا حکومت په دغه هیواد کې د دایمې استوګنې شرایط نور هم سخت کړل. هغه څوک چې له دولت څخه د کرایې په برخه کې مرسته تر لاسه کوي او یا دې ته ورته له ټولنیزو دولتي خدماتو څخه ګټه اخلي، احتمالا به ګرین کارډ نه ورکول کیږي.

Die amerikanische Green Card
انځور: Getty Images/AFP/J. Watson

د متحده ایالاتو د کډوالۍ چارو ادارې مرستیال مشر کین کوکسینیلي، ويلي دې چې حکومت په دغه ګام سره په ځان د بسیا کیدو او شخصي مسوولیت د هدف غښتلي کیدو ملاتړ کوي. د هغه په خبره دلته په «امریکا کې د بریالي کیدو خبره مطرح ده.» نوموړي چارواکي پر دې خبره ټینګار کړی دی چې هغه څوک چې دولتي روغتیایي سیستم (میډيکیر) څخه ګټه اخلي هم د ګرین کارډ د اخیستو حق له لاسه ورکوي.

دا په دې معنی هغه مهاجر چې په دولتي مرستو متکي دي، په راتلونکي کې ښایي د دایمي اقامت په اخیستو ونه توانیږي.

شا او خوا ۳۰ میلیونه کسان اغزمنیږي

د څارونکو له نظره د ګرین کارډ اخیستلو له پاره د قوانینو په سختولو سره د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي په ځانګړې توګه د مکسیکو، منځنۍ امریکا او افریقا د مهاجرو له پاره قانوني مهاجرتونه محدود کړي.

کارپوهان اټکل کوي چې د سپینې ماڼۍ له لوري د رامنځ ته شوو بدلونونو څخه به په دغه هیواد کې مېشت ۲۲ میلیونه په قانوني ډول اوسیدونکي کسان چې د دغه هیواد تابعیت نه لري اغیزمن شي. زیاته شوه ده چې پر دې سربیره ښایي ۱۰،۵ میلیونه کسان چې په دغه هیواد کې قانوني اقامه نه لري هم اغیزمنیدای شي.

مدافع وکیلان او د کډوالۍ چارو پوهان د نوي قوانینو په هکله چې د اکتوبر له نیمایي څخه نافذیږي، د زیاتو اقامو دعوا د وړاندې کیدو اټکل کوي. په جون میاشتې کې د استازو په مجلس کې دیموکراتانو په داسې حال کې چې پر دغه مسوده باندې کار روان وو، د قوانینو د سختیدو د مخنیوي هڅه کړې وه.

ترمخه لا په امریکا کې د مهاجرت داسې قوانین شته، چې له مخې یې ادارو ته اجازه ورکوي چې مرستو ته اړ کسانو ته د دایمي استوګنې ورکول رد کړي. همدا اوس هم هغه څوک چې غواړي ګرین کارډ تر لاسه کړي، باید دا په اثبات ورسوي چې پر ټولنه بوج نه دی او په خپله د ځان پالنه کولی شي.

haz/nob sr/nz (kna, dpa, afp, rtr)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل