1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان ساحلي ګارد ۲۰۰ مهاجر نيولي دي

۱۳۹۸ اسفند ۲۶, دوشنبه

د یونان ساحلي ګارد د دوشنبې په ورځ د کیا ټاپو مخې ته ۲۰۰ مهاجر نیولي دي. د دغو مهاجرو لیږدونکې کښتۍ د کیا ټاپو په بندر کې چې د سیکلا ټاپوګانو پورې تعلق لري، په خټو کې بنده شوې وه.

Mittelmeerroute - Flüchtlinge im Boot
انځور: picture-alliance/dpa/AP/E. Morenatti

چارواکو ویلي دي چې قاچاقبران له یوې کوچنۍ ربړي کښتۍ څخه په استفادې تښتیدلي او دغه مهاجر یي یوازې پریښي دي. د یونان دولتي راډیو د ساحلي ساتونکو په حواله ویلي دي چې دغو پناه غوښتونکو د آژه سیند له لارې د ایټالیې په نیت حرکت کړی وو، خو په یونان کې بند پاتې شوي دي.

د رپوټ پر بنسټ دغه باري کښتۍ چې مهاجر په کې سپاره ول د تیزو بادونو له امله د کیا جزیرې په خټو کې نښتی ده. یونان د هغو مهاجرو د پناهندګۍ د غوښتنلیکونو ارزونه بنده کړې ده چې د مارچ میاشې له لومړۍ نیټې را په ديخوا له ترکیې څخه دغه هیواد ته ورغلي دي. ټاکل شوې ده دغه بندیدنه به د لومړي ځل له پاره د یوه میاشت له پاره دوام وکړي.

ټول هغه مهاجر چې د روانې میاشتې له لومړۍ نیتې را په دیخوا یونان ته رسیږي په یوه کمپ کې ساتل کیږي، څو وروسته یې بیرته ترکیې ته ستانه کړي.

د يونان حکومت هغه وخت پر دې اقدام لاس پورې کړ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبرورۍ میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې له اروپایې اتحادیې سره خپلې پولې د مهاجرو پر مخ پرانیزي.

تر دې اعلان وروسته په زرګونو مهاجرو یونان ته مخه وکړه. د یونان امنیتي ځواکونه توانیدلي دي چې له اوښکي بهونکي ګاز او ربړي مرمیو څخه په استفادې اروپایې اتحادیي ته د دغو مهاجرو د راتګ مخه ونیسي.

مرستندویه سازمانونه د یونان پر دې اقدام نیوکه کوي، خو د اروپا د باندنیو سرحدونو د ساتنې آژانس (فرونټکس) بیا د یونان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

آژانسونه: ش.ن/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب