په ګوانتانامو زندان کې د افغان زنداني اسدالله هارون ورور رومان وايي چي د دوی کورنۍ ډيره خوشاله ده؛ ځکه چي د هغه په ورور لګول شوي تورونه ثابت نه شول او دروغ و. ټاکل شوې امریکا متحده ایالات دغه زنداني آزاد کړي.
اعلان
د اسدالله هارون مور او پلار هم ډېر خوښ وو، کله چي دوی ته د نوموړي په هکله ښه خبر ور ورسيد. د پيرياډيک ريوي بورډ په دې غونډه کې دا پريکړه شوې چي پر اسدالله هارون باندې لګول شوي تورونه ثابت نه شول او هغه بې اساسه دي. دا بورډ د امريکا د شپږو لويو استخباراتي ادارو څخه جوړ دی. په کيوبا هيواد کې د امريکا لخوا جوړ شوي زندان ګوانتانامو کې دا ناسته په کال کې څو ځله د بنديانو په هکله ليدنې او څيړنې کوي او بيا خپل نظرونه وړاندې کوي.
د لومړي ځل کډوال کيدو راهيسې اسدالله هارون او د هغه کورنۍ د افغانستان اسلامي حزب مرکز او د افغان کډوالو کيمپ د خیبرپښتونخوا په شمشتو کې ژوند کوي؛ خو اسدالله هارون او د هغه کورنۍ په هارون لګول شوي تورونه کله هم نه دي منلي.
د ناستې ټولو ګډونوالو پر دغه خبره توافق کړی چې اسدالله هارون په اسلامي حزب کې لوړپوړې دنده نه درلوده او نه يې خپله څه فکري يا ښکاره کارونه د حزب لپاره کړي.
د خپره شوې حکمنامې پر بنسټ هارون غواړي چې را روان ژوند خپلې کورنۍ سره ښه تير کړي. د ناستې ګډونوالو دا خبره هم کړې چې اسدالله په زندان کې ډير وخت تعليمي او نورو زدکړو هلو ځلو کې تيروي.
ناستې په پای کې دا غوښتنه کړې چې که اسدالله هر هيواد ته ځي نو هغه هيواد به دوی ته دا باور ورکوي چي اسدالله به په راتلونکي کې ترهګريزو فعاليتونه نه کوي.
د اسد هارون په شمول دولس بنديان د لګول شوو تورونو څخه ازاد شوي خو بيا هم د بند نه د خلاصيدو په انتظار کې په ګونتانامو کې پراته دي او شپې او ورځې سبا کوي.
دغه بنديان د يمن هيواد اوسيدونکي دي، چيرته چې سياسي وضع ښه نه ده او هيڅ څوک امريکا ته ډاډ نشي ورکولی چې دغه بنديان به د ستنيدو نه وروسته هيڅ ډول ترهګريزو افرادو او ډلو سره به اړيکې نه ساتي خو اسد هارون ته دا ډول محدوديتونه نشته۔
د گوانتانامو زندانيانو د آثارو نندارتون
په گوانتانامو کي زندانيان د ډيرو محدودو کارونو اجازه لري. هغوی کولای سي کتاب ولولي او تلويزيون وگوري. له ۲۰۰۹م کال راهيسي ئې د نقاشۍ اجازه هم ترلاسه کړې ده. اوس په نيويارک کي د هغوی آثار نندارې ته وړاندي سوي دي.
انځور: Reuters/L. Jackson
«د زندان له پنجرو څخه له گلانو سره» (۲۰۱۶)
محمد انسي يمنی دئ. هغه په کيوبا کي د امريکايانو په اډه گوانتانامو کي ۱۵ کاله بندي او ډير شکنجه سوی دئ. نقاشۍ او طراحۍ له هغه سره مرسته کړې چي په يخي او تاريکه کوټه کي خپل رنځ و زغمي. هغه گلان رسم کړي، څو د خپلو خوبونو پر نيلي سپور آزاده نړۍ کي وگرځي.
انځور: Muhammad Ansi, /PRESIDENT’S GALLERY, New York
«په گوانتانامو کي سربدالي»
د دې اثر نوم «په گوانتانامو کي سربدالي» دئ، چي عمار البلوجي با آکوارل، رسم کړی دئ. هغه تر لس کاله ډير وخت کيږي چي په گوانتانامو زندان کي بندي دئ. هغه تر دې مخکي درې نيم کاله له «سي آی اې» سره بندي وو. د نيويارک نندارتون په کتالوگ کي راغلي دي چي د هغه نقاشۍ، هغو شکنجو ته جواب دی چي هغه ته ورکړل سوي دي.
انځور: Ammar Al-Baluchi/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«په زندان کي بې ځانه طبيعت»
احمد رباني پاکستانی دئ. هغه دوه کاله د «سي آی اې» په تورو خونو کي بندي وو او وروسته گوانتانامو ته لېږدول سوی دئ. په گوانتانامو کي ټول زندانيان د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر تر ۱۱ نېټې وروسته د احتمالي تروريستانو په نوم بنديان سوي دي. هغه ډېر وخت په زندان کي د نه خړو اعتصاب کړی او ډېر لږ وخت بې منفي اغېزو ترې وتلی دئ.
انځور: Ahmed Rabbani/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«ټيټانيک» (۲۰۱۷)
هغه زندانيان چي سخت کنترولېدل له ۲۰۰۹م کال راهيسي اجازه ورکړله سوه چي د نقاشۍ مواد په اختيار کي ورکړل سي او په خپلو کوټو کي کار په وکړي. کله چي د هغوی مواد خلاص سول نو له نورو داسي موادو چي په زندانه کي موندل کېدل، لکه د قهوې پوډر، ريگ او داسي نورو څخه ئې کار اخيست. خالد قاسم له دغو موادو څخه دغه کوچنۍ تابلو جوړه کړې ده.
انځور: Khalid Qasim,/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«د ښار منظره» (۲۰۱۶)
زندانيانو خپلي ډېري نقاشۍ له خپلو خاطراتو څخه رسم کړي دي. په زندان کي څوک درياب او هسکي ودانۍ نه سي ليدلای، که څه هم د درياب د اوبو ږغ په ټولو کوټو کي اورېدل کيږي. دغه نقاشي د يمني عبدالملک عبود ده. هغه ۱۵ کاله په گوانتانامو کي بندي وو او په ۲۰۱۵م کال کي آزاد سو.
انځور: Abdualmalik Abud/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«ډوب سوی سوريايي مهاجر» (۲۰۱۶)
په ۲۰۰۸م کال د امريکا د وخت جمهوررئيس بارک اوباما لارښوونه وکړه چي د گوانتانامو زندانيانو ته دي شرايط سم سي، خو د زندان د تړلو طرح ئې له سياسي مقاومت سره مخامخ سوه. له هغه وخته زندانيانو ته اجازه ورکړله سوه چي د ورځي څو ساعته تلويزيون وگوري او خبرونه واوري. په دې خبرونو کي د ډوب سوي سوريايي مهاجر خبر هم وو. نقاشي محمد انسي کړې ده.
انځور: Muhammad Ansi/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«د آزادۍ مجسمه»
زندانيانو د خپلو نقاشيو له پاره کله نا کله له انځورونو څخه کار اخيستی. لکه دغه نقاشي چي محمد انسی په ۲۰۱۶م کال کي کړې ده. ارين تامپسون، پيج لاينو او چارلز شيلدز په نيويارک کي د «درياب له پاره قصيده» په نوم نندارتون پرانيستی دئ. په دې کي د څلور آزاد سوو او څلور نورو چي تر اوسه لا په گوانتانامو کي بنديان دي، نقاشۍ نندارې ته وړاندي کړي دي.
انځور: Muhammad Ansi/PRESIDENT’S GALLERY, New York
په نيويارک کي د جمهوررئيس گالري
د «جمهور رئيس گالري» په اتاقونو کي چي د گونتانامو د زندانيانو اثار نندارې ته وړاندي سوي دي، په نيويارک کي د حقوقو په برخه کي جان جي کالج پوري اړه لري. په امريکا کي نندارې ته د زندانيانو د نقاشيو وړاندي کول ډير بحثونه راپورته کړي دي. دغه نندارتون به د جنوري مياشتي تر ۲۶ نېټې پوري پرانيستی وي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Schmitt-Tegge
د اغزن سيمانو شا ته ژوند
تر اوسه هم گوانتانامو زندان سته. اوباما و نه سوای کولای چي دغه زندان وتړي. د هغه د جمهوري رياست په پيل کي ۲۰۰۹م کال په دغه زندان کي ۲۴۲ کسان بنديان ول. د ۲۰۱۷م کال په پای کي بيا د زندانيانو شمېر ۴۱ کسان ول. تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي دغه زندانيان به څه وخت آزاد سي.
انځور: Getty Images/J. Moore
په گوانتانامو زندان کي د ژوند شېبې
دا يو له ډيرو کميابه انځورونو څخه دی چي په گونتانامو زندان کي د بنديانو ورځنی ژوند ښيي. د «ميامي هرالد» ورځپاڼي خبريال والتر ميچات، دغه انځور په خپل موبايل سره اخيستی دئ. هرڅه په کنترول کي دي او د امريکا پوځ د گوانتانامو انځورونه تر خپرېدو مخکي سانسوروي.
د کیوبا له ولسمشر راول کاسترو سره د اوباما د لیدنی کتني پر مهال، عکاس لوکاس جکسن ته هم دا زمینه برابره سوه چی په کیوبا کي امریکايي اډې گوانتانامو بې ته ولاړ سي. هلته یې اجازه ترلاسه کړه چي د دغه محبس د شپږم کمپ عکاسي وکړي. په دغه انځور کي د ډوډۍ خوړلو کوټه او د محبس یو څو کوټې لیدل کیږي.
انځور: Reuters/L. Jackson
د وخت ضایع کول
په شپږم کمپ کي بندیان تلویزیون ته د کښېناستلو اجازه لري. په ۲۰۰۲ک کال کي د پرانیستلو راهیسی نوموړی زندان په نړیواله سطحه تر انتقادونو لاندی دی، دا ځکه چي دلته انسانان پرته له محکمې او دعوې بندیان دي.
انځور: Reuters/L. Jackson
د اوسیدو کوټه
یو ساده چپرکټ، سرخلاصی کموډ: په دغه زندان کي یو بندي په دې ډول ژوند کوي. دا معلومه نه ده چي واقعاً ټوله بندیان به په ورته کوټو کي ژوند کوي او که څنگه؟ ولسمشر اوباما غوښتل ډیر پخوا لا نوموړی زندان وتړي.
انځور: Reuters/L. Jackson
د زندان کتابتون
دلته بندیان کولای سي مطالعه وکړي.عربي او انگلیسی کتابونه ولولي، خو تر څارني لاندي. خو دا چي تر کومي اندازې پوري له دغې کتابخانی څخه کار اخیستل کیږي او بندیان څومره نورو آسانتیاوو وته لاس رسی لري، دویچه ویلي نه سي کولای هغه معلوم کړي.
انځور: Reuters/L. Jackson
روغتیا پالنه
جکسن وکولای سول چي د زندان له روغتون څخه هم عکسونه واخلي، د مثال په ډول له دغي المارۍ څخه چي دواوی پکښي پرتې دي.
انځور: Reuters/L. Jackson
په گوانتانامو کي ژوند کول
خو د جکسن ډیر کم بندیان تر سترگو سول. دا چي له دغه بندي څخه د کومي پنجرې او یا هم کړکۍ څخه عکس اخیستل سوی دی، یوه استثنا ده.
انځور: Reuters/L. Jackson
تر څارني لاندي
داسي ښکاري چي د محبس هغه برخه نوره له منځه وړل سوې وی، چي په ۲۰۰۲م کال کي یې په سره لمر کي یو سرخلاصی قفس غوندي ښود. خو اوس هم تر دایمي څارني لاندي بندیان نه سي کولای، څو شخصي حریم ولري.
انځور: Reuters/L. Jackson
گوانتانامو نژدې دی وتړل سي؟
په داسي حال کي چي په اول سر کی دلته د ۸۰۰ په شاوخوا کي انسانان بندیان ول، اوس د هغو شمیر تر سلو هم راکم سوی دی. د بشري حقونو فعالان هیله من دي چي دغه زندان به ډیر ژر وتړل سي. خو دا لا معلومه نه ده چي پاته بنديان به چیري ولیږدول سي او کوم هیوادونه به هغوی ومني.