1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان له ټاپوګانو د کم سنه مهاجرو د منلو غوښتنه

۱۳۹۸ دی ۳, سه‌شنبه

آیا آلمان باید د یونان له ټاپوګانو څخه کم سنه بې سرپرسته مهاجر ومني؟ دې موضوع په آلمان کې یې تاوده بحثونه راپارولي دي. د اروپایي اتحادیې کمیسیون اوس ارقام هم په ګوته کړي چې نوره نو زیاتره د کم سنه ماشومانو موضوع نه ده.

Griechenland Moria Flüchtlingslager in Lesbos
انځور: picture-alliance/AA/A. Mehmet

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د اروپایي اتحادیې کمیسیون له آلمان او د دغه اتحادیې له نورو غړو هیوادونو څخه غوښتي دي چې د یونان د مهاجرو له کمپونو څخه چې تر حده زیات ډک دي، بې سرپرسته کم سنه مهاجر ومني، آن که زیاتره یې ماشومان نه، بلکې تنکي ځوانان هم وي.

د دغه کمیسیون یوې ویاندې په بروکسل کې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «کمیسیون د هغه ځای (...) د سخت وضعیت په هکله اندیښمن دی.» د دغه ویاندې په خبره کمیسیون له نورو غړو هیوادونو په کراتو غوښتنه کړې ده چې په داوطلبه توګه بې سرپرسته ماشومان هستوګن کړي، خو په خبره یې تر اوسه دغې غوښتنې کوم اغیز نه دی لرلی.

د اروپایي اتحادیې کمیسیون ویاندي ویلي چې د ټولنیز پیوستون ملي مرکز د نومبر میاشتې د وروستیو معلوماتو له مخې په یونان کې د ۵۲۷۶ بې سرپرسته کم سنه مهاجرو له پاره د هستوګنې یوازې ۲۲۱۶ ځایونه ول او شا او خوا۳۰۰۰ ځایونو کمښت دی.

د آلمان حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چي اوسمهال باید کم سنه مهاجر یوازې آلمان ته را نه وستل شي. د حکومت مرستیالې ویاندي اولریکه دیمر، په برلین کې وویل: «موږ د راتلونکي له پاره د یوې اروپايي حل لارې په لټه کې یوو. آلمان په یوازې سر دغه کار نه شي کولی.»

تر دې دمخه د آلمان د زرغون ګوند مشر روبیرت هابیک دې غوښتنې په آلمان کې تاوده بحثونه راپورته کړل چې هغه پکې د یونان له ټاپوګانو څخه آلمان ته د ۴۰۰۰ کمه سنه مهاجر د راوستلو ملاتړ کړی وو.

د اروپايي اتحادیې کمیسیون د معلوماتو له مخې د یونان د لسبوس، خیوس، ساموس، لیوروس او کاس په ټاپوګانو کې د دسمبر تر شلمې نیټې پورې ۱۹۲۲ بې سرپرسته کم سنه مهاجر ثبت شوي ول. د روان میلادي کال د نومبر میاشتې تر وروستیو پورې په ټول یونان کې د دغه ډول ماشومانو شمیر ۵۲۷۶ تنه ته رسید، چې یوازې نهه سلنه یې تر ۱۴ کلنۍ کښته او د ځوانانو د محافظت د قانون له مخې ماشومان یادیږي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې لکه څرنګه چې يې د آلمان حکومت هیله لري چې د کم سنه مهاجرو د هستوګنولو له پاره ژر «حقیقي اروپايي حل لاره» وموندل شي واقعبینانه نه بریښي. ځکه چې اروپایي اتحادیه له کلونو راهیسې د مهاجرو پر وړاندې د یوه ګډ سیاست له پاره هلې ځلې کوي. خو د پولنډ او هنګري په څیر هیوادونو د مقاومت له کبله تر ننه د اروپايي اتحادیې دننه د مهاجرو د عادلانه ویش له پاره کوم سیستم نه دی رامنځ ته شوی.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل