1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د CIA پر چارواکو باندي د ګماني ترهګرو د وهلو ټکولو تور لګول کيږي

۱۳۸۸ شهریور ۲, دوشنبه

دابه دکومي نوي ماجرا باعث نشي ځکه چي خلک دبوش دحکومت په وخت کي دسي آي اي داقرار اخيستو په لارو باندي ډير معلومات لري...

د واټربورډر په نامه شکنجه
د واټربورډر په نامه شکنجهانځور: picture-alliance/ dpa

طبعادامريکا دمتحده ايالتونو استخبارات سي آي اي په عادي صورت کي خپل پټ رپوټونه نه خپروي .خو دنيويارک ديوو قاضي حکم دوي دې ته مجبوروي. ده درپوټ دخپرولوحکم د وګړو د حقونو د يوې ډلي له شکايت نه وروسته وکړ. البته چي عامو خلکوته به درپوټ اصل ور ونه ښودل شي، بلکي يومتن به چي د سي آي اي لخوا لنډکړل شوی دی خپورشي . ځکه ځني معلومات چي د امريکا د استخباراتومشر په 2004 کال کي پدي رپوټ کي ليکلي دي ډير سري بلل شوي چي بايد خپاره نه شي.

دابه دکومي نوي ماجرا باعث نشي ځکه چي خلک دبوش دحکومت په وخت کي دسي آي اي داقرار اخيستو په لارو باندي ډير معلومات لري . خو دارپوټ دسي آي اي لخوا له تورنو څخه دتحقيق اخيستو دلارو په هکله دقيق معلومات ورکوي.

آمريکايي رسنۍ خبرورکوي چي تورنوته داسي ښودل کيدل لکه اعداميږي چي . او بنديانوته دوسلو په واسطه ګواښ کيده. پدي رپوټ کي دعبدا لرحيم ا لناشري نوم یتل بيا بيا راغلي دي. دغه سړي چي دسعودي عربستان دي. دي په 2000 کال کي په يمن کي په يوي آمريکايي« يو اس اس کول»نومي بيړۍ باندي دبريد دشاته ولاړو کسانو له ډلي څخه بلل کيږي.ددي ګوذار له امله 17 کسه امریکايي ملاحان مړه شوي وو. الناشري له 2006کال راهيسي په ګوانتاناموکي بندي دي.

پخوا له هغه دي د سي آي اي په يوي دډاروړ بنديخانه کي وو.دده په برخه کي دتحقيق له ډيرو سختو طريقو څخه کاراخيستل شويدي .دسي آي اي درپوټ له مخي لده نه دتحقيق په بهيرکي په ګاونډۍ کوټه کي ډزي شوي ددي لپاره چي دي ګمان وکړي چي هغه بندي ويشتل شوي اواقرار وکړي .

او په 2002 کال کي دسي آي اي مامورينو دتحقيق په وخت کي له ځانونو سره برقي برمه،او تمانچه راوړه . دوي دبرمي سر دده وجود ته نژدي کاوو اولګوله يي، او تمانچه يي په لاس کي څرخوله داسي چي نوموړي ته دااحساس پيدا شي چي ګواکي همدا اوس وژل کيږي . پدي کلونو کي چي له ترور سره دتودي مبارزي کلونه وو دتحقيق دسختو طريقو اجازه وه.اوپه تيره بيا په اوبو کي دډوبيدو د احساس له طريقي څخه هم ګټه اخيستل کيده. خودا دنافذ قانون له مخي چي يوو بندي ته دوسلي په واسطه، دمړيني دنژديوالي ګواښ وشي منع وو.

د سي آي اي دغه مامور چي دوسلي په واسطه يي ګواښ کړي وو دهمدي لپاره مرکز ته غوښتل شوي ،او دانظباط دنه لرلو له امله جزا ورکړل شوي وه .دغه قضيه دامريکا دعدليي وزارت ته هم استول شوي، خو هغو د نوموړي په ضد د دعواي له اقامه کولو څخه ډ ډه کړيده . خوداچي دي پريکړي ته څه دليل راوړل شو معلومه نشوه . وروسته لدي پيښو څخه سي آي اي خپل عمومي پلټونکي مامور کړچي، دسي آي اي دتحقيق دلارو په هکله پلټنه وکړي او رپوټ جوړ کړي درسنيو دمعلوماتو له مخي نوموړي پلټونکي دتحقيق دپروګرام په هکله ډير انتقادي رپوټ جوړ کړ. دپروګرام څخه داستفادي په هکله دده درپوټونو په باب بيل بيل خبرونه ورکړل شويدي . درسنيو په ځني رپوټونوکي راغلي وو چي دنوموړي پلټونکي د رپوټ له مخي داطريقي ډيري اغيزناکه نوي، اوځني نورو رسنيو خبرورکړي وو چي لدي لاري ډير ارزښتناکه معلومات ترلاسه شويدي .

دآمريکا په نوي سياست کي به په همدي باندي خبري وشي چي دتحقيق لدي لارو څخه رښتيا څه شي ترلاسه شوي او که نه ؟ دسي آي اي لدي رپوټ سره به جوخت ځني نور سندونه چي داثبوت راوړي چي دي سختو دتحقيق لارو نتيجه درلوده .هم خپاره شي . دهمدي لپاره درياست جمهورۍ پخواني مرستيال دک چيني تل بيا بيا ددي سندونو دخپرولو تقاضا کوله .يوو چا چي داټول اسناد پيژني دنيوزويک خبري مجلي ته ويلي دي چي هم دبوش دحکومت داعمالو پلويانو اوهم دهغو مخالفينو ته دلايل ويل شويدي . اوس چي د سي آي اي دتحقيق دطريقو په هکله بحثونه را پورته کيږي نو ټولي سترګي به دعدليي وزير ايريک هولدر ته متوجه وي . نوموړي ويلي دي چي پدي هکله دتحقيق لپاره به يو څيړونکي وټاکي.

Müller, Sabine/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب