د یورو د حوزې د مالیې وزیران د یونان د ټاکنو د پایلو په
۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعهاعلان
د رسنیو په حواله د یورو د هیوادونو د مالیې وزیران غواړي د یکشنبې په ماښام د یوه تیلیفوني کنفرانس په ترڅ کې د یونان د انتخاباتو د نتایجو په هکله سلا مشورې وکړي. د یورو د حوزې غړو اعلان وکړ چې د دغه کنفرانس د جوړېدو علت دا دئ که چیرې د سیریسا په نامه افراطي چپي ګوند په دغو انتخاباتو کې بری تر لاسه کړي نوامکان لري چې ډېره پانګه اچونه دي رامنځته سي.
داسي اټکل کیږي چې د بانک زیاتره مشتریان به د یکشنبې په ماښام لا د انترنیت د لارې خپل بانکي حسابونه تر سره کړي او د دوشنبې په سهار به پر بانکونو باندی یرغل وروړل سي. دغه انتخابات د نورو تر څنګ د یورو په حوزه کې د یونان د پاته کېدو په اړه د رایې اخیستنی له پاره تر سره کیږي. د وروستیو نظر پوښتنو پر اساس د نیا دموکراتیا محافظه کاره او د سیریسیا چپي ګوندونه په یوه سطحه کې قرار لري.