د ۲۰۱۶ کال غوره فلمونه
۱۳۹۵ آذر ۲۷, شنبهد ۲۰۱۶ کال غوره فلمونه
سږ کال پای ته رسيږي. خو د کال غوره فلمونه کوم ول؟ تر ټولو زياتې پيسې کومو فلمونو وګټلې او ليدونکو کوم فلمونه خوښ کړل؟ د ۲۰۱۶ کال د ځينو غوره فلمونو انځورونه دلته کتلی شئ!
د ۲۰۱۶ کال غوره فلمونه
د احساساتو ډک فلم «زما زړه، زما ځيګر» فلمي لارښودې، ماېوېن، جوړ کړی دی. هغه د مينې يو داستان دی چې له تلوسې ډک هم دی. هغه د نندارچيانو په اند يو ښايسته فلم دی چې ځينې يې د کال غوره فلم هم بولي.
د «ښايسته فصل» په نوم فلم
کاترين کورسيني يوه بله فرانسوۍ فلمي لارښوده ده چې د مينې په هکله فلم يې جوړ کړی دی. يوه ځوانه ښځه له اطرافو څخه کوم لوی ښار ته مخه کوي او هلته له يوې بلې ښځې سره پېژني. موضوع پارونکې، خو له احساساتو ډکه ده.
د «حوض» په نوم فلم
د شپېتمو کلونو د «حوض» نومي فلم نوې بڼه له اصلي فلم څخه لا ښه ده. ايټالوي لارښود، لوکا ګوادانينو، څلور انسانان راپېژني، چې د سختې ګرمۍ او نامعلومو احساساتو په فضا کې ښکېل دي. سربېره پر دې ښايسته سينمايي انځورونه د دغه فلم بله ځانګړتيا ده.
پای
د «پای» په نوم فلم د فرانسوي فلمغاړي، ګيلوم نيکلو، زېږدنده ده چې د آلمان سينماګانو ته لا نه دی راوتلی. دغه فلم په ځنګل کې د يوه سفر کيسه کوي چې مشهور فلمي ستوری، ژېرار ديپارديو، پکې لوبيږي. دغه فلم له رموزو ډک دی چې د سړي ساعت هم ښه ورتېروي.
فرانڅ
بل فرانسوی فلم د لارښود، فرانسوا اوزون، توليد دی. دغه تور او سپين فلم «فرانڅ» نوميږي چې د فرانسويانو او جرمنيانو په هکله دی. د دغه فلم اصلي موضوع سوله او جګړه ده.
د پاچا له پاره هولوګرام
مشهور امريکايي لوبغاړی ټام هېنکس د فلمي لارښود، ټام توايکر په فلم کې لوبيږي. «د پاچا له پاره هولوګرام» يو پياوړی فلم دی چې د هېنکس تر څنګ نور لوبغاړي هم پکې ښه ځليږي. هغه ډېرې ټوکې او نازکې مسخرې هم رانغاړي.
ځوانه رڼا
دغه آلمانی فلم «ځوانه رڼا» نوميږي چې اوس تازه سينما ته راوځي. آدولف وينکلمن په اويا کلنۍ کې د خاطراتو ډک يو فلم جوړ کړی چې د پلار او زوی کيسه رانغاړي. هغه د موسيقۍ، خيالونو او احساساتو ډک دی.
پېټرسن
د جيم جارموش وروستي فلمونه مصنوعي او وچ ايسېدل. خو په «پېټرسن» نومي فلم کې د يوه شاعر بس چلونکي کيسه کيږي. هغه د ژوند د نېکمرغۍ او د شاعرۍ په اړه يوه په زړه پورې کيسه ده.
ستنېدونکی
دا چې د کال په اوايلو کې راوتلی، نو ځينو هېر کړی دی. خو د «ستنېدونکي» په نوم فلم د ۲۰۱۶ کال يو غوره فلم دی. د مکسيکو سينماګر، الېخاندرو ګونسالېز ايناريتو جوړ کړی دی چې يو ډېر بې رحمه، د تاوتريخوالي او تلوسې ډک داستان دی. لېوناردو دي کاپريو هم ډېر ښه پکې لوبيږي او له يوه يږه سره جنګيږي.
توني اېردمن
د آلمان بريالی فلم، چې د حيرانتيا سبب ګرځېدلی دی، بايد هم له پامه ونه غورځول شي. د کان د فلمونو له فستيوال وروسته يې بې شمېره جايزې ګټلې دي. خو هغه اصلا د مارېن ادېس په مشرۍ جوړ شوی يو ساده، د مسخرو او اشارو ډک فلم دی چې په هيڅ کوم ژانر يا کومه درجه بندۍ کې نه ځاييږي. هغه د کال يو غوره، خو د حيرانتيا وړ يو فلم هم دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.11.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.05.2013):
انځورونه: په کابل کې د مدرنې موسقۍ فیستیوال پای ته ورسید
په دغه فیستیوال کې یوازې موسیقي و نه غږول شوه، بلکې انځورونه، نڅا، فلمونه، او د اسکیت نمایشونه هم نندارې ته وړاندې شول. په دغه فیستیوال کې د بیلابیلو هیوادونو ۳۰ د موسیقي گروپونو گډون کړی وو.
له بیلابیلو هیوادونو څخه هنري ډلې
دغه فیستیوال په کابل کې د فرانسې په فرهنگي مرکز کې جوړ شوی وو چې د څلورو ورځو له پاره یې دوام وکړ. په دې فیستوال کې د افغانستان، استرالیا، فرانسې، امریکا، انگلستان، ازبکستان او پولند د پاپ او راک موسیقي ډلو گډون کړی وو.
د افغان ځوانانو له پاره د خوښۍ موقع
په کابل کې د فرانسي په فرهنگي مرکز کې جوړ شوی کنسرت د افغان ځوانانو له باره یوه موقع وه چې په ژوندۍ بڼه د نورو هیوادونو موسیقي وویني او له یو بل سره وپیژني.
گډ کار
دغه فیستیوال په کابل کې د یو شمیر هیوادونو د سفارتونو او همداراز یو شمیر نورو موسسو له خوا په لاره اچول شوی وو چې د اپریل د میاشتې په ۳۰ نیټي پیل او د مې د میاشتې په څلورمې نیټې پای ته ورسید.
نورې نندارې
په دغه فیستیوال کې یو شمیر ځوانانو د سکیت نندارې هم وړاندې کولې.
د ډیرو ځوانانو گډون
په دغه فیستیوال کې ډیر شمیر ځوانانو گډون کړی وو او د بیلابیلو هیوادونو له موسیقي څخه یې خوند واخیست.
د افغنانو له پاره نوې موسیقي
که څه هم افغانان له راک موسیقي سره ډیره اشنایي نه لري، خو بیا هم د فرانسې په فرهنگي مرکز کې جوړ شوي کنسرت د ډیرو شمیر افغانانو توجه جلب کړې وه.
ښځینه سندرغاړي
په دغه فیستیوال کې یو شمیر ښحینه سندرغاړو هم گډون کړی وو.
هغه هندي فلمونه چې تر ټولو ډیري پيسې یې ګټلي
آیا پوهیږئ چې تر اوسه پورې کومو هندي فلمونو تر ټولو ډیري پيسې ګټلي دي؟ هغه لس فلمونه چې د احصایو له مخې تر ټولو ډیري پسې یې ګټلي دي په دغه انځوریز رپوټ کې لیدلای شئ.
PK
د عامرخان PK فلم چې په ۲۰۱۴م کال د سنیما پر پرده خپور شو، په لومړي کتار کې راځي. دغه فلم۱۲۰میلیونه امریکایې ډالره ګټلي.
بجرنگی بھائی جان
’بجرنگی بھائی جان‘ د هاليووډ د هغو فلمونو په کتار کې چې تر ټولو ډېره ګټه یې کړې ده، دریم ځای لري. دغه فلم ۹۳ میلیونه امریکایې ډالره ګټلي دي. دغه فلم چې په ۲۰۱۵م کال کې خپور شو مرکزي لوبغاړی یې سلمان خان وو.
دھوم 3
د عامر خان ’دھوم تھري‘ فلم هم ډیر مشهور شو او په مجموعي توګه یې ۸۱ میلیونه دالره ګټه کړې ده. دغه فلم چې په ۲۰۱۳م کال کې نندارې ته وړاندي شو د ادیتیه چوپړا له خوا پروډیوس یا تولید شوی وو.
پریم رتن دھن پایو
د سلمان خان ’پریم رتن دھن پایو‘ فلم چې په ۲۰۱۵م کال کې خپور شوی ډیر بریالی وو. دغه فلم چې د راج شري له خوا تولید شوی وو ۶۴ میلیونه ډالره يې ګټلي دي.
چنئی ایکسپریس
د شاه رخ خان ’چنئی ایکسپریس‘ فلم ۶۳ میلیونه ډالره ګټه کړې ده. په دغه فلم کې چې په ۲۰۱۳م کال کې خپور شو دیپیکا پڈوکون هم پکښې راڅرګنده شوې ده.
تھری ایڈیٹس
د تھری ایڈیٹس یا درې احمقانو فلم ۵۹ میلیونه ډالره ګټه کړې ده. د راج کمار هیراني په لارښونه جوړ شوي دغه فلم کې عامر خان مرکزي رول لاره.
دل والے
په ۲۰۱۵م کال کي د شاه رخ خان او کاجل جوړه یووار بیا په ’دل والے‘ فلم کې د سنیما پر پرده راڅرګنده شوه. دغه فلم هم ۵۹ میلیونه ډالره کاروبار وکړ.
ہیپی نیو ایئر
د شاه رخ خان ’ہیپی نیو ایئر‘ فلم هم۵۷ میلیونه ډالره پيسې وګټلي. دغه فلم چې په ۲۰۱۴م کال کې خپور شوی دی فرح خان یې ډایرکټره وه.
کِک
د سلمان خان’کِک‘ فلم هم په ۲۰۱۴م کال کې خپور شوی دی. دغه فلم هم ۵۶ میلیونه ډالره ګټه کړې ده. په دې اکشن فلم کې نواز الدین صدیقي هم ډیر کامیابه کار کړی دی.
کِرش
د ’کِرش‘ فلم په هندوستان کې تر ټولو د ډیرو پیسو ګټونکو فلمونو د نوملړ په لسم نمبر کې ځای لري. دغه فلم هم ۵۶ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.