د دغو هیوادونو په ډله کې د نړۍ د تر ټولو پراخو ځنګلونو درلودونکي هیوادونه هم شامل دي لکه کاناډا، روسيه، برازیل، کولمبیا، اندونیزیا، چین، ناروې او د کانګو جمهموریت.
د بریتانیا حکومت چې د ګلاسکو کنفرانس کوربه دی اعلان وکړ چې د ځنګلونو د حفاظت له پاره شاوخوا ۱۲میليارډه ډالر لګول کيږي او دغه پیسې به د پروژې د غړو هیوادونو له عمومي بوديجې څخه لګول کيږي. له دې نه علاوه به شاوخوا ۷ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه ډالر به د خصوصي سکتور له اړخه هم پانګونه وشي.
ځنګلونه په واقعیت کې د ځمکې د سږو په توګه پيژندل کيږي.دغه طبيعي شتمنۍ هر کال شاوخوا يو په دريمه برخه هغه کاربندای اکساید چې د انسانانو په ذریعه تولیديږي، له منځه وړي. خو ستونزه دا ده چې دغه په اصطلاح فلتر یا سږي په ډیرې چټکۍ د منحل کيدو په حال کې دي. علت يې د ساختمانونو او سړکونو جوړول او دغه راز د کرکيلې او ښکار په مقصد د کرهڼيزو ځمکو پراخول دي.
ونې زموږ د ستريس يا فشار کچه راکمولی شي او زموږ پر خوښۍ او روغتيا اغېز لري. ډېرو څېړنو ښودلې چې په طبيعت کې وخت تېرول يا آن له کړکۍ څخه ونو او ګلانو ته کتل د وينې فشار راټيټولی شي، معافيتي يا ايمني سيستم تقويه کوي، د سړي خوب ښه کوي او د وېرې او خفګان کچه راکموي او له عمليات وروسته د ټپونو د رغېدو د چټکتيا باعث ګرځي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose
ونې يو له بل سره «خبرې» کوي
ځنګلونه د ارتباطاتو خپل ځانګړی سيستم لري چې د انترنېټ په څېر تر ځمکې لاندې تېريږي. دغه سيستم د غذايي موادو د جذب او له وچکالۍ او ناروغيو د خبرداري ورکولو رول هم لري. ارتباط تر ځمکې لاندې د پوڅکيو د شبکو په واسطه ټينګول کيږي. په عکس کې راغلې بېتولا ونې د څېړونکې سوزان سيمارد په خبره له دې سيستم يا شبکې څخه اوبه، کاربون او غذايي مواد يو بل ته لېږي
انځور: picture-alliance/All Canada Photos
ونې هوا ته هم سيګنالونه لېږي
د نبات خوړونکو حيواناتو په وړاندې ونې څه نه شي کولی. خو ونې داسې کيمياوي مواد بيا هوا ته خوشې کوي چې نورو ونو ته د خطر په هکله پرې خبرداری ورکوي. نورې ونې بيا د نبات خوړونکو په ضد زهري مواد توليدوي چې د عکاسي ډوله ونو پاڼو ته تريخ خوند وربخښي.