د ګوانتنامو بې ګناه بنديان تر آزاديدو وروسته سويس ته پناه وړي
۱۳۸۷ شهریور ۱۰, یکشنبهدبشري حقونو ټولني لکه امنيستي انترنشنل په يوه ږغ دکيوبا په ټاپو کي د زندان پر وضعه نيوکي کوي. دادی اوس د دغه بنديخانې څخه دروتنو چي بې ګناهي يې ثابته سوې، دسويس د هیواد څخه دبشري لاملونو پر بنسټ پناه غوښتې ده.
پاسکال ليرش ليکي: تراوسه په سويس کي د ګوانتنامو د پخوانيو بنديانو منل، دکاغذونو شخړه ده. دکاغذونو هغه شخړه چي دينيس ګراف او دده همکاران يي پر مخ بيايي. هغه وايي دلته موږ د کډوالۍ د ادارې لپاره د ملاتړ يو ليک هم له ځان سره لرو. دلته خبر د چينايي اويغور په هکله ده چي په ګوانتانامو کي بندی دی. دی دهغو دريو تنو له ډلې څخه دی چي له سويس څخه يي د پناه غوښتنه کړې ده.
په سويس کي د امنيستي انترنشنل د غير دولتي څانګي څخه دينيس ګراف رپوټ ورکوی چي دوه تنه نور، يو له الجزاير څخه دی او يو هم له ليبيا څخه .
سويس کيدای سي لومړنی هيواد واوسي چي دګوانتانامو پخواني بنديان چي د نورو هيوادونو تابعيت لري، په بشري بنسټ مني. د ساری په ډول له ليبيا څخه روف هم خپل هيواد ته په راستنيدو سره ونيول سو. دی کلونه د مخه د ليبيا د پوځ څخه پاکستان ته وتښتيدی. هلته دده په سر د پيسو په وړاندي امريکاييانوته تسليم کړل سو. دی شپږ کاله په ګوانتانامو کي کوټه کلپه او د نورو څخه جلاو. خو امريکاييانو دده پر ضد د سپتمبر د يوولسمي په اړوند هيڅ کوم سند ونه موند. هغه د دووکالو راهيسي دې ته څارکوي چي د ګوانتناموڅخه خوشي سي. امنيستي انترنشنل وايي چي تر شپږو مياشتو ډيره کوټه کلپي، رټل ګڼل کيږي.
امنيستي وايي: دابیرته نه راګرځيدونکي تاوانونه دي. د شخصيت تاواني کيدل او کورنۍ ستونزي د دا ډول کسانو په منځ کي خوراډيري دي: ددغه ليبيايي، ميرمن غواړي چي ځني جلاسي، ځکه دا دغه حالت نور زغملای نسي. ددې ټولو ترشا واقعاً انساني ډرامې نغښتي دي.
د کډوالو ددولتي ادارې لپاره روښانه ده چي ددغو پناه غوښتنو په وړاندي به هم له بهرڅخه دنورو پناه غوښتنو په شان عمل وکړی. په ناڅاپي توګه له سويس څخه د پناه غوښتنه نه ده سوې: دغه هيواد بشردوستانه دود لري.
ډیری واري سويس په بشري بيړنيو حالاتو کي ښه ونډه اخيستې ده. د سويس د عدليې وزيره ايويلون ويدمار شلومپف،د ملګرو ملتونو د غوښتني په شرط د ګوانتنامو د بنديانو په برخه کي ديوې استثنا سوچ کولای سي.
دسويس تلويزيون او امنيستي انترنشنل ددې په عوض کي داسي معلومات وړاندي کوي چي په برن کي دکډوالو دولتي اداره د اپناه غوښتني ردولای سي. چي لامل يې: د ګوانتنامو د پخوانيو بنديانو قبلول د سويس لپاره د امنيتي خطر منل دي. سره له دې د ګوانتنامو بنديان له سويس سره هيڅ تړاو نه لري. ددينيس ګراف له نظره ټول ټکي ردېدلای سي.
امنيستي انترنشنل د کلونو راهيسي په ټوله نړۍ کي د ګوانتنامو دتړلو په خاطر کمپاينونه جوړ کړي دي. اوس ددې وخت رارسيدلی دی، هغه کسان چي خوشي سوي دي، په رشتيا آزاد سي. او که چيري د امريکاپه متحده ايالاتو کي امکان ونه لري،نو ددې وخت رارسيدلی دی چي اروپايي حکومتونه او نور حکومتونه لکه استراليا او نوی زيلاند او نور ددې لپاره تياری ونيسي تر څو د حل يوه لاره ورته پيداسي.
دا چي د امريکا متحده ايالات به په حلولوکي برخه واخلي، پناه ورکړي او يا حداقل د جبران په توګه مالي برخه اخيستنه وړاندي کړي، ډيره ليري ده. په دې لاره کي هرګام اخيستل د واشنګټن لخوا د ملامتيا منل دي.
ګراف وړاندي وايي چي په سويس کي ديوه نوي ژوند په پيل کولو سره کيدای سي د ګوانتنامو د بيري ډک خوبونه د ځينو بې ګناهانو لپاره پای ته ورسيږي.