ناورین پای ته نه رسیږي: لږ تر لږه د هغو کسانو له پاره چې ورسره مخامخ شوي دي او نه هم د شاوخوا ۲۰۰۰ هغو یزیدي ماشومان له پاره چې توانیدلي دي د داعش ډلې له غلامې څخه تر آزادیدو وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شي.
د بخښني نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې چې د یزیدي نسل وژنې د شپږمې کلیزي له پوره کیدو لږ مخکې خپور شوی دی، نیوکه کوي: »یزدي ماشومان چې تحقیر، جنسي تیری، ناوړه استفاده او د مغزو پریمنځل کیدل یي تجربه کړي دي یوازې پریښودل شوي.«
پروفیسور یان ایلان کیزیلان له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ د غلامۍ، پر ښځو د جنسي تیري او په لوړه کچه اعدامونو د انځورونو په لیدلو سره خپله توجه پر لویانو متمرکزه کړه. زما په نظر ماشومان یا خو په بشپړ ډول له یاده و ایستل شول او یا هم د جانبې مسئلې په توګه ورسره چلند شوی دی.»
کیزیلان د آلمان په سویل کې د کلتورونو ترمنځ د رواني ناروغیو د یوه مرکز مشر دی. هغه له زرګونو داسې کسانو سره خبرې کړي دي چې له داعش سره بندیان ول او د عراق په شمال کې د رواني داکترانو تر درملنې لاندي دي.
پروفیسور کیزیلان چې پخپله هم د امنيستي انټرنیشنل سازمان د رپوټ په جوړولو کې ونډه لري، وویل: «په کافي اندازه روانپژندونکي، رواني داکتران، ټولنیز کارکونکي او داکتران نه شته چې وکولی شي په دومره لوړ شمیر کې صدمې لیدونکو لویانو او ماشومانو ته رسیدګي وکړي.»
د بخښني نړیوال سازمان واضح کړې ده چې دغه ماشومان او تنکي ځوانان څومره ژر عاجلو مرستو ته اړتیا لري. دا رپوټ د په لسګونو نجونو او هغو ځوانانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی دی چې له داعش سره د بندیتوب پر مهال شکنجه شوي، ناوړه استفاده ترې شوې او یا هم په زوره جګړې کولو ته اړ ایستل شوي دي.
څو څو ځله د وینځو او غلامانو په شکل پلورل کیدل
د بیلګې په توګه ۱۴ کلنه راندا چې پنځه کاله له داعش سره بندۍ وه خپله کیسه کړې. د وینځي په توګه دا دومره ډیر پلورل شوې چې اوس یې په دقیق ډول په حساب نه پوهیږي. بالاخره له داسې یوه سړي سره مخامخ شوې چې دا ماشومه واده کولو ته اړباسي.
پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د داعش له خوا د ربړول شویو یزیدي ښځو له پاره نوې هیلې
د عراق په دهوک پوهنتون کې د هغو یزیدي نجونو او ښخو له پاره چې په اصطلاح د اسلامي دولت یا داعش له خوا ربړول شوي دي د تراما په برخه کې د رواني درملني یو انستیتیوت جوړیږي. دا په ټوله سیمه کې د خپل ډول لومړی بنسټ دی.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Martins
د مرستې په هیله
پروین علي باکو د داعش په بند کې د دوو کلونو وخت تر تیرولو وروسته، په تیښته وتوانیده. دغه ۲۳ کلنه یزدي ښځه له خپلې درې کلني لور سره نیول شوې وه. هغه چې اوس په عراق کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسیږي وايي: «زه هیڅ سم احساس نه لرم. زه اوس هم خوب نه لرم او بدن مې تل شخ وي.»
انځور: picture-alliance/dpa/A. Martins
ویروونکي یادونه
کله چې پروین لوړ غږ اورې نو تل ویریږې ځکه د داعش هغه غړي یې په یادیږي چې دا یې نیولې وه. هغه تمه لري چې په عراق کې له یوه نوي جوړ شوي انستیتیوت څخه مرسته ترلاسه کړي. دغه انستییتوت د هغې پروژې برخه ده چې د آلمان د بادن ووتمبرګ ایالت له خوا تمویلیږي. په دې مرکز کې همدا اوس هم ۱۱۰۰ ښځې چې له اسلامي دولت څخه په تیښته توانیدلي دي مرستې ترلاسه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Martins
د کبرتو کډوالو کمپ
په آلمان کې د میشتو ۱۰۰۰۰۰ یزیدیانو ټولنې له دغو کسانو سره د مرستې هڅه کړې ده. د آلمان د بادین وورتیمبرګ ایالت د ۹۵ میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام تائید کړ چې په ترڅ کې به یې د درې کلونو په موده کې هغه یزیدي میرمنې چې د داعش له خوا ربړول شوي دي آلمان ته راوستل شي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Martins
تر اوسه مرستې نه دي رسیدلي دي
د تندلارې ډلې اسلامي دولت، او عراقي ځواکونو تر منځ د جګړې له تودیدو سره لا ډیر قربانیان په دې توانیږي چې د داعش د غړو له بنده وتښتي. د عراق په شمال کې د کردانو په سیمه کې ۲۶ ارواح پیژندونکي کار کوي خو دغه سیمه بیا ۵.۵ میلیونه نفوس او له ۱،۵ میلیونه څخه ډیر کډوال او کورني بیځایه شوي کسان لري. د دغو ارواح پیژندونکو له ډلې څخه یو یې هم د «تراما» یا رواني ضربې د درملنې په برخه کې تخصص نه لري.
د کردستان د سیمه ایز حکومت د اعلان پر اساس د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې د یزیدي مذهبي اقلیت دقیق ۱۰۴۱ تنه ښځې یې په «دهوک» سیمه کې د داعش له بند څخه آزادې کړي دي.
د راندا په خبره ډیري دغو نجونو په ډیر بد شکل جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی. نوموړې زیاتوي: «په رواني لحاظ د دوی زړونه دومره مات شوي دي چې له سړو سره له هر ډول تماس ویره لري، حتی د خپلو ورونو او پلرونو څخه.»
د داعش له پاره جنګیدل او یا مرګ قبلول
هلکان له نجونو څخه په ښه وضعیت کې نه ول. نږدې نیمایي له دوی څخه د ماشوم سرتیرو په توګه ناوړه استفاده شوې دي. ظاهر د بخښنې په نړیوال سازمان کې خپله کیسه کړې. د هغه په خبره دوی په دوامداره توګه د کیبل او پلاستیکي پایپونو په وسیله وهل کیدل، د ولږې او تندې او د سخت ناوړه چلند سره مخامخ شوي دي. ظاهر ته د وسلو کارونې په برخه کې روزنه ورکړل شوې وه او ورته یې ګواښ کړی وو چې که جګړه ونه کړي نو وبه یي وژني. ظاهر وويل: «د دې له پاره چې ژوندی پاتې شم، ما جګړه وکړه.»
تر آزادیدو وروسته هم ظاهر له هیڅ لورې ملاتړ ترلاسه نه کړ. هغه وایي چې ما په رواني توګه درملنې ته ضرورت درلود. یو چا باید راته ویلي وای چې زه درسره یم، هغه څه چې ما هیڅکله ترلاسه نه کړ.
نوموړي د نورو داسې کسانو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه چې د ده په شان یي رواني صدمه لیدلې. د هغه په خبره ډیر په جسمي توګه هم ټپیان شوي دي. ځنو خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي او یا همدا اوس په خپل بدن کې مرمۍ او د مرمیو پارچې لري. کومه صدمه چې دوی لیدلې ده هغه وخت اوس تیر شوی دی، خو د دغو ماشومانو روانې صدمه لا همداسې پر خپل ځای پاتې ده.