1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

د ۲۰۳۴کال د فوټبال نړيوال جام سيالۍ به په سعودي کي وي

۱۴۰۲ آبان ۱۰, چهارشنبه

د ۲۰۳۴م کال د فوټبال نړيوال جام سيالۍ به په سعودي عربستان کې وي. د فيفا مشر جوواني انفانتینو، سعودي عربستان ته د دې لوبو د کوربتوب په سپارلو خوښې څرګنده کړې ده.

د فيفا مشر جوواني انفنټينو
د فيفا مشر جوواني انفنټينوانځور: Jae C. Hong/AP/picture alliance

د استرليا د فوټبال فدراسيون د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اکتوبر۳۱) اعلان وکړ چې د ۲۰۳۴ کال د نړيوال جام د کوربتوب ترلاسه کولو له پاره غوښتنليک نه وړاندې کوي. تر دې لږ وروسته د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا اعلان وکړ چې د داوطلبۍ له پاره د ټاکل شوې مودې تر ختميدو پورې يوازې سعودي عربستان د دغه لوبو د کوربتوب ليوالتیا ثبت کړې ده او په دې توګه په يوه کال کې په رسمي توګه د نړيوال جام د کوربتوب ترلاسه کولو يوازنی کاندید دی.

د استرليا تر اعلان وروسته د فيفا مشر جوواني انفانتینو د انستاګرام په يوه پوست کې وليکل: «د نړۍ دا ستره ننداره به په ۲۰۲۶م کال کې د شمالي امريکا په کاناډا، مکسيکو او امريکا متحده ايالاتو کې وي. د ۲۰۳۰م کال سيالۍ به په افريقا (مراکش) او اروپا (پرتګال او اسپانيا) کې وي، خو درې لوبې به په جنوبي امريکا (ارجنټاين، پاراګوای او يوروګوای) کې وشي. د ۲۰۳۴م کال نړيوال جام سيالۍ به په آسيا (سعودي عربستان) کې وي.»

نوموړي زياته کړې چې دی پر «دريو [جامونو] پنځوو لويو وچو او لسو هېوادونو» ډېر خوښ دی. هغه وويل: «په دې توګه به فوټبال رښتيا نړيوال شي.»

په عين وخت کې دفيفا مشر د دې لوبې د ځواک يادونه وکړه: «موږ په يوې سره ويشل شوې او جګړه ماره نړۍ کې ژوند کوو او يو ځل ښييو چې فوټبال چې د نړۍ مخکښ سپورت دی، تر بل هر څه ډېر موږ سره یوځای کوي.»

سعودي عربستان او بشري حقونه

خو د بشري حقونو سازمانونه پر سعودي عربستان سخت انتقادونه کوي. د بشري حقونو د څار ټولنې (هیومن راېټس واچ) له نظره په سعودي عربستان کې د بشري حقونو وضعيت «ویرونکی» دی.

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمانانځور: IMAGO/Le Pictorium

دغي ټولنې، ډلهایز اعدامونه، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول او د يمن پر پوله د سونو مهاجرو قتلول د دغه وضعيت بېلګې وبللې.

يادي ټولنې ويلي دي چې پر دې سربیره د حکومت منتقدين شکنجه شوي او زنداني شوي، مذهبي اقليتونه تر فشار لاندې دي او د نامشروع جنسي اړیکو مرتکب کسان او همجنسبازان د مرګ په سزا محکومیږي.»

ايمنستي انترنيشنل ويلي دي چې اوس «پريکړنده دا ده چې د فوټبال نړيواله ټولنه مسئوليت ومني او د سياليو د غوښتونکي [سعودي عربستان] څخه د بشري حقونو الزامي تضيمنونه واخلي.»

د فوټبال نړيوال جام لومړی عرب کوربه په ۲۰۲۲م کال کېقطر وو. قطر د سعودي عربستان ګاونډی او يو کوچنی امارت دی. منتقدينو یې په اړه په تيره بيا دا شکايت درلود چې دغه هېواد د فوټبال – دود نه لري او همدا راز یې ويل چې په دغه هېواد کې د بهرنيو کارکوونکو له پاره د کار شرائط چې د لوبغالو په جوړولو بوخت دي، ډېر نامناسب نه دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, sid, rtr)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب