1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن: فرانسوي پوځيان باید له پلان سره سم له افغانستان څخه ووځي

۱۳۹۰ بهمن ۷, جمعه

د ناټو عمومي منشي، اندرس فوگ راسموسن، د پنج شنبې په ورځ له فرانسې څخه وغوښتل چي په افغانستان کي خپل پوځي روزنیز ماموریت ته د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري دوام ورکړي. هغه وویل چي دا د ناټو د ماموریت د بریا له پاره ډیر اهمیت لري.

راسموسن ویلي دي چي فرانسه باید په افغانستان کي خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي
راسموسن ویلي دي چي فرانسه باید په افغانستان کي خپلو عملیاتو ته دوام ورکړيانځور: AP

فرانسې له هغه وروسته په افغانستان کي خپل ټول عملیات په ټپه ودرول چي یوه افغان سرتیري پر خپلو فرانسوي روزونکو ډزي وکړي او د څلورو تنو د وژلو تر څنګ ئې ډیر شمیر نور ټپيان کړل.

فرانسې په داسي حال کي په افغانستان کي خپل ټول ماموریتونه په ټپه درولي دي چي ناټو غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د افغان امنیتي ځواکونو شمیر لوړ کړي چي هغوی وکړای شي له دغه کال وروسته د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

د ناټو عمومي منشي، اندریس فوگ راسموسن، په لزبون کي یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «په افغانستان کي د فرانسې ونډي ته په کتو سره غواړم ووایم چي موږ ټولو له افغانستان څخه د سرتیرو د راایستلو پر یو مهال ویش موافقه کړې ده.»

ناټو په خپله ورستۍ عمومي غونډه کي پریکړه وکړه چي د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته وسپاري او له دغه هیواد څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي.

راسموسن وویل چي د جوړ شوي پلان له مخې کار کول په افغانستان کي د ناټو د عملیاتو پر بریالیتوب ډیره اغیزه لري. د فرانسي حکومت د سه شنبې په ورځ وویل چي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د مخکي له وخته راایستلو پریکړه به دغه هیواد ته د ولسمشر کرزي تر سفر پوري وځنډوي. کرزی نن «جمعه» فرانسې ته رسیږي او له دغه هیواد سره به د اوږد مهالو همکاریو یو سند لاسلیک کړي.

فرانسه اوس په افغانستان ۳۶۰۰ سرتیري لري چي د ناټو تر مشرۍ لاندي عملیات تر سره کوي. فرانسوي ځواکونه زیات وخت د کاپیسا په ولایت کي گزمي کوي. د مخکیني پلان له مخي به د ۲۰۱۲ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ۱۰۰۰ فرانسوي سرتیري راووځي.

فرانسه وایي چی په افغانستان کي د خپلو ځواکونو له پاره امنیتي ضمانتونه غواړي او دا چي افغان حکومت باید دوی ته د نوو سرتیرو د جذبولو د بهیر په اړه معلومات ورکړي.

راسموسن ویلي دي چي ناټو باید د دغه شان بریدونو د له منځه وړلو له پاره هر ممکن کار تر سره کړي. د هغه په خبره په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان الن، له افغان چارواکو سره د بهرنیو روزونکو د امنیت د ټینگولو هڅي کوي.

افغانستان اوس ۳۰۰ زره امنیتي ځواکونه لري چي په دغه هیواد کي د څّلویښت سلنو عملیاتو مشري کوي.

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب