1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د یوه هندي ماشوم له خولې ۵۲۶ غاښونه وایستل شول

۱۳۹۸ مرداد ۱۱, جمعه

هندي ډاکټرانو د یوه اووه کلن ماشوم له خولې چې له درد څخه یې شکایت لره، ۵۲۶ غاښونه وایستل. ډاکټران وایي چې دا په نړۍ کې لومړۍ ځل دی چې د یوه انسان له خولې دومره ډیر غاښونه ایستل شوي دي.

ډاکټرانو د دې هلک له خولې تر ۵۰۰ ډیر غاښونه وایستل
ډاکټرانو د دې هلک له خولې تر ۵۰۰ ډیر غاښونه وایستلانځور: Reuters/P. Ravikumar

د هندوستان په چنای ښار کې یوه روغتون چې د دې هلک د خولې «ایکس رې» یې اخیستې ویلي دي، د دغه هلک په ژامه کې یې داسې یوه برخه موندلې وه چې دغه غاښونه په کې په غیر نورمال ډول موجود وو. 

د دغو غاښونو د ایستلو په موخه بیا ډاکټرانو د جولای میاشتې پر ۱۱مه نیټه عملیات وکړل. د سویتا غاښونو کالج او روغتون ډاکټرې پریتیبا راماني، وویل چې ډاکټرانو د دې له پاره چې د عملیات پایلې عامې کړي وخت ته اړتیا لرله ځکه باید یې لومړی دغه هر څه څیړلي وای.

هغې وویل: «د هلک مور او پلار روغتون ته هغه وخت چې دا هلک درې کلن وو خبر ورکړی وو چې د ماشوم خوله پړسیدلې ده. خو دا موضوع ځکه تشخیص نه شوه چې اضافي غاښونه لا د لیدو وړ نه وو.»

د ماشوم د خولې ایکس رېانځور: Reuters/P. Ravikumar

ډاکټرې زیاته کړې ده: «زموږ تیم د هغه له خولې ټول ټال ۵۲۶ غاښونه چې اندازه یې له ۰،۱ میلي متره تر ۱۵ ملي متره پورې رسیږي، را و ایستل.»

د ښاغونو د را ایستلو عملیاتو پنځه ساعته وخت ونیوه او را ایستل شوي غاښونه ۲۰۰ ګرامه وزن لري.

د راماني په خبره دا په ټوله نړۍ کې د یوه ماشوم له خولې د دومره ډیرو غاښونو د را ایستل لومړۍ ثبت شوې قضیه ده. په ۲۰۱۴ کال کې هم د هند په یوه دولتي روغتون کې د یوه بل هلک له خولې ۲۳۲ غاښونه ایستل شوي وو.

تر عملیات وروسته د ماشوم په خولې کې یوازې ۲۱ غاښونه پاتې ول او درې ورځې وروسته له روغتون څخه خپل کور ته واستول شو.

(ms/kh (dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب