راحيل شريف کابل ته سفر وکړ
۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبهو کابل ته د جنرال راحېل شريف د سفر خبر دوې ورځي تر مخه د پاکستاني پوځ د وياند ډګرجنرال عاصم بجوه له خوا ورکول سوی ؤ. نوموړي د ټويټر پر پاڼه په پيغام کي ليکلي ول چي « د پاکستان د پوځ لوی درستيز به د يکشنبې په ورځ و کابل ته سفر وکړي.» په دغه پيغام کي زياته سوې وه چي راحېل شريف به د افغانستان د ملي اردو د مشرانو او په همدې راز د افغانستان د سياسي مشرتابه سره وويني.
د فرانس پريس خبري آژانس له اسلام څخه راپور ورکړی دی چي افغانستان د طالبانو سره د خبرو اترو د بېرته پېلېدو په ترڅ کي د پاکستان رول ډېر مهم ارزوي. دا په داسي حال کي چي د افغانستان د حکومت او د وسله والو طالبانو تر منځ خبري اتري د خنډونو او تأخير سره مخامخ دي. خو پاکستان او افغانستان په تيرو ورځو کي پر دې ټينګار کړی دی چي په دې ترڅ کي همکاري ته چمتو دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په روانه دسامبر مياشته کي و پاکستان ته تللی ؤ چيري چي هغه د په يو داسي نړۍ وال کانفرانس کي ګډون وکړ، چي پکښي د نورو هيوادونو راغلو استازو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو پلوي کوله.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف او افغان ولسمشر محمد اشرف غني و دغه کانفرانس ته ويناؤ اورولو پر وخت دا هوډ څرګند کړی ؤ چي د طالبانو سره د خبرو اترو له پاره خپل کوښښونه جاري وساتي. د يادولو وړ ده چي چين او امريکا هم د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ د خبرو اترو پلوي کوي.
په پاکستان کي د سياسي چارو کارپوه امتيازګل و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي: «و کابل ته د جنرال راحېل شريف سفر د هغو هڅو د زنځيز يوه کړې ده، چي په اسلام آباد کي د آسيا زړه کانفرانس په ترڅ کي پاکستان او افغانستان ورته ځان ژمن اعلان کړی ؤ.»
امتياز ګل زياته کړې ده چي راحېل شريف به په کابل کي د افغان مشرانو سره د ليدنې پر وخت د حقاني ډلې پر ضد د عملياتو پر موضوع هم خبري وکړي.
د روان کال په اکتوبر مياشت کي د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د امريکايي ولسمشر باراک اوباما سره د خبرو پر وخت پر دې ټينګار کړی ؤ چي د ټولو هغو ډلو پر ضد بايد اقدامات وسي چي د سولي د خبرو اترو د ناکامه کولو هڅي کوي.