د 228 انسانانو سره دAir-France الوتکه لا تر اوسه ورکه ده
۱۳۸۸ خرداد ۱۲, سهشنبههغوی د مرسته کوونکو لخوا د «D ترمينال» يوې تړل شوي ساحې ته استول کيږي او هلته ورسره ارواپېژندونکي يا سايکولوجستان خبري کوي.
ولسمشر نيکولا سارکوزي او مسؤل وزير ژن لوی بورلو هم د پرون مازديگر راهيسي ورغلي دي . نوموړي وزير، فرانسوي خبري اژانس آی اف پي ته هم ويلي وه، چې ښايي شل تنه جرمنيان به په همدغه الوتکه کې وي.
د مازديگر پر مهال د اير فرانس لوی مشر، پير هېنري گورگون هغه څه په رسمي ډول اعلام کړي وه چې سترګي ترې نهء شي پټېدای،
«په ډېر احتمال سره به دا د يوې الوتکي د راغورځېدو فاجعه وي . او اير فرانس د قربانيانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرگندوي او کړاوونه ورسره يو ځای گالي . »
ټاکل شوې وه چې د ايربوس 330 الوتکه چې د ريو د ژانېرو لخوا راخوځېدلې وه، به د دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکي په پاريس کې کښيني . خو د سهار پر وخت د اير فرانس مسؤلو کسانو ته څرگنده شوه چې کوم پرابلم موجود دی . له تجربه کار پيلوټ سره تر ټولو وروستۍ مخابراتي اړيکه د شپې پر درې نيمو بجو ټينگه شوه . ورپسې الوتکه له يوې حاره ييزي سيلۍ څخه تېره شوه چې دا هم يوه عادي او ورځنۍ پېښه شمېرل کيږي . يوه بله عادي پېښه دا هم ده چې نوموړې څلور کلنه الوتکه د الوتني پر مهال څارل کېدله . په دې اړه يو تن پيلوټ ژن سېرات وايي،
«کله چې هغه د اطلس يا اتلانتيک سمندر د پاسه الوتنه کوئ، نو هيڅ رادار مو نسي ليدلی، ځکه چې دومره وړاندې نه رسيږي . د دې پر ځای بايد هره الوتکه هر ساعت د کنترول ستيشن ته خبر ورکړي، کله چې د ساري په توگه د طول البلد له يوې درجې څخه تېرتيږي . ورپسې بيا تفاهم کيږي چې کله به بيا مخابراتي اړيکه ټينگيږي .»
خو اړيکي ټينګينه شوې چې له کبله يې بيا په الوتکه پسې لټون پيل شو. تر وروستۍ مخابراتي اړيکي يو ساعت وروسته الوتکي يو اوتوماتيک پيغام لېږلی و چې الکترونيکي سيستم يې ويجاړ شوی دی.
په الوتکه کې 216 مسافرين او 12 تنه کارکوونکي ناست وه. په ډېر احتمال سره به د دغه ناورين ډېرۍ قربانيان د برازيل وگړي وي چې د سيلانيانو په صفت پاريس ته روان شوي وه.
اوسمهال د اتلانتيک سمندر له دواړو خواو څخه الوتکو لټون پيل کړی دی : د برازيل هوايي ځواک د ختيځ په لور خوځېدلی او يوې فرانسوۍ نظامي الوتکي له سېنېگال څخه الوتنه پيل کړې ،او د لويديځ په لور لټون کوي .خو د اير فرانس د هوايي کرښو مشر گورگون نور ډېره هيله نه لري ،
«زه غواړم د دې يادونه وکم، چې د وروستۍ اړيکې ساحه له ساحل څخه ډېره ليری ده. لټونکي الوتکي ځکه خو ډېر زيات وخت ته اړتيا لري، تر څو هغه ځای ته ورسيږي . »
دوش روف/نسيم صابر
کتونکی : محمد قاسم نوري