د ۲۰۱۹ کال په پای کې به د نړۍ نفوس نږدې ۸ میلیاردو ته رسیږي
۱۳۹۸ دی ۱, یکشنبهاټکل کیږي چې د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ څخه د دسمبر میاشتې تر پایه پورې به د نړۍ په نفوس کې ۸۳ میلیونه وګړي ورعلاوه شي. دا رقم په مجموع کې د آلمان د نفوسو له شمیر سره نږدې یوشان دی. د نړیوال نفوس له پاره آلماني سازمان (DSW)په حواله په هره دقیقه کې ۱۵۶ ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزې.
که د ماشومانو د زیږیدو بهیر په همدې سرعت سره پرمخ روان وي، نو په ډاډ سره ویل کیدای شي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به په نړۍ کې د وګړو شمیر تر ۸ میلیاردو هم تجازو یا تېری وکړي. د نړیوال نفوس له پاره آلماني سازمان د ځمکې پر مخ د نړۍ د انسانانو د شمیر په اړه خپل رپوت کې دا هم ویلي دي چې د نورو براعظمونو په پرتله په افریقا کې د نفوسو د ډیرو کچه په بی ساري توګه لوړه ده.
د دغه سازمان په حواله د افریقا په وچه کې به د وګړو شمیر په راتلونکو ۲۰ کلونو کې دوه برابره شي. په اوس وخت کې یوه عادي افریقایي مور په اوسط ډول ۴،۴ ماشومان زیږوي، چې دا په پاتې نړۍ کې د مېندو له خوا د ماشوم زیږونې د کچه یعنې ۲،۴ د اوسط په مقابل کې ډیر زیات دی.
د ملګرو ملتونو سازمان هم د روان کال په جون میاشت کې د نړۍ د نفوسو په اړه یو رپوټ خپور کړی وو. په دې رپوټ کې کارپوهانو د نړۍ په نفوس کې د زیاتوالي په اړه خپله حیرانتیا څرګنده کړې وه.
د ملګرو ملتونو سازمان د دغه رپوټ پر بنسټ تر ۲۰۵۰م کاله پورې به د نړۍ د وګړو شمیر ۹ میلیارده او ۷۰ میلیونو ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې ویل شوي وو چې د روانې پيړۍ په لومړۍ نیمایي کې به د نړۍ د نفوسو تر نیمایي ډیر یوازې په ۹ هیوادونو کې ژوند کوي. دغه هیوادونه چين، هندوستان، نایجیریا، پاکستان، کانګو جمهوریت، ایتهوپیا، تنزانیا، انډونیزیا او امریکا متحده ایالات ښودل شوي وو.
سربیره پر دې په دې رپوټ کې دا هم ویل شوي وو چې غالب ګمان دا دی چې تر ۲۰۲۷م کاله پورې به هندوستان د نفوسو له پلوه تر چين مخکې او د نړۍ په تر ټولو ډیر نفوس لرونکي هیواد بدل شي.
آژانسونه/ش.ن/ا.ا