د نړۍ په تر ټولو ککړې هوا درلودونکو لسو ښارونو کې د هند څو ښارونه شامل دي چې یو یي نوی ډهلي دی. هغه کسان چې په نوي ډهلي کې د هوا پاکولو اړوند مصنوعاتو د پير او پلور په برخه کې فعالیت کوي کاروبار یي ډير ښه روان دی.
خالص خوشبویي لرونکی اکسیجن
په پلازمېنې نوي ډهلي کې نه یوازې د هوا له ککړتیا څخه د حفاظت کونکو مصنوعاتو بازار تود دی، بلکې داسې «اکسیجن بار» هم پرانیستل شوی دی چیرې چې عام خلک کولی شي خالص اکسیجن تنفس کړي، هغه هم د ګلانو، لیمو او نورو بوټو د تیلو له خوشبویۍ سره.
د یو خاص قیمت په بدل د (Oxy Pure)په نوم د اکسیجن په بار کې سړی کولی شي د ۲۹۹ هندي روپیو (د ۴ ډالرو معادل)په بدل کې د ماسک په وسیله ۱۵ دقیقې خالص اکسیجن تنفس کړي.
د نفوسو له پلوه د نړۍ د دویم لوی هیواد هند په پلازمېنې نوي ډهلي کې یوازې په تیرو دوو اونیو کې هوا دومره ککړه وه چې چارواکي مجبوره شول د عامه روغتیا په پام کې نیولو سره د بیړني حالت اعلان وکړي. يعني یوازې په ۱۴ ورځو کې دوه ځله د «پولوشن ایمرجنسي» یا ککړې هوا بیړني حالت له کبله یي ټول ښوونځي رخصت کړل او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه چې له خپلو کورونو څخه دې دباندې نه وځي.
د اُکسي پیور بار مالک وایي: «په نوي ډهلي کې د اکسیجن دا بار د خپل ډول لومړنی تجارتي سهولت دی چې عام خلک کولی شي د لږ وخت له پاره د دې ښار له ډیرې ککړې او ناپاکې هوا څخه ځان وژغوري.»
نوموړی زیاتوي چې د دوی بار ته په ورځ کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ تنو پورې داسې مشتریان ورځي چې هیله لري پاکه هوا تنفس کړي.
(dpa)sn-bs
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
په نوي ډهلي کې هوا په بې سارې توګه ککړه شوې
د هند چارواکو د هوا د ککړتیا د کمیدو له پاره په نوي ډهلي او شا او خوا سیمو کې له شخصې موټرو څخه په استفادې بندیز لګولی دی. په نوي دهلي کې هوا دومره ککړه ده چې اعلی وزیر هغه د ګاز له یوې خونې سره پرتله کړې ده.
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussainپه نوي دهلي کې په وروستیو درو کلونو کې د هوا ککړتیا لوړ حد ته رسیدلې ده. د دوشنبې په ورځ د دغه ۲۰ میلیوني ښار د هوا د کیفیت شاخص ۴۳۶ وو، یعنې د توصیه شوې حد څخه نهه وارې لوړ.
انځور: picture-alliance/Photoshot/P. Sarkarسخت دود د نوي دهلي مرکزي سیمي پوښلي دي، چې زیاتره پلي ګرځیدونکي او پر بایسکل سپاره کسان ماسک اغوندي. چارواکو روغتیایي بیړنی وضعیت اعلان کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې هغه کسان چې له تنفس او د سترګو د سوځیدو ناروغیو کړیږي، دغه ستونزه به یې لا ډیره شي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Hussainد دهلي «انډیا ګېټ» چې د پلازمېنې یو له مهمو ملي یادګارونو څخه دی، زهرجنې وریځ پوښلی وو. د هوا دغه ککړتیا د دې سبب شوه چې د هند ستره محکمه تر سه شنبې ورځې پورې په ښار کې د ساختماني چارو کارونه ودروي. چارواکو په مؤقتي توګه ښوونځي هم تړلي او په میلیونونو ماسکونه یې پر خلکو ویشلي.
انځور: picture-alliance/AA/J. Sultanد دهلي اعلی وزیر اروند کجریوال چې دغه ښار یې د ګاز له یوې خونې سره پرتله کړی وو د ټویټر په ټولنیزه شبکه کې په خپرې شوې یوې ویډیو کې ویلي دي چې «هر لوري ته دود دی او د ځوانانو، ماشومانو او زړو خلکو په شمول خلک په مشکل سره ساه اخیستی شي.»
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/P. Sarkarدا چې د ککړې هوا پر وړاندې مبارزه وشي، چارواکو د پلازمېنې پر نیمایي شخصي موټرو بندیز لګولی دی. د دغو مقرراتو له مخې هغه موټر چې د نمبر پلیټ وروستۍ شمیره یې طاق ده په ورځ او هغه موټرې چې د نمبر پلیت وروستۍ شمیره یې جفت ده په بله ورځ پر سړکونو د ګرځیدو اجازه لري. موټرسایکلونه، او عامه ترانسپورت له دې مقرارتو استثنا ګرځول شوي.
انځور: DW/A. Ansariد نوې طرحې د رعایتولو غوښتنه
دغه داوطلب ترافیک یوه لوحه له ځانه سره لیږدوي چې له موټر چلوونکو څخه د طاق او جفت د طرحې د مراعاتولو غوښتنه کوي، څو د هوا ککړتیا راکمه شي. تر ۶۰۰ زیات پولیس او داوطلب کسان ګمارل شوي دي چې د نوو مقرراتو د نه مراعات کولو په صورت کې سرغړونکي تر ۴۰۰۰ هندي کلدارو جریمه کړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarupکارپوهان خبرداری ورکوي چې پر موټرو محدودیت وضع کولو د دغه ستونزې پر وړاندې د مبارزې له پاره کافي نه ده. د چاپیریال ساتنې د سیاست شنونکي سدهارت سنګ، د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «که چیرې د هوا ککړتیا د نقلیه وسایلو له ترافیک څخه وای، نو دا بیا یوه حل لاره وه.» د هغه په خبره اوسمهال دا کومه حل لاره نه ده، ځکه چې شخصي موټر په دغه ستونزه کې کوچنۍ ونډه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarupهند، چې د څو ښارونه هوا یې ککړه ده
هر چا د چارواکو سپارښتنه ته چې په کور کیني غوږ نه دی نیولی. د دهلي اوسیدونکي د ککړې هوا له زیاتې کچې سره نابلده نه دي او زیاتره کسان په عادي ډول خپل ژوند کوي. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلومات له مخې د هند لس ښارونه په هغه ډله کې شامل دي چې هوا يې ډیره ککړه ده.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Kachroo