د برازیل په ساحلي سیمه کوستا دو سایپي، کې د ۲۰۱۴م کال د فوټبال د نړیوال جام د گروپونو قرعه کشي په ۱۹۳ هیوادونو کې د تلویزون په پرده خپریده. لومړۍ لوبه به د جون د میاشتې پر ۱۲ مه نیټه د برازیل او کروشیا تر منځ تر سره شي.
انځور: Reuters
برازیل د A، په گروپ کې دی
قرعه کشي د لسو زرو کسانو د راټولیدو په خیمه کې، د ۴۰۰۰ خبریالانو او د ډیر شمیر هیئتونو په حضور کې د نڅا او نمایشي حرکاتو په وړاندې کولو سره تر سره شوه. پر دې سربیره په دغه قرعه کشۍ کې د فوټبال یو شمیر مشهورو ستورو هم گډون درلود.
انځور: Reuters
A، گروپ
د A، په گروپ کې د برازیل، کروشیا، مکسیکو او کامرون لوبډلې شاملې دي. کوربه هیواد برازیل به د مکسیکو او کامرون سره تر مخامخ کیدو د مخه، له کروشیا سره خپله لومړنۍ لوبه تر سره کړي.
B، گروپ
په B، گروپ کې د هسپانیې، هالنډ، چلي او آسترالیا لوبډلې شاملي دي. د دغه ډلې ترتیب د ۲۰۱۰م کال د فوټبال نړیوال جام ته ورته دی. د چلي لوبډله د سویلي امریکا تر ټولو قوي لوبډله شمیرل کیږي.
C، گروپ
د C، په گروپ کې د کولمبیا، یونان، د عاج ساحل او جاپان لوبډلې د یو بل پر وړاندې مقابله کوي. دغه گروپ کابو تر ټولو ضعیف شمیرل کیږي خو بیا هم د عاج ساحل د افریقا له قوي ترینه ټیمونو څخه شمیرل کیږي او جاپانیان هم یو شمیر ماهره لوبغاړي لري.
د F، په گروپ کې به د ارجنټاین، بوسنیا هرزوگوینا، ایران او د نایجریا لوبډلې له یو بل سره خپل زور و ازمایي. داسې په نظر رسیږي چې د بوسنیا هرزوگوینا لوبډله به له نورو ډلو څخه ماتې وخوري، ځکه چې د ارجنټاین لوبډله د اتلولۍ تاریخي قهرماني لري او د نایجریا لوبډله هم ډیره پیاوړې ده خو ایران لا تر اوسه معما ده.
G، گروپ
آلمان، پرتگال، گانا او د امریکا متحده ایالاتو ملي لوبډلې په دغه گروپ له یو بل سره مخامخ دي. د متحده ایالاتو د لوبډلې روزونکي یورگین کلینزمن احتمالا نه غوښتل چې د خپلې پخوانۍ لوبډلې سره یې لوبډله مخامخ شي. د آلمان د لوبډلې اوسنی روزونکی د کلینزمن پخوانی مرستیال یواخیم لو دی.
H، گروپ
په دغه گروپ کې د بلجیم، الجزایر، روسیې او سویلي کوریا لوبډلې له یو بل سره خپل زور ازمایي.
قرعه کشي د یوې پیښې تر سیورې لاندې تر سره شوه
په برازیل کې د قرعه کشۍ تر سره کیدل د لوبغالې د جوړیدو په کار کې د ځنډ د خبر تر سیورې لاندې تر سره شوه. پر دې سربیره د فوټبال د نړیوال جام فعالینو د ساو پاولو ستودیم د پیښې په اړه د احتجاج د تر سره کولو گواښ کړی دی.