1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

د گواتیمالا پخوانی جمهوررئیس په ۱۶ کاله بند محکوم سو

۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

اوتو پیریس چي د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵م کال پوري د گواتیمالا جمهوررئیس و، د نورو ترڅنگ په گمرکي محصولاتو کي د تقلب او یوې جنايي ډلي د جوړولو په دلیل مجرم پیژندل سوی دی.

Guatemala Ex-Präsident Otto Perez Molina
انځور: Luis Vargas/AA/picture alliance

دغه خبره د گواتیمالا سیټي یوې مسؤلي محکمې کړې ده.

د پیریس پخوانۍ مرستیالي، روکسانا بالدیت هم په عین جزأ باندي محکومه سوې ده. پیریس، بالدیت او نورو هغو کسانو باندي چي د څارنوالۍ له خوا دعوه سوې ده، شرکتونو ته دا امکان ورکاوه، چي د رشوت په مقابل کي پر واردیدونکو اموالو باندي لږ مالیه ورکړي. دغه دواړه سیاستمداران له ۲۰۱۵م کال راهیسي بندیان وه. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب