1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د ۱۹ کلنو نړیوال جام: افغانستان سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

۱۳۹۸ دی ۲۷, جمعه

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کښته لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سویلي افریقا لوبډلې ته سخته ماته ورکړه. دغه سیالي په سویلي افریقا کې د جمعې له ورځې څخه پېل شوې او پای لوبه به یې د فبروري په نهمه وي.

Cricket - 2020 ICC U19 World Cup - Südafrika v Afghanistan
انځور: picture-alliance/empics/BackpagePix

د پچې تر ګټلو وروسته سویلي افریقا په خپله د منډو جوړولو پریکړه کړې وه. د جمعې د ورځې په لوبه کې د افغانستان تر ۱۹ کلنو کښته سن ځوانانو لوبډله ډیره ښه وځلیده.

افغان بالرانو یا توپ اچوونکو خپله سیاله ډله له لومړي سره تر سخت فشار لاندې نیولې وه. په اوو مجموعي منډو د سویلي افریقا دوه لوبغاړي سوځیدلي وو. سویلي افریقا ټوله لوبډله په دغه یوه ورځنۍ لوبه کې د ۳۰م اوور په لومړي توپ وسوځیده او افغانستان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري ورو توپ اچونکی شفیق الله غفاري، ډیر ښه وځلید او د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي یې وسوځول. غفاري نه یوازې زیاتې ویکټې واخیستې بلکې په نهو اوورونو کې یې یوازې ۱۵ منډې ورکړي.

د ځوانانو د دغه نړیوال جام پای لوبه د فبرورۍ پر نهمه نېټه ترسره کیږي.انځور: picture-alliance/empics/BackpagePix

د غفاري ترڅنګ فضل حق او نور احمد هم د سیالې لوبډلې دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. غفاري د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د افغانستان توپ وهونکي هم ښه وځلیدل. که څه هم د افغانستان لومړي وېکټه په ۲۶ منډو ولویده خو د ابراهم ځدراڼ او عمران دواړه د پنځوسیزو پر مټ افغانستان ټاکلی هدف په ۲۵ اوور کې د درو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړه او خپله لومړي لوبه یې وګټله.

تر۱۹ کلنو کښته عمره لوبډلو په نړیوال جام کې په ټوله کې ۱۶ ټیمونه دي چې افغانستان په ډي، ګروپ کې دی. په دغه ګروپ کې پر افغانستان سربیره د کاناډا، متحده عربي آماراتو او سویلي افریقا لوبډلې شاملي دي.

تر ۱۹ کلنو د کښته سن لوبډلو په دغه نړیوال جام کې به افغانستان د ګروپي سیالیو په ترڅ کې خپله دوهمه لوبه د جنورۍ پر ۲۲مه له متحده عربي آماراتو او د جنورۍ پر ۲۴مه له کاناډا سره وکړي. د ځوانانو د دغه نړیوال جام پای لوبه د فبرورۍ پر نهمه نېټه ترسره کیږي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب