1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۱۳۷ زره رایو تر تفتیش وروسته دې کمیسیون پایلې اعلان کړي

۱۳۹۸ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې ۱۳۷ زره مشکوکې او ۱۰۲ زره د ټاکنو تر ټاکلي وخت وروسته کارشوي رایې یې د ځانګړې بیا ارزونې له پاره لیږلي دي.

Afghanistan Stimmauszählung
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Noroozi

د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون مشرې زهره بیان شینواري، نن په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو شکایتونو ته د رسیدګۍ په برخه کې خپله وروستۍ پریکړه د رسنیو پر وړاندې له خلکو سره شریکړه کړه.

د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د معلوماتو پر اساس، دغه کمیسیون د ۶۲۰۰ شکایتونو او استنافي اعتراضونو تر ثبت وروسته دغو شکایتونو ته رسیدګي کړې ده.

د دغه کمیسیون د مشرې په حواله، د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو په هکله شکایتونه ثبت شوي دي او دا چې یوازې په میدان وردګ، جوزجان، بادغیس، تخار او په پروان ولایتونو کې هیڅ راز شکایتونه نه دي ثبت شوي.

د مشکوکو رایو په هکله یاد کمیسیون پریکړه کړې ده چې «د ۱۳۷ زره او ۶۳۰ مشکوکو رایو په هکله ثبت شوي شکایتونه چې په مجموع کې د ۴۵۶۳ محلونو اړوند دي په دوو برخو یعنې ۱۴۶۶ او ۳۰۹۷ محلونو ویشل شوي دي چې له دې ډلې څخه ۳۰۹۷ محلونو چې د رایو شمیر یې له ۱۳۷ زرو څخه ډیریږي، یوازې لس سلنه برخه یې چې د شاوخوا ۳۰۹ محلونو اړوند دي، ځانګړې بیا ارزونې ته لیږل کیږي.» د کمیسیون د معلوماتو پر اساس، ځانګړې ارزونه د بایومتریکي معلوماتو، ژورنال او د پایلو د کاغذي جدول له مخې ترسره کیږي.

انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د معلوماتو پر اساس، که چیرته د ۱۳۷ زره او ۶۳۰ رایو له ډلې څخه، ۶۵ سلنو یې بایومتریکي معلومات، ژورنال او د پایلو کاغذي جدول درلود، نو ټولې رایې د اعتبار وړ ګڼل کیږي او که چیرته د تفتیش کیدونکو محلونو ۳۵ سلنه یې پورته ذکر شوي موارد نه درلودل، نو په دې صورت کې د ۱۳۷ زره رایو ټول محلونه ځانګړې بیا ارزونې ته لیږل کیږي.

د کمیسیون په خبره په دې صورت کې چې بیا هر څومره رایو د اعتبار پورته موارد پوره کړل، هغه با اعتباره او پاتې رایې بیا رد شوي رایې شمیرل کیږي.

بل لوري ته د ټاکنو له ټاکلي وخت څخه د بهر کاریدلو رایو په هکله د ثبت شویو شکایتونو په تړاو یاد کمیسیون وویل چې په ۳۵۴ محلونو کې په مجموعي ډول تر۱۰۲ زره ډیرې رایې له ټاکلي وخت څخه بهر کاریدلي دي او وايي چې له دې ډلې څخه ۱۵ سلنه یې چې د شاوخوا ۱۱۳۰ محلونو رایې کیږي، ځانګړې تفتیش او بیا ارزونې ته لیږل کیږي.

د کمیسیون په خبره که چیرته له دغو رایو څخه ۶۵ سلنه یې د اعتبار خپل معیارونه پوره کړل، نو ټولو ۱۰۲ زره رایو ته اعتبار ورکول کیږي، خو که چیرته ۳۵ سلنه یې بیا د اعتبار معیارونه پوره نه کړل، نو په دې صورت کې ټولې ۱۰۲ زره رایې باطلې اعلانیږي.

انځور: Reuters/O. Sobhani

دغه کمیسیون همدا راز له بایومتریک پرته د کاریدونکو رایو په هکله هم پریکړه وکړه. د شکایتونو کمیسیون وايي چې په ۲۹۸ محلونو کې له بایومتریک پرته د کاریدونکو رایو په هکله شکایتونه ثبت شوي دي او زیاتوي چې پریکړه شوې چې د ۲۹۸ محلونو ټولې دغه راز رایې به له سره شمیرل کیږي او که چیرته یې د اعتبار معیارونه پوره نه کړل، یادې رایې به باطلې اعلان شي.

میرمن شینواري په دې خبري غونډه کې وویل چې د کمیسیون دغه پریکړه نهايي ده او زیاتوي چې که چیرته ولایتي دفترونو یې په دې هکله نورې پریکړې کړې وي، هغه ټول رد دي او د اعتبار وړ نه دي.

نوموړې همدا راز ټینګار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مکلف دی چې وروسته له هغې چې د رایو بیا شمیرنه او تفتیش پای ته ورسیږي او ټولو شکایتونو ته رسیدګي وشي، د ټاکنو نهايي پایلې اعلان کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د ۳۰۰ زره نورو هغو رایو په هکله چې د مختلو انتخاباتي ډلو ترمنځ جنجالي دي، هیڅ راز پریکړه ونه کړه. د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې څلور میاشتې وړاندې ترسره شوې، خو تراوسه پورې یې نهايي پایلي نه دي اعلان شوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل