د مهاجرو له پاره کرايي خونې نه شته
۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سهشنبهلمر، سمندر او مهاجر: د یونان په ځینو ټاپوګانو کې دغه راز حالت تر سترګو کیږي. تر ټولو وړاندي، د خیوس، لسبوس، لاورس، ساموس او کاسکه ټاپوګان له ترکيې يونان ته پر لار پراته دي چې په دې وروستیو کې د سیلانیانو د ورتګ له امله له اقتصادي اړخه ځپل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډي هیواد ترکیې څخه ډېر مهاجر یونان ته ځي او لا هم د یونان په هوټلونو کې د خونو د کرايه کولو تقاضا لوړه ده.
د هوټلونو یوناني مالکانو د خیریه سازمانونو له خوا د مهاجرو له پاره په هوټلونو کې د خونو د کرایه کولو پر وړاندي مقاومت کړی دی. دغه خیریه سازمانونه غواړي چې د دې ټاپوګانو په هوټلونو کې د مهاجرو له پاره خوني په کرایه ونيسي.
یونان ته د سیلانیانو د ډیر ورتګ وخت پر رارسیدو دی. د راتلونکي اوړي له پاره، د یونان د هوټلونو خاوندان د سیلانیانو د راتګ د یوه نوي ريکارد اټکل کوي. د یونان د خیوس په نامه د یوه ښکلي او لمریز ټاپو د هوټلونو څښتن وايي چې دوی نه غواړي د خپلو هوټلونو خونې مهاجرو ته په کرایه ورکړي. د دې پر ځای هغوی وايي چې موږ هڅه کوو چې بهرني سیلانیان جذب کړو.
په دې ټاپو کې د کابو ۱۰۰ هوټلونو د اتحادیې مشر، ګئورګ میسیتسیس په دې هکله داسې تشریح ورکوي: «د دې پریکړې تر شا توکم پالنه او د بهرنیو پر وړاندي نفرت نه دی، بلکې د دې برعکس زموږ ټاپو د دې راز انسانانو پر وړاندې ډیره ښه رویه کړې او له دوی څخه چې سخت کړاوونه یې ګاللې، ملاتړ کړی. هغه وايي چې موږ هم باید د خپلو مالي سرچینو د غښتلتیا له پاره د توریزم او د سیلانیانو بازار هم غښتلی کړو.»
د مهاجرو له پاره په هوټلونو کې د خونو اړتیا
دغه راز عکس العمل او اقدام په داسې حال کې کیږي چې د یونان حکومت او د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالی کمیساري یو داسې پروګرام پیل کړی چې له لارې يې له ډکو کمپونو څخه مهاجر را وباسي او د کمپونو پر ځای دوی د کوربه په کورونو او هوټلونو کې ځای پر ځای کیږي.
تر دې تازه پروګرام مخکي، د یونان پر حکومت سختي نيوکي شوي. پر آتن تور پوري شوی چې د مهاجرو د ځای پر ځای کولو په پروګرام کې پاته راغلی دی. تردې بده بیا دا ده چې د روان کال په پیل کې د ژمي په موسم کې یې مهاجر د «مرګ تر حده په سړه» هوا کې پریښې ول. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ ویاند، بوریس چیشیرکوف په دې هکله وايي: «[په دې هکله] د جدي تدابیرو په لاس کې نیولو له پاره اړتیا وه.»
له همغې مودې راهیسې، د یونان دولتي ادارو د مهاجرو د ځاي پر ځای کولو پروګرام په هکله ځینې بدلونونه رامنځته کړل. اوس مهاجر کولای شي چې له ټاپو ګانو څخه بیرون شي او د یونان وچو برخو او سیمو ته تګ راتګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د توافقنامې پر اساس، مهاجر تر هغه وخته پوري په خیمه ايي کمپونو کې په اوسیدو مجبور دي، څو چې د دوی د پناه غوښتنې پروسه نه وي بشپړه شوې. له همدې امله، تر ۱۲ زره زيارت مهاجر د اژه سمندر په پنځو ټاپو ګانو کې پاتي دي. دغه ټاپو د خیسو، لسبوس او کاوس په څیر د سیلانیانو د علاقې وړ یوه ټاپو ده.
خو په دې هکله استثنا هم شته: یوازې د یونان په خیوس ټاپو کې ټولټال ۱۷۵ مهجا ۴۴ کورونو ته انتقال شوي دي. دوی د خطر په توګه درجه بندي شوي او هغه هم له دې امله چې دوی ناروغان وو. سربیره پر دې، لکه څرنګه چې د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ ویاند په حواله د تیرې اونۍ په ترڅ کې شاوخوا ۵۰ مهاجر له دې ټاپو ګانو څخه د یونان نورو وچو سیمو ته انتقال شوي دي.
چیشیر کوف په دې هکله داسې تشریح ورکوي: «د خیوس په ټاپو کې د مهاجرو کمپونه د مهاجرو د ځای پر ځای کولو د ظرفیت له امله پوره شوي دي. خو د ځینو تازه قوانینو پر اساس، مهاجر باید د هغوی د غوښتنې خلاف دلته پاته شي او ځانونه په ټاکل شوو ځایونو کې ادغام کړي.»