1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د ګولیو په مرسته د جنین سقط ګټې او تاوانونه څه دي؟

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

که یوه میندواره ښځه خپل ماشوم سقط کوي، نو فکر کیږي چې د ګولیو یا جراحي عمل په مرسته دا کار په آسانۍ کیږي. خو دا دومره آسانه خبره نه ده.

Symbolbild: Leihmutterschaft
انځور: picture-alliance/dpa/D. Fiedler

په دې وروستیو کلونو کې د جنين د له منځه وړلو لپاره د جراحۍ پر ځای ګولۍ د بدیل په توګه ډیرې دود شوي دي.

ډیری میرمنې له  جراحي عمليات څخه ویره لري او د دې تابلیتو کارول غوره ګڼي. په آلمان کې د ګولیو په مرسته سقط هم د جراحۍ په څیر باید د ډاکټر په لارښوونو وشي.

میندواره ښځه لومړی د الټراساؤنډ معاینه کوي ترڅو د هغې د میندوارۍ مرحله معلومه کړي. سربیره پردې، په احتیاط معاینه کیږي او دا معلوموي چې آیا د تابلیتو کارول میندوارې ښځې ته کومه طبي ستونزه نه ور پیښوي.

د ګولیو په مرسته د جنین سقط څنګه ترسره کیږي؟

له نسایي ولادي ډاکټرې یا ډاکټر سره له  مشورې وروسته، که د دغو دارو درملو په کارولو سره کومه اندیښنه نه وي لومړنی کار چې میندواره ښځه باید وکړي د Mifegyne ټابلیټ اخیستل دي. پدې درملو کې فعال اجزا Mifepristone دي، یو مصنوعي هورمون چې د پروګیسسټون اغیزې بندوي. پروګیسسټون د میندواره میرمنې بدن سره مرسته کوي ترڅو د هغې ماشوم  وساتي. د Mifegyne اخیستو وروسته، رحم نرمیږي او خلاصیږي، د رحم داخل نرمیږي، چې د جنین د مړینې لامل کیږي.

په عمليات د ماشوم زيږيدنه: مور او ماشوم ته کوم خطرونه لري؟

په آلمان کې د دې درملو اخیستل د ډاکټر تر څارنې لاندې او د ډاکټر په مشوره ترسره کیږي، خو په نورو هیوادونو لکه د امریکا متحده ایالات چې د سقط قوانین یي سخت دي او په معاینه خانه کې یې سقط سخت وي نو له همدې امله یې د ښځو کورونو ته لیږدوي.

Mifepristone د وروستۍ میاشتنۍ دورې له پیل څخه تر ۶۳ ورځو پورې اخیستل کیدی شي. که میندواره ښځه د دې له اخیستو وروسته په ۳۰ دقیقو کې کانګې وکړي او بیرته یې وغورځوي، هغه باید بله ګولۍ واخلي؛ ځکه شونې ده چې د دې درملو اړین مواد له بدن څخه ایستل شوي وي.

د سقط د ګولیو اخیستو څخه شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته، میندواره ښځه ممکن د میاشتنۍ خونریزي او درد سره مخ شي. د نسايي ناروغیو متخصصین سپارښتنه کوي چې میرمنې د درد په صورت کې د درد ضد درمل وکاروي.

په آیرلنډ کې د جنین د سقط کولو بریالی کمپاین

ایا دا ډول سقط هر اړخیزې اغیزې لري؟

التهاب، کانګې او اسهال د درملو په مرسته سقط سره تړلي علایم دي. د ښځینه ناروغیو متخصصین سپارښتنه کوي چې که دا نښې په یوه اونۍ کې ښې نشي، باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

ایا د مجازي درملو له لارې سقط ممکن دی؟

د کورونا د وبا په دوام کې، د ښځو لپاره دا ډېره ستونزمنه وه چې ډاکټر ته ولاړې شي او هلته خپل ماشوم سقط کړي.

هغه مهال په آلمان کې یوه ازمایښتي پروژه پیل شوه ترڅو ښځې وکولای شي حتی په دې غیر معمولي شرایطو کې سقط وکړي. دا پروژه د کورنۍ د ملاتړ مشورتي مرکز، د «برابري یا تعادل» په نوم د مشورې مرکز ملاتړ کوله.

د مجازی سقط پروسه به د ویډویي تماس په مرسته پیل شوه او پر همدې ویيډویي خبرو به پای ته ورسیده. ښځو ته به له همدې لارې مشورې ورکول کیدې. خو دا لا معلومه نه ده چې آيا دغه پروژه دوام پيدا کوي. تر اوسه پورې بايد نسايي ډاکتر ته مراجعه وشي، څو ښځو ته د جنين د سقط له پاره تابلېت يا ګولۍ ورکړل شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب