1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوې چورلکې د را نسکوریدو په پيښه کې دوه اسرائیلیان وژل شوي

۱۴۰۰ دی ۱۴, سه‌شنبه

اسرئیلي پوځ ویلي چې د روزنیزو تمرینونو پر مهال د یوه هلیکوپتر د را نسکوریدو په پيښه کې دوه پیلوټان وژل شوي دي. تر پيښې وروسته دا ډول پوځي رونیز تمرینونه په موقتي ډول درول شوي دي.

Israel I Helicopter Unfall in Haifa
انځور: JINI/ Xinhua/picture alliance

د اسرائیل د دفاع وزارت د سه شنبې (د جنورۍ میاشتې ۴ نیټه) په ورځ وویل چې د اسرئیلي پوځ یوه چورلکه د دغه هیواد په شمال کې د روزنیزو مشقونو پر مهال د پيښې ښکار شوې ده. په دې پيښه کې دوه اسرئیلي پيلوټان وژل شوي او د عملې دریم تن ټپي شوی دی.

پوځ ویلي چې ټپي کس د پیښې له ښکار شوي هلیکوپتر څخه تر را ایستل کیدو وروسته روغتون ته انتقال شوی دی. د اسرائیلو د دفاع وزارت تر اوسه پورې د پيښې رامنځته کیدو علت په هکله څه نه دي ویلي.

پوځ په یوه بیانیه کې ویلي دي چې د اسرائیل د هوایي ځواکونو اتالیف میري ټائم هلیکوپتر د دغه هیواد په شمالي ښار حیفه کې د مدیترانې سمندرګي په ساحل کې د پيښې ښکار شوی دی.

مرستندویه ټیمونه د هغو له جملې څخه «تر اوبو لاندې ماموریت ځانګړي ځواکونه» د پيښې ځای ته استول شوي دي. دوی ونه توانیدل پيلوټان وژغوري او دواړه پیلوټان د پيښې په ځای کې په مړي حالت کې موندل شوي دي.

هلیکوپتر د دغه هیواد په شمالي ښار حیفه کې د مدیترانې سمندرګي په ساحل کې د پيښې ښکار شوی دی.انځور: JINI/ Xinhua/picture alliance

اسرائیلي پوځ ویلي دي چې د هلیکوپتر د عملې دریم غړی چې هوایي ناظر یا څارونکی دی، په «متوسط» ډول ټپي دی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د اسرائیل هوایي ځواکونو قوماندان امیکم نارکن تر پیښې سمدستي وروسته ټول روزنیز تمرینونه په موقتي ډول درولي دي. پوځ زیاته کړې ده چې یوه لوړپوړي پوځي افسر ته د دې پيښې په اړه د پلټنې دنده سپارل شوې ده.

د اسرئیلي پوځ له خوا په خپاره شوې یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې د وژل شوي پیلوټانو کورنۍ ته د پيښې په اړه اطلاع ورکړل شوې ده. پوځ د قربانیانو کورنۍ سره غمرازي هم ښودلې ده: «د اسرائیلو دفاعي ځواکونه د زیانمنو شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او له دوی سره خپلې مرستې جاري وساتي.»

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب