د گډو عملياتو کمېدل د افغان حکومت غوښتنه وه
۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبهد دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د پنجشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۲۰) په کابل کي خبريالانو ته وویل، په اصولو کي هیڅ ډول بدلون نه دئ راغلی، بلکي دا زموږ غوښتنه وه چي افغان ملي پوځ ته باید د پوځي عملیاتو مسئولیتونه ورو ورو ور وسپارل سي:
«له څو مېاشتو راهيسي مو له ایساف څخه غوښتنه کوله چي د عملیاتو مسئوليت دي کرار کرار افغانانو ته وسپارل شي، چي د امنیتي مسئولیتونو د لیږد بهیر په لړ کي افغان ځواکونه د نړېوالي ټولني له ملاتړ پرته پخپله وکولای شي چي د عملیات لارښوونه وکړي او ان دا چي دغه غوښتنه ولسمشر تېر کال کړې وه.»
ښاغلی عظیمي وايي اوسمهال د ټولۍ په کچه له ناټو سره گډ پوځي عملیات درېدلي دي. خو د کنډک، ليوا او قول اردو په کچه اوس هم گډ پوځي عملیات دوام لري.
په افغانستان کي د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو عسکرو باندي تر بریدونو وروسته، اوس ناټو ویلي دي، چي له افغان ځواکونو سره د گډو عملیاتو او گزمو چاري ئې محدودي کړي دي.
په همدې حال کي بيا د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن ویلي دي، چي له افغان ځواکونو سره د گډو عملیاتو د محدودولو پرېکړه ئې لنډ مهاله ده.
د ښاغلي راسموسن په وینا دغه گام ئې د بهرنیو پوځیانو د ژوند د خوندېتوب له پاره اخيستی دئ او دا مانا نه لري چي گواکي د افغانستان له پاره د ناټو په تگلاره کي بدلون راغلی دئ.
خو د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا د ناټو دغه پریکړه د افغانستان په اړه د هغوی په تگلاره کي ښکاره بدلون بولي او زیاتوي، چي د ناټو له دې پرېکړي ښکاري چي پر افغان ځواکونو باندي ئې باور کم شوی دئ.
د پوځي چارو کتونکی جنرال عتیق الله امرخیل دويچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل:
«د ناټو پریکړه او د افغان چارواکو له خوا د هغې هرکلی به د دولت د وسله والو مخالفینو روحیه پياوړې کړي.»
ښاغلی امرخیل زیاتوي دمخه تر دې چي افغان ملي اردو په کیفي لحاظ پیاوړی شوی نه وي او د ناټو په څېر په پرمختللو وسلو سمبال شوی نه وي، په پوځي عملیاتو کي د ناټو رول محدودېدل د گټي پر ځای تاوان لري.
دا څرگندوني په داسي حال کي کیږي چي ويل کيږي تيره شپه د کونړ ولايت پر دانگام ولسوالۍ باندي ۴۵ راکيټونه او د مرورې پر ولسوالۍ باندي ۸ راکيټونه اورېدلي دي.
راپورونه وايي، چي د دغو راکيټونو په ترڅ کي د مرورې ولسوالۍ د ترخو اوبو په سیمه کي یوه مېرمن او یو ماشوم وژل شوي دي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
اسماعيل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل