1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام افغانستان ته وړل شوی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام افغانستان ته وړل شوی دی. د افغانستان د کرېکټ بورډ مسؤلین وایي، دا نړیوال جام نن سهار کابل ته رارسېدلی، چې د کابل په هوایي ډګر او بیا وروسته ورته په کرېکټ بورډ کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو.

Afghanistan | Präsentation Pokal Cricket-Weltmeisterschaft 2023
انځور: ACB Media

د ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام افغانستان ته وړل شوی دی. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند دویچه ویله ته وویل، چې دا نړیوال جام نن سهار کابل ته رارسېدلی، چې د کابل په هوایي ډګر او بیا وروسته ورته په کرېکټ بورډ کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو.

انځور: ACB Media

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په خبره  د ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام له متحده عربي اماراتو راوړل شوی، چې دوې ورځې به په افغانستان کې وي: «د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کرېکټ بورډ ته وسپارل شو، چې نن سهار کابل ته را ورسید او  نن به د کابل ځینو تاریخي ځایونو ته یوړل شي.»

انځور: ACB Media

سادات زیاتوی، دا نړیوال جام به سبا هم په افغانستان کې وي او د نندارې له پاره به د افغانستان یوه ولایت ته هم یوړل شي، خو نوموړي د دغه ولایت نوم یاد نه کړ.

د کرېکټ نړیوال جام د نړۍ پر ۱۸ هېوادونو ګرځول کیږي. که څه هم پخوا ویل شوي وو چې په دې هېوادونو کې افغانستان شامل نه دی خو اوس دغه جام افغانستان ته هم وړل شوی دی.

انځور: ACB Media

د ۲۰۲۳م د کرېکټ نړیوال جام یو ورځنۍ سیالۍ به د اکتوبر په پنځمه نېټه په هند کې پیل شي او د نوامبر تر ۱۹ به دوام وکړي، چې د نړۍ لسو هېوادونو لوبډلې پکې برخه لري.

د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۷ نېټه د هند په درمسالا کې له بنګله دېش سره ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل