1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قتل عام د عاملانو د محاکمې غوښتنه وسوه

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

په ۱۳۷۹لمریز کال کې د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کي د طالبانو له خوا د قتل عام سویو کسانو د کورنیو پاته غړي د یادي ورځي د یادولو په مناسبت په جوړه سوې غونډه کي د یادي پيښي د عاملانو د محاکمه کولو غوښتونکي سول.

Afghanistan Protest
انځور: Abbas Basher

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په ۱۳۷۹لمریز کال کې د مرغومي میاشتي پر نولسمه نېټه هغه مهال، چي دغه ډله په یکاولنګ ولسوالۍ کي د حزب وحدت افغانستان پر ځواکونو بریالۍ سوه، په دغه ولایت کي يې په ډله ايزه توګه خلک ووژل. 


د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښني نړيوال سازمان په ۲۰۰۱م کال کي په دې اړه د «یکاولینګ قتل عام» تر سرلیک لاندي بشپړ جزییات خپاره کړل او د عیني شاهدانو په څرګندونو يې دغه جزييات مستند کړي ول.

اړوند: د فرخندې د قتل په څلوېښتي، د عدالت غوښتني لاريون
د سیمي خلک د پيښي قربانیان ۳۰۰ تنه یادوي. د بخښني نړيوال سازمان د ۲۰۰۱م کال په خپل راپور کي لیکلي ول: «دغه سازمان ۱۷۰ قربانیان په نخښه کړي دي، خو باور کیږي چي د یادي پيښي د قربانیانو شمېر تر ۳۰۰ ډېر دي.»

په ۱۳۷۹لمریز کال کي د یکاولنګ په ولسوالۍ کي د قتل عام سویو کسانو عکسونه انځور: Abbas Basher


د بخښني نړيوال سازمان په ۲۰۰۱م کال کې په خپل ګذارش کي لیکلي ول: «د معلوماتو پر بنسټ د پیښي په قربانیانو کي ښوونکي، بزګران، کارګران، دوکانداران، یو ډاکټر، نجاران، د دفتر کارکوونکي، یو دیني لارښود، د دیني مدرسې شارګردان، د بشري حقونو فعالان او نانوایان شامل ول.»


د یادو قربانیانو د کورنیو پاته غړو ۲۲ کاله وروسته د دوشنبې په ورځ چي د مرغومي میاشتي ۱۹مه نېټه کېږي د طالبانو له مسؤلانو او ملګري ملتونو څخه وغوښتل چي په پېښه کي لاس لرونکي کسان دي د محکمې مېز ته راکش او سزا دي ورکړل سي.


غفار رضايي یو د هغي پيښي د قربانیانو د پاته سویو کورنیو له غړو څخه دی، هغه دویچه ویله ته وویل ۲۲ کاله ترمخه تر ۳۰۰ زیات د یکاولنګ ولسوالۍ اوسیدونکي د طالبانو له خوا په بې رحمۍ وویشتل سول.

اړوند: «بوکو حرام» په سونو انسانان قتل عام کړي
رضايي وايي: «نن په لسهاوو ښځي، کوچنیان او د مرغومي میاشتي د ۱۹ ورځي د خونړۍ پیښي د قربانیانو پاته سويو کسانو د یوې غونډي په ترڅ کي له طالبانو او له نړيوالو سازمانونو څخه په قتل عام کي لاس لرونکو ته د سزا ورکولو غوښتونکي سول.»


په لومړۍ دوره کي طالبان له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کال پوري پر افغانستان واکمن ول چي له شمالي ټلوالي سره يې ډېري جګړې هم وکړې.


د سیمي یو تن اوسیدونکی عزیز محبي وايي، له دغه ولسي قتل عام څخه ترمخه، یکاولنګ ولسوالي څو واري د طالبانو او حزب وحدت ځواکونو له خوا لاس په لاس سوې وه.

اړوند: 
نوموړی چي د پيښي پرمهال په سیمه کي شاهد وو دویچه ویله ته وویل، هغه وخت چي طالبانو دغه ولسوالي ونیوله، ولسي خلک يې له درو څخه لاس تړلي راټول او په دریو ځایونو کي يې وویشتل چي د دوی په منځ کي دوه کم عمره کوچنیان هم شامل ول، محبي زیاتوي: «طالبانو ۲۸۵ کسان چي ټول بزګر، ښوونکي، نانوای، نجار او همدارنګه ولسي خلک ول وویشتل.»

په بامیان کي د طالبانو والي عبدالله سرحدي د دې پوښتني په ځواب کي چي د یکاولنګ د خلکو غوښتني ته څه ځواب وايي، وویل، د سیمه ایزو خلکو د یادي غونډي او غوښتني په اړه معلومات نه لري.


سرحدي وايي: «زه د بامیان ولایت مسئول یم، ماته دي شکایت وکړي، زه يې اورم او پلټنه کوم، چي رښتیا څه دي؟ تر اوسه زه په دې اړه هیڅ معلومات نه لرم.»


د بامیانیانو په یاد دي چي د طالبانو په اوله دوره کي سرحدي د دغه ولایت نظامي مسئول وو، خو اوس نوموړی وايي چې د طالبانو په لومړۍ دوره کي يې په دغه ولایت کي هیڅ مسئولیت نه درلود. 

پر ابراهيم خيل نجرابي د طالبانو په زندان کې څه تير شوي؟

11:08

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب