د یونان پولیسو د قاچاقبرانو یو مشر نيولی دی
۱۳۹۵ مهر ۲۴, شنبهد يونان پوليسو یو ۵۱ کلن سوريايي سړي نيولی دی. دغه کس د دوشنبې ورځې راپديخوا د بلجيم د پوليسو تر تعقيب لاندې وو. د يونان پولیسو ويلي دي، چې د یاد سوريايي کس د نيولو د پاره په نړيواله کچه يو حکم صادر شوی وو.
د یونان پوليس زیاتوي چې نيول شوی کس د انساني قاچاقبرانو د ېوې ډلې د مشر په توګه پيژندل شوی دی. دوی وايي، دغه کس مهاجرو ته په سيستماتيکه توګه د سفر جعلي اسناد برابرول او پر هغوې يې پلورل، چې بيا به د هغو پر مټ مهاجرو اروپا ته په غيرقانوني توګه سفرونه کول.
د يونان پولیسو ويلي دي چې له دغه کس څخه يې د سفر اسنادونه، کمپيوټر، موبايلونه، یو شمير نور وسايل او ۲۰ زره يورو ترلاسه کړي دي.
د پولیسو یو مامور د آلمان خبري آژانس ته ویلې دي چې په پام کې ده دغه کس بلجيم ته وسپارل شي، خو له هغې څخه د مخه په سر کې بايد دا روښانه شي چې نوموړی په کرت ټاپو کې په څه کارونو بوخت وو.
د تورزیم د فصل پر وخت، د مديترانې د کريت ټاپو په هوايي ډګر کې په پرله پسې توګه مهاجر د جعلي اسنادو سره نيول شوي دي. دغه کسان حتي څو ساعته مخکې تر دې چې الوتکې يې د لويديځې اروپا پر لور پرواز وکړي نيول شوي او د تلو څخه يې مخنيوی شوی دی.