1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

یو زنګ وهلې تمانچه تر ۱۵۰ زرو یورو په لوړه بیه وپلورل شوه

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

دغې تمانچې ته د «هنر په تاریخ کې د تر ټولو مهمې وسلې» نوم ورکړل شوی چې په پاریس کې لیلام ته وړاندې شوه. ځینو د دې وسلې پر لیلام نیوکه کړې او ویلي يې دي چې دا د فان ګوخ د وژنې تجارتي کول دي.

Auktion zu Lefaucheux-Revolver
انځور: picture-alliance/dpa/MAXPPP/Mousse

د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې یوه تمانچه چې باور کیږي نقاش فان ګوخ د ځان د وژلو له پاره کارولې وه، په ۱۶۲۵۰۰ یورو په يو لک ۶۲ زره ۵۰۰ وپلورل شوه. دغه زنګ وهلې تمانچه تر هغه چې یې تمه کیده په درې وارې لوړه بیه وپلورل شوه. د تمانچې د پیریدونکي نوم او نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دغه تمانچه په ۱۹۶۵ کال کې د یوه بزرګر له خوا د فرانسې په اویرس سور ایسې، کلي کې موندل شوې وه. په دې ځای کې فان ګوخ د خپل ژوند څو وروستۍ میاشتې تیرې کړې وې.

ویل کېږي چې دغه فرانسوي نقاش په دې سیمه کې په یوې ګروندې کې ځان په سینه ویشتی وو او بیا د ټپونو له کبله د ۱۸۹۰ کال په جولای میاشت کې ومړ.

بزرګر بیا موندل شوې وسله د هغه هوټل پخوانیو ساتونکو ته ورکړې وه چې فان ګوخ په کې ومړ. دغې کورنۍ بیا بالاخره په ۲۰۱۶ کال کې پریکړه وکړه چې تمانچه د فان ګوخ په موزیم کې چې په امستردام کې پروت دی، نندارې ته وړاندې کړي.

د تمانچې د پلورل کیدو پر سر جنجالونه

د تمانچې پلورل کیدو د هنرمندانو په منځ کې نیوکې راپارولې دي او د فان ګوخ  د مړینې په اړه بحثونه یې تازه کړي. د فان ګوخ انستیتوت چې د هغه هوټل د ساتنې مسوولیت لري چې دغه هنرمند په کې خپل د ژوند وروستۍ ورځې او شپې تیرې کړې دي، د یوې بیانیې له خپرولو سره د پلورل شوې وسلې اصلیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

انستیتوت ویلي دي: «داسې شواهد نه شته چې د دې وسلې پاتې شونې د فان ګوخ له وژل کیدو سره ربط ورکړي.»

دې انستیتوت همداراز د وسلې پر پلورل کیدو هم نیکه کړې ده او ویلي يې دي چې دغه موضوع د فان ګوخ د مړینې تراژیدي تجارتي کوي په داسې حال کې چې باید په اصل کې د دې پیښې درناوی وشي.

د لیلام هغه کمپنې چې وسله یې پلورلې ده، هم روښانه کړې چې داسې کومه چاره نه شته چې له مخې یې دا خبره یقیني شي چې همدا تمانچه د فان ګوخ په وژنه کې کارول شوې وه.

خو دې کمپنۍ روښانه کړې ده چې ترسره شویو آزموینو ثابته کړې ده چې پر دې وسلې ډزې شوې او بیا د څه نا څه ۷۵ کلونو له پاره تر خاورو لاندې شوې وه. دا هغه موده ده چې فان ګوخ په کې مړ شوی وو.

پر دې سربیره د فان ګوخ له سینې څخه ایستل شوې مرمۍ هم په دې وسلې کې د کاریدونکو وسلو په اندازه ده. په داسې حال کې چې د هنر ډیر تاریخ پوهان په دې نظر دي چې ګوخ پخپله ځان ویشتی وو، خو په وروستیو وختو کې ځینو څیړونکو ادعا کړې چې دغه فرانسوي هنرمند د دوو تنکیو ځوانانو له خوا په یوې کروندې کې ویشتل شوی وو.

(ms/bs (AP, AFP

زموږ له ارشیف څخه

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب