د یوې ۲۶ کلنې افغاني المانۍ جسد د هغې تر ورکیدو درې میاشتي وروسته د جرمني په دویسبورگ ښار کي پیدا سو. د دې میړه چي المانی ترکی دی، اعتراف کړی چي تر یوې مشاجرې وروسته یې هغه په قتل رسولې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Reichwein
اعلان
د جرمني پولیسو د مینه او. جسد د دویسبورگ د شاوخوا په یوه غار کي پیدا کړ. دغي ځواني جوړې یو پنځه کلن زوی هم درلود. ۲۸ کلن ترکي الاصله الماني اوس منلې او اعتراف یې کړی چي تر یوې مشاجرې وروسته یې خپله ښځه خفه او په یوه غار کي یې ښخه کړې وه. لويي څارنوالۍ اوس د قتل په تور د هغه د نیولو امر صادر کړی دی.
دا هم په داسي حال کي ده چي د همدې کال د سپټمبر میاشتي پر اومه باندي هغه پولیسو ته ویلي ول، چي خپله ښځه یې د اخر وار له پاره د همدې ورځي د ماښام پر ۶ بجې لیدلې وه، چي غوښتل یې د خپلي خور سره شپه تیره کړي. خو پولیسو ته ژر معلومه سوه چي د مینه او. خور د ډیر وخت څخه نور په جرمني کي نه اوسیږي.
پسله شپږو اوونیو څخه پولیسو د دغي ځوانې ښځي عکس او نښاني نشر کړه او د خلگو څخه یې د هغې په پیدا کولو کي کومک وغوښتئ. په ټوله اروپا کي د هغې پلټنه شروع سوه. د هغې یوه نښاني دا وه چي په چپه لاس کي یې خپل د میړه نوم حک (ټاټو) کړی ؤ.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Reichwein
پولیسو په خپلو تحقیقاتو کي د دې له میړه څخه یې د روابطو په باب پوښتني وکړې او یوه ویاند یې تیره جمعه (د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر شپږمه نیټه) وویل چي هغوی معلومه کړې ول، چي د دوی ترمنځ اختلافات موجود ول. ځکه نو د تحقیقاتو په ادامې سره یې پر میړه باندي شک ډیریده، چي بالاخره د اپارتمان تر تلاشۍ او ډیرو تحقیقاتو وروسته یې میړه تیره پنجشنبه (د ډسمبر ۵ نیټه) اعتراف وکړ چي خپله ښځه یې د همدې سپټمبر پر اوومه نیټه وژلې وه او په یوه لوی بکس کي تر ځای پر ځای کیدو وروسته یې بیا په یوه غار کي ښخه کړې وه. پولیسو هم د ادرس د تر لاسه کولو وروسته د مینې او. جسد پیدا او راوایست.
د مینه او. په باب ډیر معلومات په لاس کي نه سته. ویل کيږي چي هغې هم د افغانستان او هم جرمني تابعیت درلود. او په دې اواخرو کي یې د نرسينگ يا روغتياپالنې په رشته کي حرفوي زده کړه پای ته رسولې وه.
تر ټولو زيات قتلونه د نړۍ په کومو ښارونو کي؟
د نړۍ بعضي داسي ښارونه سته چي پکښي بېله جګړې قتل او وژنه ورځني جرمونه دي. هر کال د نفوس د هرو ۱۰۰ زرو کسانو پر سر په کوم ښار کي تر ټولو زيات قتلونه کيږي؟ په دغه انځوريز البوم کي يې وګورئ: