د امريکا حکومت د جنجالي زندان گوانتانامو د تړلو طرح تقريباً بشپړه کړې ده. د سپيني ماڼۍ يوه وياند جوش ايرنست، د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي د گوانتانامو زندان د تړلو يوه مسوده تقريباً بشپړه سوې ده او کانگرس ته به وړاندي سي.
د گوانتانامو زندان تړل د اوباما د هغو کارونو په لومړيتوبونو کي دئ چي غواړي د خپلي کاري دورې په وروستيو ۱۸ مياشتو کي ئې بشپړ کړي.
د امريکا په کانگرس کي د گوانتانامو زندان له تړلو سره مخالفت سته. په دې برخه کي بيا په ځانگړې توگه جمهوري غوښتونکي مخالفت کوي چي زندانيان دي امريکا ته ولېږدول سي او هلته دي په ملکي محکمو کي محاکمه سي يا دي په بند کي وساتل سي.
کانگرس له کلونو راهيسي د دغه شان اقدام له پاره بوديجه هم رد کړې ده. په دې اړه هم د نظر اختلاف سته چي امريکا دي د دغه زندان ځيني بنديان نورو هيوادونو ته وسپاري.
د دې کار د ممانعت له پاره د دوی دليل دا دئ چي له زندانه آزاد سوي بنديان به بيرته تروريستي فعاليتونه پيل کړي.
د سپيني ماڼۍ د وياند ايرنست، په خبره اوس د دې پلان پر هري برخه باندي غور کيږي او پر دې سربيره پر دې باندي سلا مشوري کيږي چي څومره بنديان نورو هيوادونو ته لېږدول کيدای سي او هغه چي د دغه پلان تر مخه ئې پوځي محکمې پيل سوي وې څه وسي: «دا يو بېچلی کار دئ، خو ډېر پرمختگ پکښې سوی.»
ايرنست، ټينگار وکړ چي د گوانتانامو زندان تړل د اوباما د کارونو په لومړيتوبونو کي راځي: «هغه په دې باور دئ چي د زندان په تړلو کي د امریکا د ملي امنيت گټي نغښتي دي.»
گوانتانامو زندان په ۲۰۰۱م کال د ستمبر د ۱۱ تر بريدونو او په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم باندي د امريکايانو تر پوځي يرغل وروسته په ۲۰۰۲م کال کي پرانيستل سو.
زندان د دې له پاره جوړ سو چي هغه کسان چي د ترور شک پرې کيږي پکښې وساتل سي. د دغه زندان تر جوړيدو نزدې يوکال وروسته هلته ۸۰۰ بنديان ساتل کيده چي وروسته بيا ډيری بيرته يا خپلو هيوادونو ته وسپارل سول يا آزاد سول.
اوس لا په دغه زندان کي د بېلابېلو هيوادونو ۱۱۶ نارينه بنديان دي.
د بګرام لانجمن زندان یوازې څه باندې لس کاله مخکې جوړ شو. تر هغه وخت پخوا دغه ځای د هوایي ډګر په توګه کاریده. د دغه زندان له کبله د کابل او امریکا اړیکې یو څه خړې شوې دي. انځور: Reuters د بگرام هوايي ډگر رامنځ ته کیدل پر افغانستان باندی د پخوانی شوروي د یرغل پر مهال په همدې ولسوالۍ کې یو لوی هوايي ډگر جوړ شو او له مسکو څخه رارسیدونکې او دې ښار ته تلونکو الوتکو به له همدې هوایي ډگر څخه پروازونه کول.هغه وخت په دې هوایي ډگر کې کوم زندان موجود نه وو او یوازي د هوايي قواوو صاحب منصبانو ته په کې د استوګنې څو بلاکونه په پام کې نیول شوي ول.
انځور: AP په ۱۳۷۵ او ۱۳۷۶ کلونو کې د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ د نښتو په پایله کې د بګرام هوايي ډگر ته سخت زیان واوښت. هغه وخت دغه سیمه تر ډیرې مودې پورې د ښکیلو غاړو د جګړې لومړۍ کرښه وه.
انځور: AP کله چې د طالبانو واکمنۍ ړنګه شوه ایتلافي ځواکونو د بګرام هوايي ډگړ په خپله ولکه کې راوست او دغه سیمه يې د خپلو الوتکو د ناستي پاستي له پاره د یوه لوی مرکز په توگه وټاکله.
انځور: N/A ایتلافي ځواکونو د بگرام په هوايي ډگر کې د ملیونونو ډالرو په ارزښت پوځي تاسیسات ورغول او دغه ځای یې په بشپړه توګه له ملکي تسلت څخه بهر کړ. په دې ترڅ کې ایتلافي ځواکونو په دې ځای کې د جگړې پر مهال د نیول شویو بندیانو د ساتلو له پاره ۱۱ بلاکونه جوړ کړ او په دې ترتیب سره یې د بگرام زندان بسټ کیښود.
انځور: Getty Images په تیرو لسو کلونو کې د بگرام په زندان کې شاوخوا ۳۱۰۰ کسان ساتل کیدل. د دغو بندیانو په ډله کې له کورنیو جنګیالو نیولي بیا د بهرنیو هیوادونو تر اتباعو لکه پاکستانیانو، عربو او لیبیایي وګړو پوري شامل دي.
انځور: dapd له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې د ۲۰۱۲ کال په لومړیو میاشتو کې د بگرام په زندان کې د امریکايي سرتیرو له خوا د قرآن شریف په گډون د دیني کتابونو د سوځولو له کبله سختي مظاهرې وشوې چې په پایله کې یې ډیر کسانو ته مرگژوبله واوښته.
انځور: picture alliance/dpa افغانانو ته د زندان د تسلیمولو غوښتنه . افغان حکومت د دغه زندان له شتون سره که څه هم په لومړیو کلونو کې مخالفت نه درلود خو په وروستیو کلونو کې یې د دغه زندان شتون خپل ملي حاکمیت ته لوی گواښ وباله او له امریکايي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د هغه مسوولیت په خپله افغانانو ته وسپاري. ولسمشر کرزي په دې اړه څو وارې پر امریکا باندې سختې نیوکې وکړي.
انځور: REUTERS د مسوولیتونو د سپارلو د لړۍ پیل په لومړي سر کې په ۲۰۱۲ کال د لومړي ځل له پاره افغانانو ته د دغه زندان د ځینو برخو د مسوولیت سپارلو لړی پیل شوه. له هغه وخت راهیسې افغانان توانیدلي چې د نهو بلانکونو کنترول په خپل لاس کې واخلي او شاوخوا ۱۲۰۰ بندیان چې د هغوی په اند بیگناه ول، آزاد کړي.
انځور: DW/Qadir Wafa اصلي شخړه د دوو بلاکونو پر سر وه چې په کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې بندیان ساتل کیږي. د دغو بندیانو ډیر شمیر پاکستاني وګړي دي. واشنگټن دغه کسان د خپل امنیت له پاره خطرناکه بولي او له همدې کبله ټینگار کوي چې هغوی باید د امریکایي چارواکو له موافقې پرته آزاد نه شي.
انځور: Getty Images تر هغه وروسته چې څو وارې افغانانو ته د بگرام زندان د بشپړ مسوولیت سپارلو نیټه وځنډول شوه، اوس پریکړه شوې ده چې د دوشنبې په ورځ به دغه زندان به بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شي. کتونکي د بګرام زندان بشپړ افغانی کیدل د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژیک سند پر سر یوې هوکړې ته د رسیدو له پاره یو مهم پرمختګ بولي.
انځور: Reuters